ډول

د ګلداد ماما د مشر زوی ستن يي راوړې وه، د کلي د منځ په پراخ میدان کې ګلاب خان ډول په زنګانه ورته تیکه کړی و. اوچپه شونډه يې تر غاښ لاندې نیولې وه  په درز يي واهه، په ښي لاس کې يوڅه لوی لرګی به يي درۍ واره په خوند خوند ډول ورخیر کړ، ګڼ ځوانان ورته اوښتل رااوښتل ډیرخلک ورته ولاړول، هالته لږ وړاندې دیواله ته خو د جومات ملا صاحب هم له څوسپینږیرو سره ننداره کړه اویوه نمیه تبصره يې هم کوله.

د نارینه وو دا کار چا شرم نه باله، ډیروخولا د ډول وهونکي اوڅرخی بازانوکمال  ستايه، د ګلداد ماما د لوړې کلا دننه په تنګه کوټه کې هم ښځو داریې ته اتڼ کاوه، شا او مخې ته تلې، او خوشالي يي کوله، خدازده ګل داد ماما چا خبر کړی و چې ښځي اتڼ کوي.

 وارخطا کلا ته راننوت، لومړی خو يي خپلې میرمني ته سپکې سپورې وکړې، بیا یی د کوټي ور په شدت خلاص کړ. په لوړ غږ يي وویل: شرم او حیا ښه شی دي. داریه دپ او ښځي چپ شوې، شاوخوا ته يي وکتل ‌ډیرو ښځو مخونه پټ کړل، بیا یې هغې نجلۍ ته چې داریه يي په لاس کې وه وویل :داریه راکه د زمر اولاده. هغې غوښتل څه ووايي چې ده يې له لاسه داریه کش کړه او ووت. په خونه کې کراره کرارې شوه. ښځی ته يي وویل: هان دا واخله چې وريي نکړې. ښځي په نرمه ورته وویل: سړیه د خوشالۍ اوښادۍ ورځ ده. هاغه ده نارینه ډول ته غورځي، دوئ هم پریږده. ګلداد ماما په ډډ غږ ورته وویل ډول خوچې وهم کلي ته زور پیمانه کوم. اوس ورځم دوهم ډول هم راباسم، دا د نارینه وو په کارو کې کار مه لره هغه عیب نه خودا عیب ده او له کلا ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *