زغم – د افغانستان الف لوبډلې خپلې سیالې پاکستاني لوبډلې ته د 54 منډو په توپير سره ماتې ورکړه. لوبه 15 اووریزه وه. افغان لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره 155 هدف ورکړی و خو پاکستاني لوبغاړو ایله 100 منډې پوره کړې. نجیب الله ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو، ده 60 منډې کړې وې.

په کویت کې بیا د 2016 کال د نړېوال جام د غوراوي په لوبو کې د افغانستان د 19 کلنو لوبډلې په خپله وروستۍ سیالۍ کې کویت ته سخته ماتې ورکړه. لوبه افغانستان پیل کړه او په 48 اوورونو کې یې 277 منډې جوړې کړې. احسان الله  په 105 توپونو 89 منډې، جمعه ګل  په 62 توپونو 72 منډې او وحیدالله شفق  په 15 توپونو 34 منډې وکړې، ده 4 شپږیزې ووهلې.

خو توپ اچوونکي مو هم تر توپ وهونکو کم نه وو. دوی په 20 ام اوور کې د کویت ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول چې ایله 65 منډې یې کړې وې. څلور لوبغاړي نوین الحق او درې درې نور یې ضیاالرحمن او محمد ظاهر وسوځول. په دې توګه د افغانستان د 19 کلنو لوبډله د دې سیالیو اتلولي وګټله او د 2016 کال نړېوال جام ته کامیابه شوه.

د افغانستان د 19 کلنو لوبډلې په دې سیالیو کې هره لوبه په همداسې زیات توپیر سره ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *