تر دولسمه مې سبق ويلى و . پوهنتون ته بريالى نه شوم . په کار پسې ډير وگرځيدم ، پيدا نه شو. عکاسي مې خوښه وه خو د کامرې پيسې مې نه درلودې. پلار مې مامور و، دومره يې نه لرلې چې  کامره راته واخلي. مور ته مې ويل هغې هم نه راسره منل.  کشرى ورور مې لندن ته ولاړ، درسي بورس يې پيدا کړى و . گومان کوم پلار مې په وزارت کې څوک پېژندل. يو کال وروسته چې مې ورور راستون شو کامره يې راته راوړه . ديجيتل کامره وه . پلار مې راڅخه واخيسته. ويل يې په عکاسيو بې ځايه وخت مه تيروه، درس ووايه چې بل وار پوهنتون ته کاميابه شې . ما ځان پېژاندۀ ، نه د درس وم نه د بل کار، عکاسي مې غوښته. يو چا راته وويل تلويزيونونه فلم اخيستونکي  غواړي . کار پکې کولى شم خو تجربه مې نه درلوده . يوۀ بل کس راته وويل بهرنۍ خبريې موسسې عکاسان غواړي خو بايد تجربه ولرې .

مور مې قانع کړه چې که پلار کامره راوسپاري ، زۀ عکسونه واخلم نو په بهرنيو خبري اژانسونو کې کار پيدا کولى شم . کامره مې ترلاسه کړه . دارالامان ته لاړم . ځانمرگى بريد شوى و . شل ديرش عکسونه مې واخيستل . يو ماشوم و پر باړخو يې اوښکې بهيدې، ما يې عکس واخيست. په عکس کې رڼه اوښکه د ماشوم په خيرن مخ داسې ځليده لکه په دوړو پوښلې پاڼې باندې د باران لومړنى څاڅکى. د خپل ملگري په مرسته د بهرنۍ خبرې موسسې خبريال ته ورغلم . رېمن نوميدۀ . جگ دنگ سړى و . په ککرۍ يې وېښته نه لرل. غټې عينکې يې په سترگو وې . سوړ غوندې کس و . نه يې خندل او نه يې پر مخ د خوښۍ ، خپگان يا بل څه نخښه ښکاريده . لکه د مړي مخ ته چې گورې . کامره مې ورکړه . ټول عکسونه يې وکتل . د ماشوم عکس يې داسې تير کړ لکه هغه تصوير چې تش وي . خو يوۀ عکس ته ځير شو . ښه يې ورته وکتل . په مړۀ او بې سيکه غږ يې راته وويل : دغه عکس کمپيوټر ته اړوم .

سر مې وښوراوۀ لکه ورته وايم چې په سر سترگو. سړي له کامرې يو تار کمپيوټر ته وصل کړ . ورو ورو لگيا و . عکس يې د کمپيوټر په شيشه راغى. موټر يې ښود چې لوگى ترې خيژي. ورسره په لږ واټن کې افغان پوليس ولاړ و. په لاس کې يې کلاشنکوف و. د پوليس د ښي لاس يوه گوته د ټوپک پر ماشې اېښې وه . سترگې يې د ترهيدلې هوسۍ غوندې خلاصې نيولې وې .شونډې يې وچې کلکې ښکاريدې. رېمن تر څو شېبو ورته وکتل.  کامره يې بيرته راوسپارله . شل ډالره يې راکړل. په ژوند کې مې په لومړي ځل پيسې گټلې وې. ډير خوښ وم . مور ته مې پيسې وسپارلې . پلار ته مې ټوله کيسه وکړه . هغه راته غوږ و خو د ريمن غوندې سوړ و. هيڅ ډول احساسات يې نه ښوول.

په سبا يې ښار ته ووتلم . په پوليسو پسې گرځيدم. ما ويل که ريمن د دوى عکسونه خوښوي. د کورنيو چارو د وزارت مخته مې ډير عکسونه واخيستل . يو پوليس راغى. غټ خېټور سړى و . کامره يې راڅخه واخيسته. په څپېړه يې ووهلم . د کامرې ميموري کارډ يې جېب ته واچاوۀ . زۀ يې وشړلم . هغه فکر کاوۀ چې تروريست يم . ما ويل فوتو جورناليست يم. کارډ يې راڅخه وغوښت، څه شى راسره نه و.

په کور کې مې کيسه وکړه . مور مې ويش واخ راسره وکړل . پلار مې په شونډو کې موسکى شو خو څه يې ونه ويل . له مور څخه مې شل ډالره بيرته واخيستل . کامرې ته مې بل ميموري کارډ پرې رانيو. د ريمن دفتر ته ولاړم . کيسه مې ورته وکړه . هغه شونډې سره ښوورولې، څه يې نه ويل. ما ورڅخه د کارډ غوښتنه وکړه . هغه ورو وويل :

–    ته له موږ سره کار نه کوې ، ته فري لانسر يې (ازاد يا خپلواک)

ورته ومې ويل که کوم خط راکړي چې بل وار مې پوليس په عذاب نه کړي . رېمن په کمپيوټر څو کرښې په انگريزي ژبې وليکلې . نه پوهيږم څه يې ليکلي و. هغسې چې زۀ نه پرې پوهيدم پوليس هم نه پرې پوهيدل . کار مې چالان شو . ريمن به کله نا کله زما عکسونه خوښول . په هر عکس يې شل ډالره راکول . زۀ يې په طبعيت پوى نه شوم چې څه خوښوي .  نه يې راته ويل او نه يې پوهولم چې څه وکړم . يوه ورځ يې زنگ راته وواهۀ . ويل يې کندز ته ځي ، که وخت ولرم چې ورسره لاړ شم. له خدايه مې څه غوښتل . ورسره رهي شوم . په سالنگ کې ډيره واوره وريدلې وه . موټر ولاړ ول. موږ هم ودريدو. زۀ ترې کوز شوم . ما ويل که ښه عکس په لاس راغى.

 لږ لاندې خلک سره ټول شوي و ، شور و . ورکښته شوم . تر زنگنو مې واوره وه . يو کوچنى موټر اوښتى و . ليرې په شنې چادرۍ کې ښځه ناسته وه . ژړل يې ، د چادرۍ يوه پيڅکه يې په وينو سره وه . د اوښتي موټر ترڅنگ هم واوره وه . عکسونه مې واخيستل . څوک مې وپوښت چې څه شوي دي . ويل يې موټر ښويدلى دى خو څوک پکې مړۀ نه دي .

خپل موټر ته راغلم . ريمن ته مې عکسونه ورښکاره کړل . ويې پوښتلم ، څوک مړي شوي ؟ ما ويل نه خيريت دى . هغه کامره راوسپارله. ټول عکسونه يې ونه ليدل.

بغلان ته ورسيدو . له ښاره د يوۀ کلي په لور موټر وخوځيد. يو ځاى د موټر ټاير پنچر شو . موټروان ټاير بدلاوۀ . ريمن په موټر کې ناست و ، زۀ کوز شوم ، ما ويل عکسونه واخلم . نور پوى نه شوم . څه وشول ، څه  وخت وشول . خو په همدې روغتون کې مې سترگې رڼې شوې . پښه مې له زنگانۀ لاندې پرې شوې وه . ډاکټر راته وويل په ماين ختلى وم . ريمن څو ځله روغتون ته راغى ، هغه روغ رمټ دى . وړمه ورځ يې يو بل خارجى له ځان سره راوستى و . ويل يې مسلکي عکاس دى . ما مې پښه ورته لوڅه کړه . سترگې مې لکه د ترهيدلې هوسۍ وارخطا شوې پرانيستې . ما ويل هغسې عکس مې واخلي لکه ما چې په دارالمان کې د افغان پوليس اخيستى و. خارجي عکاس کامره راته نيولې وه . په لينزونو يې ډيرې گوتې وهلې . ما مې شونډې وموښلې چې وچې شي . هغه عکس واخيست. ريمن ته يې ورښکاره کړ. ريمن موسک شو . سر يې ورته وښوراوۀ ته وا شهکار يې موندلى دى. د عکس ليدلو غوښتنه مې وکړه. خارجي عکاس د کامرې پر شيشه عکس راوښود . زما د کټ سر ته کړکۍ وه . د کړکۍ يوه شيشه ماته شوې وه په پلاستيک پټه وه . له نورو شيشو د کابل شين اسمان ښکاريد. لکه د بدخشان تراشلى او پاک شوى لاجورد ، تک شين و . ليرې د پغمان غرونه ښکاريدل . په سر يې سپينه واوره پرته وه خو نور تور ښکاريدل. سپينه واوره داسې پرې ښکاريده لکه د لمر وهلي سړي پر سر چې سپينه لنگوټه تړلې وي . زما د کټ  د سر اوسپنيزې پښې هم ښکاريدې . سپينې رنگيدلې وې خو رنگ يې ځاى ځاى لويدلى و . زنگ وهلې برخې يې داسې ښکاريدې لکه  په واوره کې وچه شوې وينه. زما د سر بالښت هم و . سپين و . په يوۀ کونج يې د وينې سره لکه وه . زۀ نه وم . خارجي عکاس ته مې د هغه کامره ورکړه . هغه لا هم خپل عکس ته کتل . ما مې په پرې شوې پښې د روغتون سپين څادر واچاوۀ .

د اکتوبر لومړۍ نېټه ٢٠١٠

بوش هاوس ، د لندن زړۀ

د مازديگر څلور بجې او ديرش دقيقې

4 thoughts on “عکس (لنډه کیسه) ایمل پسرلی”
  1. ښه کیسه یې بللای سو ، خو په ورستیو کرښو کې که د »ښکارید او ښکاریدل« بیا، بیا کاریدل نه وای راغلي نو لا به ښه وای

  2. ښه خوندوره کیسه وه، مګر له انځور اخیستلو سره یې زما مینه ووژله، هروخت چې انځورونه اخلم نو دا کیسه به سترګو ته ولاړه وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *