د پنځلسمې پېړۍ انګريز فزيک پوه ( سر ايزاک نيوټن) وروسته له ډېرو څېړنو او تجربو دا ثابته کړه چې ” هر عمل عکس العمل يا غبرګون لري” ښايي په خپل وخت کې له نيوټن سره يو شمېر خلک مخالف شوي وي او دا يې نه وي ورسره منلي، دې کړنې د ده ادعا لا پخه او کره کړه، خو اوس چې علومو وده کړي او په هره برخه کې پرمختګونه رامنځته شول، د ده خبره د کاڼي کرښه وګرځېده او هر څوک په دې پوهېږي چې هر عمل عکس العمل لري، حتا موږ ته به په ښوونځي کې د بيالوژۍ ښوونکي هم دا خبره کوله او مثال به يې وړاندې کاو، چې کله ستاسو مرۍ ميکروبي شي او درد کوي نو تاسو ترې د مکروبو ضد درمل وخورئ په هغه ورځ ښايي تر نورو ورځو مو تبه او درد شديد شي، ځکه په دې ورځ د مکروب او مکروب ضد درملو تر منځ مقابله روانه وي، مکروب ډېر کلک او شديد غبرګون ښکاره کوي چې په پايله کې يې تبه لا زور اخلي.

زموږ د بيالوژۍ ښوونکي دا خبره د هېواد له اوسنيو شرايطو سره سخته برابره ده، ځکه که خپل هېواد يوه پږى فرض کړو نو څو لسيزې وشوې چې دا پږى له هره لوريه ويشتل شوى او ډېر ټپيونه په کې شوي دي، خو لسيزه وړاندې کله چې د دې پږى د ټکور چارې پيل شوې نو د هرې پټۍ(پانسمان) لاندې دومره مکروبونه پټ شول چې يو دم يې په نړۍ کې د فساد لومړى مقام کسب کړ.

دې مکروبي پږى ته هر څومره چې د تقويې درمل ورکول کېدل ګټه يې ټوله مکروبونو ته رسېده او د هرې ورځې په تېرېدو په کې مکروبونه په هر لحاظ غښتلي کېدل او ګټورې ژوندنکې د خداى (ج) په قدرت پاتې شوې او يوازې سا يې اخيسته.

هر طبيب په دې پوهېدو چې د افغانستان لپاره د تقويې درمل بايد وروسته له مکروب ضد درملو وکارول شي، خو مشر جراح يا په قصدي او يا له بې وسۍ نه غوښتل چې خپله نسخه بدله کړي، خو کله چې د موظف شوي جراح نوکري پوره شوه او د درملنې چارې بل طبيب ته وسپارل شوې هغه لومړۍ په مکروبو پسې راواخيسته او دا هڅه يې پيل کړه چې لومړۍ مکروب ختم کړي وروسته له هغه په خپل ځاى کې د تقويې درمل استعمال کړي.

په لومړۍ ورځ يې د کابل بانک ټپ راوسپړلو او د مکروبو د نوعيت د معلومولو او د هغو پر ضد د درملو کارولو امر يې وکړ.

له بلې خوا هغه مکروبونه چې له بهرنيو هېوادونو به يې په دې پږى کې فعاليتونه کول، نو له هغو سره يې لومړۍ په سعودي عربستان په دويم قدم کې د فشار وسيلې په توګه په چين او په دريم قدم کې د مکروبو د عبور او مرور مرکز ته لاړ ترڅو د قناعت په فضاء کې د دې ستونزې مخه ونيسي.

داسې ښکاري چې په پږى کې شتو مکروبونو د خپل ضد درملو کارېدل احساس کړي، د نيوټن له مقولې ‎سره سم او زموږ د بيالوژۍ ښوونکي د درس په استناد وروستۍ ناامنۍ د مکروبونو غبرګون دى چې د مکروبو ضد درمل په مقابل کې يې ښکاره کوي.

خو اندېښنه په دې ځاى کې ده چې که چېرې دا درمل په سم ډول، په مناسب ځاى کې په خپل وخت ونه کارول شي، کېداى شي پايله به يې د مکروبو له تقويې سره خوا کې د مکروبو لا جدي او ګړندي کېدل شي، په داسې حال کې بيا د دې واحد وجود ملي احساس وژل او ټوټه ټوټه کېدل حتمي او ضروري امر دى.

خوست-

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *