غرغښت

درېيمه برخه

غرغښت ياګرشاسپ د استاد احمد علي کهزاد د څېړنې له مخي:

غرغښت زموږ دهيواد د نامتو پهلوانانو له ډلي څخه د يوه نوم دی چي داسلامي دورې له پيله څخه د افغانستان د ټولو پښتني قبايلو او بهر کې ډېر شهرت لاره او لري يې نوموړی بابا د دوتنو نورو يعني بيټي ( = اتريت ، ثريت) او سړبن (= سرند) سره دپښتون ټبر درې ګوني نيکونه دي .

همدا پهلوان (غرغښت بابا) په پخوانيو تاريخونوکي لکه د او يستا په څو بيلابيلو ځايونو کي د ګرشاسپه ياغرغښته په څېر ياد سوی دی ، دغرغښت او غښتلی د نومونو د بيا راڅرګندېدو تاريخ د اسلامې دورې په پيل کي دی چي شاوخوا نن يې څلوارلس سوه کاله کيږي . خوکله چي د دې پهلوان د ژوند زمانه د اويستايې دورې سره سنجوو لږ تر لږه بايد زر کاله نور پرهغه ور زيات کړو چي د غرغښت ــ ګرشاسپ  د تاريخ موده دوه زره څلور سوه تر درې زره کاله پوري رسيږي او زه دهمدې نظرې پلوي يم او تائيدوم يې . ([1])

په دې دريو نومونو کي (غرغښت) په ټولنيزه توګه د افغانانو په ذهنونوکي مشهور دی او زموږ زيات شمېر ليکوالانو پر نوموړي افساني ، ډرامې ، او ادبي لنډي ليکني کړي دی ؛ خو دادی په لومړي ځل نوموړی (ګرشاسپ) يا (غرغښت) درپيژنم چي د فيلو لوژي (تاريخي ژبپوهنه ياد يوې ژبي د ږغونو پيژندني ) له مخي دواړه نومونه يو ډول دي . ([2])

د ګرشاسپ يا غرغښت بابا دنامه وجه :

ارواښاد استاد کهزاد د دې نامه موږته داسي راښيې :

ګرشاسپ او غرغښت د فقه اللغة له مخي په اسانۍ سره څېړل کيدای سي.

لومړی برخه : د دې نامه لومړی برخه (غر) او (ګر) ده چي بيله شکه (غ) او (ګ) يوله بل سره اوړي او همدې (غر) ته په دري کي (کوه) وايي . ([3])

پو هاند علامه حبيبي هم د غر او غرجستان په هکله ژوره څېړنه کړې نوموړی وايې : ((زموږ د ژبي خورا مهمه او تاريخي کلمه (غر) دی ځکه چي  پښتانه په غرنۍ مځکه کي لوی سوي دی ، دغره سره زوکړي او مړه سوي دي ، په پښتو کي (غر) خورا د ارزښت وړ دی او غرني افکار هم  زموږ په ادب کي خورا خوند وره برخه لري .

(غر) په حقيقت کي خورا زړه اريايې کلمه ده چي د اويستا په (هوم يشت) کي (ګيري) راغلی دی او هم په (وړه اويستا) او دهغه کتاب په فرهنګ کي ليدل کيږي .

(غر) کلمه په سنسکريټ کښې هم راغلې ده او هلته هم (ګير يا  ګيري) (دغره) مانا ښندي . ([4])

پوهاند علامه عبدالشکور رشاد بابا ليکي : (( د (هېر) کلمه هم د ګېر، ګر او ګېري کلمو مبدل ده ځکه ګيري په سانسکريټ کي دغره په مانا دی اوس په پښتو کي هم په همدې بڼه کاريږي کله کله ګ په (هـ) باندي هم اوړي .

(ګره) په روسي ، اوکرايني او بلغاريايې ژبوکي هم د (غره) په مانا دی خو په پولنډي ژبه کي (ګره) په(هره) باندې ويل کيږي چي په پنجشير (= پنج هير) په نوم کي هم هېر د غره او  درې  په مانا راغلی دی .

دې ته ورته دواشير([5])(= وحش = هېر) د نامه په ورستاړي کی هم د دې نامه بيلګه لرو . ([6])

 ياقوت حموي د البشاري په حواله تصريح کوي چي (غرج) هم دغره او (کوه) په مانا دی .

په غوري دوره کي داسيمه غرستان (= دغرونو ځای ) بلل سوې ده .

داسي نور نومونه هم په دي سيمه کي سته لکه دغور، غرچه ( = دپښتو غرڅه) غرج ، خلج ، ګرشک (= ګرکشک ؟ ) ګرازان (= ګر + زون = سون([7]) ) ګردودان (= ګر + وان ) ننګازی ([8]( (ننګ + ګر + زوی) کجګر(= کج+ ګر = کوږ + غر) ([9])چي له سنګين څخه زينداورته په لار ګرماؤ (= ګرم آب) ته نژدي کټ مټ کږه او پيچلې د غره دلمني يوه برخه پيچلې پرته ده .([10])

لويديزوال څيړونکی (توماسچک) وايې : ګر ([11])د زړې باختري ژبي کلمه ده، غرچه ، خلج ، ګرج او غلجی ټول د غرونو د زامنو (غرزيانو) مانا لري ([12])همداسي د دې نامه رېښه زرګونه کاله پخوا هم دپښتنو په ځای نوم او ځان نوم کي تر سترګو کيږي ،لکه : دهمد ګرشاسپ ياغرغښت بابا په نامه کي چي کټ مټ ترشاخوا  درې زره پنځه سوه کاله پخوا هم موږ د دې کلمو بېلګه دنومونو په مختاړي او ورستاړي بڼه وينو چي همدا اوسنی (غر) او لرغونی (ګر) يې يو دبل اوښتي بڼي دي .

 د غرغښت يا ګرشاسپ د نامه دوهمه برخه : شاسپ(= ساسپ = اسپ = اس) او دهغه نوري څانګي (غښت) او (غښته)  غښتلی او توانا آس بلل سوی دی او د غښت (غ) ځينو په دري ژبه کي په (ګشت) اړولي دی او دواړه کلمې (کوه ګرد) جوړوي د دې نامه رېښه د لوګر ولايت په نامه کي هم سته (لوی + ګر) = (=لوی +غر) يې اوسنۍ بڼه جوړ ولای سو زموږ په ملي ژبه پښتوکي (غښته) ، (غښتلی) او (غښتی دی ) د قوي ، چابک ، توانا او پهلوان په مانا ده ، چي په دې حساب (ګرشاسپ) د (دتيز او غښتلی غرنی آس د څښتن) په مانا ياد ولای سو (غښتلی) په دري کي د (چابک ونيرومند) په مانا ژباړل سوی او (غښتل ، غښتلی ) يې د اسم مشبه په بڼه راغلي دي .

په همدې ترتيب ويلای سو چي ګرشاسپ يا غرغښت پهلوان د جګو او لوړو غرونو د څکو (هندوکش دعقاب تر پرواز لوړ) او د دې هيواد ټول غرونه لکه د ([13]) غور غرونه ، د زينداور (= زونداور) ، بغنين (= بغنی) سروان = زور وان ، واشېر ، نوزاد ، غرونه چي په قوي احتمال غرغښت بابا يا ګرشاسپ او کورنۍ دي د همدې هلمند سيند د غاړو ياشمالي هلمند (زنداور) او غور غرونو او سېدونکي وي .

چي د يو شمېر يادونه يې په ويدا او اويستاکي سوې ده ، د دې خبري يو دليل هم د اروښاد کهزاد په څېړنو له مخي داسي راو ړلای سو :

زابلستان چي دلته زموږ د بحث وړ سوژه ده او دسيستان د تاريخ په باور په څلورو نومونو (سيستان ، زابل ، زرنګ او نيمروز ) يا دسوی دی چي ټول يې عبادت د هلمند سيند له دلتا څخه دي چي ميليونونه کاله يې د سيستان هواره او مسطح ځمکه جوړه کړی او خړوبهکړې ده . ([14])

او د ميليونونه کاله يې دا د مرګ دښته دجنت په څېر ښېرازه ګرځولې ده ،سيستان ، زابل ، نيمروز او زرنګ هغه سيمي دي چي د تاريخ او فولکور پر پاڼو له لرغونو زمانو راهيسي او تر اسلام وروسته دوره کي د افغانستان له ډيرو آبادو او ښېرازه سيمو څخه وې چي د (اسيا د ګدام) په نامه هم ياد يدې او هغه زړې او ارزښتناکه کنډوالي چي نن يې د زرنج ، کلابست ، ساروتار (= تاروسار) پشاوران ، دغلجي ښار او د پاچا ماڼۍ ، دناد علي د کنګ کلا ، چخسور (= چشت + نصر چشتيه طريقې ته منسوب ؟) بلنګي او جهار بورجک (= څلور برجونه) او په سلګونو کلاوي او ماڼۍ شتون لري چي هره يوه يې د دې ځای پر ښېرازۍ شاهدي ورکوي . ([15])

اخځليک او لمنليک:

  • [1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت ياګرشاسپ ، دانش خپرندويه ټولنه درېيم چاپ ۱۳۸۸ ش، مخ ۱ .
  • [1]ــ استاد کهزاد پورتنی اثر ، مخ ۶۳ .
  • [1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ مخکنی اثر ، ۴۵ مخ .
  • [1]ــ علامه پوهاند حبيبي ، مقالې ، لومړی برخه ، هيواد کلتوی ري ادبي ټولنه ټولونکی روهيال ، کال ۱۳۸۲ ، مخ ۳۰۵ .
  • [1]ــ واشير دهلمند له شمال لويديزو ولسواليو څخه ده .
  • [1]ــ پوهاند علامه عبدالشکور رشاد بابا ، دسيمو تاريخي جغرافيه ، دمرکو ټولګه ، مرکه کوونکی صديق الله بدر ميوند کلتوري ټولنه کال ، ۱۳۸۴ليندۍ ، مخ ۵۲ .
  • [1]ــ په واشير ولسوالۍ کي .
  • [1]ــ په سروا ن کي .
  • [1]ــ په سروان کي .
  • [1]ــ دهلمند تاريخي جغرافيه ، شريف الله دوست سرواني ، قلمي نسخه .
  • [1]ــ Gar .
  • [1]ــ پوهاند علامه حبيبي د مقالو ټولګه مخکنی اثر ، مخ ۳۰۶ .
  • [1]ــ کهزاد غرغښت ، ياګرشاسپ ، مخکنی اثر ، مخ ۵۹ .
  • [1]ــ کهزاد غرغښت ياګرشاسپ مخکنی اثر ، مخ ۱۸۷.
  • [1]ــ همدا پورتنی اثر ، مخ ۱۷۹ .

[15]ــ همدا پورتنی اثر ، مخ ۱۷۹ .

One thought on “غرغښت بابا او اميرکروړ/ شريف الله دوست سرواني”
  1. ښاغلی دوست صاحب کورمو ودان ،ډيرښکلی معلومات مو وړاندی کړی هیله من یم چی تل له دوستانوسره همداسی په زړه پوری معلومات شریک کړی،لیکنې دی ډیر خوند راکړ، خوږ ژوند ولری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *