یو سړی په شیطان عاشق وو، مینه یې ورسره لرله او ډیر د احترام ورته قایل وو، د شیطان سره یې د لیدلو اشتیاق ډیر و او بس هر وخت به یې په اړه فکر کاوه. سړي په ځمکه هیندواڼې کرلي وې، مځکي ښې ډیرې هیندواڼې وکړې، سړې په باغ کې یو چوپال جوړ کړ او کټ بستره یې د هیندوانو ساتني په موخه ورلاندې واچوله.خلکو چې به هیندواڼې غوخښتلي نوپه ورین تندي به یې اجازه ورکوله، خو خلکو له چې کله پیسي ورکولې نو سړیي به ورته په ځواب کې وویل چې درومۍ، زه پیسي نه اخلم بس ثواب یې د شیطان په ارواح بخښم.
د دنیا خلک رامات وو او مفتي هندواني به یې خوړلي او په موټرو کې به یې بارولې.ثوابونه به یې د شیطان ارواح ته بخښل. شیطان خبر شو چي داسي څوک پیدا شوی چې په ما عاشق دی او زما په ارواح د هیندوانو باغ قربانوي.ځان یې د انسان په جامه کې کړو ښې ښکلي جامې یې واغوستلې او سړې ته یې ځان ورسولو، سلام یې پرې واچولو او ورسره په کټ کې کښیناستو. شیطان ترې وپوښتل چي ولې دا کار کوې دا دومره مینه د شیطان سره ولي کوې علت یې څه دی؟ ده ورته وویل چې بس څه یې کوې هندوانې اخله او ثواب یې زما معشوق شیطان ته بخښه زه عاشق یم او دا مې د وسه پوره ده چې خپل مال د معشوق له سره زار کړم. شیطان د دومره بیکچې میني سړی دیته اړ ایستو چې ولې په شیطان عاشق دی.
زه شیطان ته د پوره احترام قایل یم هغه داسي چې شیطان یو عظیم مخلوق دی صفات یې د انسانانو څخه مختلف دې، انسان د خاورې پیدا دی او شیطان د اور، انسان ته مرګ شته دی خوشیطان به ترقیامته ژوندی وې، زما رب ته یې چیلینج ورکړی چې تر څو دا نړۍ اباده وې زه به ستا بنده ګان بدو لارو ته را اړوم، په دنیا کې تر ټولو ډیر زورور دی، بس چې څه وغواړي هغه کولای شي،، ډیر د اقتدار او مقام څښتن دی ما فکر وکړو چې د څه خالې ندی او بس زه یې غایبانه عاشق شوم. شیطان چې وکتل چې داسړی رښتیا هم زما عاشق دی نو ورته یې وویل چې زه شیطان یم…اوس وایه زه ستا څه خدمت وکړم؟ سړی حق حیران شو او ورته یې وویل چی ته ته ته، ته شیطان او زما معشوق نشي کیدلی، شییطان دنګ قد او نری او پیړ قد لرې، سترګې یې د انسانانو په څیر نه وې، نیغي، نیغي وې، خوله یې د انسانانو په شان نه وې نیغه وې، اوږده اوږده غاښونه یې وې، نوکان یی اوږده اوږده وې، همدا شان ښکرونه لرې او ډیر خراب بوې ترې ځې لکه څرنګه یې چې صفات مختلف دې همدا رنګه یې ظاهري بڼه او جوسه هم د انسانانو سره توپیر لرې…
شیطان وخاندل او ورته یې وویل دا زه چې څرنګه یم او تاته ښکارم بس همداسي یم مصور زما عکس تاته غلط ښودلی او تشریح کړی دی هو به هو د انسان په شان یم، سمه دمه قواره لرم خو بد بدوړی یې درته معرفې کړی یم.سړي هم د شیطان په خوله باور راغی او ورته یې وویل چي داسي ده نو بیا ماته خپله ارګاه بارګاه، کاروبار او د ناستي پاستي ځای راوښایه؟ شیطان ورته وویل چي رازه شیطان مخکي او سړی ورپسي یو ډیر ښکلي ماڼي ته ورنیږدې شول داسي ښکاریده لکه د ارګ ماڼۍ بالاخره دواړه ورننوتل د ارګ په دروازه کې څوکیداران ولاړ دي چې د څیرې سره یې دا سړی بلد دی خو په خوله څه نه وايې.دننه ننوتل چې خاموشي ده هیڅوک هم په نظر نه رازي، یوه ډیره عالیشانه څوکۍ پرته ده شیطان د څوکۍ په لور په حرکت کې شو چې سړي پرې غږ کړ، دا خو.. د رییس جمهور څوکۍ ده..شیطان ورته موسکی شو….او ځواب یې ورکړو ناز به زما وړي زه دې معشوق یم بس راپسي رازه.
شیطان په څوکۍ کښیناستلو او خپل عاشق ته یې وکتل، څه پوښتنه لرې ؟ سړي وپوښتل چي ستا اولادونه، کورنۍ ، ساتونکې، موټري، نوکر چاکر او نوره رعایه؟؟؟؟ شیطان وویل چې بس څه یې کوي خو زما ځای ناستی دې وکتلو دا د هر څه ترجماني کوې، خو د سړي مکرر تاکید شیطان دې ته اړ ایست چي د خپلو خپلوانو اولادونو کورونه او څیري وروپیژني.د د پنځویشتو په خوا او شا کې خپل مشران بچې اود کورنۍ نیږدې او لیرې خپلوانو د جملو څخه یې ځیني په لاندې ډول وروپیژندل او هیله یې ترې وکړه چې د هرې پوښتنې ځواب ته دې حاضر یم.
دفاع، ،بهرنیو چارو، داخله چارو، امنیت، عدلیه، اقتصاد، تجارت،اوبو او بریښنا، شځو چارو، روغتیا، کلو پراختیا، مخابراتو او ټکنالوجۍ اطلاعات او فرهنګ، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، او مالیې وزارتونه یې راته په ګوته کړل چې دا زما د بچو کورونه دې چې زما څخه ډیر په کلکه ملاتړ کوې، او په چارو کې زما د لارښود سره سم کارونه کوې. سړی ورته همه تن ګوش وو او چیرته چي به یې معشوق شیطان تلو هلته به ورپسي عاشق روان وو.او د شیطان د شان او دبدبي په ننداره وو. په رښتیا هم چې پدې دنیا د شیطان مقام دومره لوړ دی چې د کمزوري ایمان والا ورته د ټینګې نه وې، دانسته او یا غیر دانسته ترې داسي اعمال څرګنیږې چي لار ترې خطا شي.او د ګړنګونو لاندې کزار شي. حدیث:تاسو به د حکومت او واکمنی لیواله یاست خو دا به تاسو لپاره د قیامت په ورځ د پښیمانۍ سبب شی.(رواه:صحیح بخاری)
روح الامین شاکر بلخ ولایت مزار شریفش