د ډاکټر په کتنځي کې پر دیوال د تورو سترګو عکس راځوړند و. پر بل دیوال د یوې شین سترګې نجلۍ تصویرلګیدلی و، ورته ځیر شوم، بڼورې سترګې یې شنې نه وې زرغونې غوندې ښکاریدې.
ساعت ته مې وکتل له شپږو نهه تیرې وې. تر ما مخکې د یوه سپین ږیري نوبت و چې مخامخ راته ناست و. د سپین ږیري سترګې تر عینکو لاندې رډې رډې راختلې ښکاریدې، پر خپلو سترګو مې لاس تیر کړ:
« که یې داسې عینکې راکړې دا خو بدې ښکاري»
سپین ږیري راته وویل:
- سترګې دې په څه دي؟
- د تلویزیون پر پردې چې څه لیکل شوي وي هغه سم نه شم لوستلی
- د بوډا شونډې ویړې شوې:
- عینکي به شې
زما چپه سترګه وغورځیده. لاس مې پرې کیښود او لاس مې ښکل کړ. سپین ږیري راته وویل:
– په سترګو ډیر لاس مه وهه نورې هم خرابیږي. ما دیوال ته وکتل، د نجلۍ شنې سترګې همداسې رډې رډې راته ښکاره شوې لکه د عینکو شاته د بوډا سترګې.
پای
سلامونه
زه د افغانستان څخه بهر اوسیږم او همدا اوس په همدغه ویب پاڼه کې ستاسو لنډې کیسې لولم او زما نیت دا دی چې د پښتو ویب پانو څخه پښتو لنډې کیسې راټولی کړم او د محترمو لیکوالانو په نامه چاپ او یوه یوه نسخه ۳ او یا څلورو کتابتونونو ته اهدا کړم. دا ځکه چې په نورو ژبو ډیر ښه کتابونه په کتابتونونو کې پیدا کیږی او خلک کوی شی چی خپل ستونزې حل کړی، خو له بده مرغه چی پښتو کتابونه اصلاْ نشته او زموږ پښتانه ډیر جدی ستونزو سره مخ دی، د ځانګړی په توګه زموږ هغه پښتانه چې په دې ورستیو شپو او ورځو کې راغلی دی او په کمپونو کې اوسیږیږی له یوې خوا په ژبه نه دی بلد او له بلې خوا په خپل مورنۍ ژبه کتابونه نشی موندلی. که ستاسو اجازه وی، چې زه به ستاسو لنډې کیسې هم ستاسو په نوم په دغه کتاب کې چاپ کړم. دا به یو ستر خدمت یې پښتو ته او زموږ او ستاسو پښتنو ته چې له افغانستان څخه بهر اوسیږي.
په درنښت