اقبال خيبر ـ هلمند

ياده غونډه چې دودان افغانستان ګوند له لوري جوړه سوې وه په کې ګن شمير تاريخ ليکوالو پر اماني نهضت خبرې اترې وکړې او ليکلې مقالې يې ولوستلې. دوی ښکاره کړه چې د اماني نضهت ريښې تر سيد جمال الدين افغان پوري رسيږي .

غازي امان الله خان چې دحبيب الله خان زوی وو تر ټولو لوړ امتياز يې دافغانستان دخپلواکۍ بيرته تر لاسه کول دي ، چې دې خپلواکۍ بيا نورو هيوادونو ته هم لاره هواره سوه چې له انګريز استعمار نه خپلواکي واخلي ، په غونډه کې دشاه امان الله پر شخصيت ،لاسته راوړنو او په ټوله کې په مشروطيت غورځنګ او اماني نهضت پراخې خبرې اترې تر سره سوې په پيل کې تاريخ پوه استاد غلام سرور غفاري ښکاره کړه چې داماني نهضت ريښې تر سيد جمال الدين افغان پورې رسيږي ، دخبرو په لړ کې يې زياته کړه چې يو تصادفي پيښې وي او بل تاريخي پيښې اماني نهضت تصادفي پيښه نه وه بلکې مخينه يې تر سيد جمال الدين پورې رسيږي .

2د ښاغلي غلام سرور غفاري په خبره نولسمه پيړه داختراعاتو پيرۍ وه چې غرب کې رامنځ ته سول ، دماشين ډير توليد اړتيا پيدا کړه چې توليد ته بازار پيدا سي نو هغه وو چې غرب اسیا اود نورې نړۍ ځينې هيوادونه مستعمره وګرځول ، ورپسې استاد شاه محمود حسرت ، دغازي امان خان دنوي فکر اساسات تر سرليک لاندې ليکل سوې مقاله ولوستله دی هم په دې باور دی چې داماني نوي فکر اساسات مخکې دافغاني ټولنې په بطن کې راټوکېدلی وو چې په دې برخه کې سيد جمال الدين افغان له هغه وروسته مولوي عبدلروف کندهاري ، مولوي محمد سرور واصف او محمود طرزي چې ددوی هڅو غازي امان الله خان ، عبدالرحمان لودين ، عبدالهادي داوی او داسې نور وروزل .

دهلمند داطلاعاتو او کلتور ريس ښاغلي علي شاه مظلوميار واضح کړه چې امان الله خان غازي دافغانانو دناپوهي ، بې بنياده باورنو ته دترجع ورکولو ، بهر نۍ مداخلې ، اودامان الله خان له لوري دتيزکار له امله له هيواده وتلو ته اړ سو .

دهلمند ولايت فرهنګي سلا کار ښاغلي فريد احمد فرهنګ زياته کړه چې اماني تاريخ ته په کتو بايد سره يو سو کنه له هغسې حالت سره به مخامخ سو لکه غازي امان الله خان چې مخامخ سو دهلمند ادبي بهير مشر سيد محمد حيرت يې په ديپلوماتيکو اړيکو خبرې اترې وکړې ، زياته يې کړه غازي امان الله خان په ډيرې هوښيارۍ داروپا سفر تر سره کړ سره له دې چې هر هيواد ډير تشريفات ددې په موخه ورته ترسره کړل چې افغانستان کې ورته دبازار مندنې اجازه ورکړي خو ده په ډيرې هوښيارۍ سفر هم تر سره کړ ماشينري يې هم راوړه او چا ته يې وعده هم ورنه کړه .

دغونډې په پای کې ګڼو نورو قومي مشرانو ټينګار وکړ چې داسې علمي غونډو او ناستو ته بايد لومړيتو ب ورکړل سي حتمي نه ده چې غونډې بايد ډوډۍ ، شيدې او بيسکوټ ولري اړينه دا ده چې محتوا ولري ، وچې شوندې بايد ورته کښينو تر څو ځان وپيژنو .

One thought on “غازي امان الله خان د افغانستان تر ټولو روشنفکره واکمن علمي غونډه جوړه سوه”
  1. ودان ګوند دې ودان اوسي چې دافغانستان غازي اماني نهضت یادون ئې راژوندئ کړ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *