چې سهارمهال ساعت له اتوبجو پراوښتو شی، بیا نو راشه په سانفرانسیسکو کې موټر ته پارکینګ( تم ځای) مومه،په تیره بیا که هغه هم یا( میشین) واټ وي ، یاد(مونتګمری) کوڅه، د موټر له درلودو به دې پښیمانه کړی .

  زه لا هسی په وخت ونه رسیدم، بیا مي تر څو چې په سل سپین سترګیو موټر ته یو تم ځای جر کاوه، ښه صفا ستره راباندی ناوخته شوه. زه یې زموږ له خپلې کمپنۍ د ژباړې لپاره دلته رالیږلی وم.

 د مهاجرینو دفتر هان په شپاړسم پوړ کې وه، په ستمیدو ستمیدو ورننوتم . خپل کارت مي وروښوده:

 – سهار مو نیکمرغه! زه نعیم د CBS   له کمپنی څخه یم . اوس د ژباړی لپاره دلته…………

د معلوماتو د میز تر شا ناستې پیغلې د جملې تر پایه پرینښودم ، په بیړه یې په لاس د ښې خوا ور ته اشاره وکړه.

 له ټک ټک سره جوخت دفتر ته ورداخل شوم . دروازې ته مخامخ د دفتر کارکوونکې ناسته وه او د میز دې خوا ته یوې میرمنې او سړي په کوچونو کې ځانونه اچولي وو.

 ما کارکوونکې میرمنې ته خپل کاغذ وروړاندی کړ:

 –   میرمنې سلام! زه نعیم نومیږم د CBS له کمپنی سره کار کوم . د ژباړې لپاره ستاسو په خدمت کې یم .

     میرمنې په ځیر زما کارت وکوت، بیا یې په سړې او له کنایه څخه په ډکې لهجې

 وویل :

 – ښه نو د ناوخته راتګ لپاره به حتما” یا د ترانسپورت  یا د پارکینګ ستونزه په ګوته کوي. پوهیږي چې دا خلک مو څومره وخت انتظار کړل ؟

زه وارخطا شوم . ماویل اوس منفی ځواب رانکړی ، زموږ کمپنی ته څه ونه لیکی. له کاره به مي خلاص کړي.

لا مي ځواب نه وه ورکړی چې میرمنې د میز په بر سر کی د کړکې تر څنګه د کیناستو اشاره راته وکړه .

چې په څوکۍ کې ځای په ځای شوم، د هوسایې نفس مي وویست.

کاغذ او قلم مي مخ ته کیښودل.

کارکوونکې ته مي وویل:

 – زه چمتو یم .

– سمه ده ، پیل یې کړه.

پوهیدم چې له کوم ځایه یې پیل کړم.

– ستاسو نوم ؟

 ناست سړي او میرمن  ته مي مخ ورواړوه چې ځواب ترې واورم.

 خوله مي له حیرانتیا همسې وازه پاتې شوه . فردین او میرمن یې شاذیه !

سره لدې چې دوی مي دا شل کاله نه وه لیدلي ، خو بیا هم څنګه یې نه پیژنم . موږ هلته په کوټه سنګی کې څنګ په څنګ ګاونډیان وو.

 فردین د ځواب پر ځای ، لاس راوړاندی کړ:

 – نعیم جانه ستړی مه شی .

شاذیی هم ستړی مشی وکړه.

 له دوی مي کرکه راغله ، له مجبوریته مي لاس وراوږد کړ، کنه باید په خوله مي د سوک وار ورکړی وه . د بد بختو د سترګو نور ورک شوی وه، مړاوی مړاوی یې کتلې.

د شونډ په سر مي ځواب ورکړ:

 – تاسې ستړی مشئ !

فردین مي وروسته د کابل له جګړو بیا نه وه لیدلی. خبر وم چې پاکستان کې ژوند تیروي . همدا یو یو نیم کال مخکی چا په ټیلیفون کې را ته وویل :

– له فردینه خبر یي ؟

سم دستې مي فکر ته رانغی:

– کوم فردین ښیې؟

–  د ملکزاده زوی……..

 په یاد مي شو :

– ښه ښه ، زموږ ګاونډی یادوی .

هغه په تمسخر ځواب راغبرګ کړ:

 – هوهمغه ستا ګاونډی یادوم ، عیسوی شوی .

بده راباندی ولګیده:

 -څه بد کوې؟

 په خندایې ځواب راکړ:

– لږ یې سړه وخوره. رښتیا وایم . یوازی دی نه ، ټوله کورنۍ یې عیسویان شوي. ټول خلک پری خبر دي.

– توبه خدایه ! دا څه حال دی. د ملکزاده غوندی سړي اولاد له دینه اوړی.

په ټیلیفون کې مو د فردین ملکزاده په پته څو ترخې ترخې ښکنځلې رد وبدل کړې . زړه مو پدې کافر ښه  سوړ کړ.

 او اوس دې تصادف ته ګوره چې دلته په سانفرانسیسکو کې د فردین ترجمانې  زما په برخه شوه.

د فردین خبرې مي د دفتر کارکوونکې ته ترجمه کړی:

 – نوم یې فردین دی.

په انګریزی مي ورته سپیل (هجا) کړ.

هغې وپوښتل:

 – آخر نوم یې؟(تخلص)

غوښتل مي پخپل سر ځواب ورکړم چې ملکزاده ، خو د تعامل له مخې مي له فردینه وپوښتل:

– تخلص؟

په درانده غږ یې وویل :

– دامینیک

نژدی مي له خولې چیغه ختلې وه، ځان مي ټینګ کړ. په حیرانې مي وروکتل:

 دا ځل یې ښه جدی بیا تکرار کړه:

 -دامینیک ، وایم تخلص مي دامینیک دی.

 پوهیدم چې دامینیک یوه مشهوره کاتولیک کلیسا ده.

زیاتې مي سم په یاد ندي چې ما به نور په څه ډول  ترجمانې کړی وي . یوازی دومره پوه شوم چې دوی په پاکستان کې خپل دین بدل کړی او هلته یې ژوند د خطر سره مخامخ وه ، ځکه یې متحده ایالاتو ته د پناهنده ګی غوښتنه کړې .

د مهاجرت د دفتر په غوښتنه مي تر کوره هم ورسول .

کله به مي زړه شه چې همدا د لوی واټ په سر موټر ودروه ،  دواړه فردین او شاذیه دامینک له لاسه راونیسه، لیری یې غورځار کړه.

 بیا به هماغه پخوانې کوټه سنګی او همغه پخواني ملکزاده ګاونډیان سترګو ته لک راودریدل.زړه به مي صبر کړ.

په ټوله لاره مو الف تر کلامه سره ونه کړ. هم زه داسې چوپ وم لکه ډبره او هم دوی یا له شرمه یا زما له بد غبرګونه سوڼ هم ونکړ.

 د یوې دری پوړیزې ودانۍ مخکی ته ښکته شول. ما په سرعت بیرته حرکت وکړ. د صت کولو موقع مي هم ور نکړه.

 د موټر مخ  پوره نه وه راګرځیدلی چې د فردین چیغې مي تر غوږ شوې. مرسته یې غوښته.

چې ورکوز شوم ګورم شاذیه لاندی د زینو سره پرته ده. د کیڼې وروځې سر او یو لاس یې تر څنګله په وینو سره دي . داسې ښکاری چې د زینو له سره رالویدلې وي. وجود یې ټول لړزیده. له خولې یې قف او ځګونه را روان وو. لاسونه او پښې یې کاږه واږه بې اختیاره بې اختیاره دیخوا هغه خوا غورځول .

 فردین به یې کله لاس او پښې ټینګ ونیول چې ځان نور ژوبل نکړی کله به یې کمیس او لمن پری سم کړل چې ستر او حیا یې وساتی .

 درې څلور ګاونډیان راپیدا شول ، له ما مخکی کوم یوه بل ، آمبولانس ته زنګ وواهه.

په فردین مي غږ وکړ:

– فردینه څه وشول ؟ تر اوسه خو جوړه روغه وه .

– بیا حمله پرې راغله

زه حیران شوم :

– د څه شی حمله ؟

شاذیې لاس او پښې غورځول بس کړل ، لږ آرامه شوه . فردین له اوږو ونیوله ، د دیوال بیخ ته یې راکش کړه. هملته یې کینوله ، جامې یې ورڅنډلې.

دوباره مي ترې وپوښتل:

– تاویل حمله ، ولی څه ناروغی لری؟

– دا پنځلس کاله کیږی چې خوارکۍ ته دا مرض پیدا شوی. څوک وایې عصبی تکلیف دی ، څوک وایې میرګی ده.دغسی چې فکر یې خراب شی، حمله پری راوګرځی ، تر مرګه یې ورسوی.

– هلته خو په دفتر کې سمه غږیدله .

– هو، هلته جوړه تیاره وه . نه پوهیږم ستا په لیدو یې څه شی په زړه وروګرځیدل ، یو په یو داسې شوه .

فردین سر راپورته کړ، مخامخ یې سترګې راته ونیولې. اوس یې په سترګو کې هغه مړاوې حالت نه وه ، بل ډول ښکاریدلې:

 – نعیم جانه! اولس کاله مو د پاکستان ګرمې وګاللي . نه مو چیرته د تګ پیسې پیدا کړې، نه مو د شاذیې د درملنی وسه . آخر مجبوره………………………

د آمبولانس د آلارم غږ شو. پوه نشوم چې د فردین نوره خبره د آمبولانس په غالغال کې ورکه شوه او که باقی پاتې جمله ده پخپله سره وژدووله.

 له آمبولانسه راکوز شوو خلک په بیړه د ناروغ په کتلو او پورته کولو بوخت شول ، ما په تعجب دې بیچاره کورنۍ ته کتل چې عیسویان شوي وو.

                                                               پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *