شپږمه برخه
هيتومنت (هيلمند) دکروړيانو او پهلوانانو ټاټوبی
تاريخونو او لرغونو داستانونو ښودلې ده چي د اسيا او اريانا ډېر لرغوني او غښتلې پهلوانان ، دهيتومنت (هلمند) له لمنې څخه ولاړ سوي او هلمند د غښتلو تواناوو نړۍ پهلوانانو او کروړيانو ټاټوبی بلل سوی . د اسيانوم ځکه دلته اخلو چي نوموړي پهلوانان ، دسيمي په کچه مشهوري څېرې وې ، په هيواد ساتنه او سرښندنه کی يې له ماوراء النهر ، چين ، يمن ، شام او سوريې ، عراق ، ترکې(پخوانی ختيځ روم) او پارس پوري يې د غښتلتياوو نوم تللی وو. لکه څنګه چي له تاريخي ياداښتونو څخه څرګنديږي ، نوموړې پهلوانان يو مخ داستاني او اسطوروي هم نه دي ، بلکه په حقيقي ژوند کي تېر سوي دي او د رښتيني تاريخي شاليد درلودونکي دي . چي بيلګي به يې د لرغونو تاريخونو له پاڼو څخه راوړل سي . دهلمند څپانده سيند ،ښيرازو ځمکو ، ښکلې هوا ، پراخو او غوړېدلو دښتو او ښکلې اقليم د دې ډول غښتلو اوپرهيواد مينو پهلوانانو په فطري ژوند کې مهمه ونډه لري. ( )
دې سره جوخت ملي رواياتو او لرغونو داستانونو ، لکه : د فردوسي شاهنامه ، ګرشاسپ نامه( ، سام نامه ، فراموز نامه، بهمن نامه ، جهانګيرنامه ، شهريار نامه او نورو لرغونو ملي حماسو که په لرغوني اريانا، افغانستان ، ماوراء النهر او پارس کي ترتاريخ وړاندي او وروسته ويل سوي دي ، د دې ټولو پرسوناژ(نوميالي او قهرمانان ) له هيتومنت( هلمند) او بخدي (پښتي = بلخ) څخه دي . ( )
يوشمېر ګاونډيو هيوادو په ډېره سپين سترګۍ او بې بنسټه ليکنو دانوميالي ، دځينو سليقو ، تاريخي تيري ، سرغړونو او خيانت له مخي په ځان پوري تړلي دي او زموږ(افغانانو) پرمعنوي هستۍ يې خيټه اچولې چي دا هغه څوک دي چي له آره دخپلو هيوادو حقيقي تاريخ نه لري او دنورو تاريخونه په ځان پوري تړي خو دا سپينه غلا به يې کله هم د تاريخ برخه ونه ګرځي يوازې يې د افغانستان د بدو او سياسي تشو څخه يې په ګټه خپل جعلي تاريخ جوړ کړی دی .
د هلمند پهلوانانو ډير لرغوني کورنۍ د زال او رستم په نامه ده . داسلامي دورې په ځينو عربي تاريخونو کي (رستم پهلوان) د زينداور (زمينداور) ښار بلل سوی دی . لکه معجم البلدان کتاب .
د البيروني په حواله د غرغښت بابا دپښت لړۍ :
ـــ فريتون . (فريدون).
ـــ توچ ( = توڅ؟ = تور)
ـــ دروشاسپ (بندهش ، طبري : شيداسپ).
ـــ تورک ( بندهشن ، طبري : طورک).
ـــ نريمان ( د بندهش په لړليک کی نه دی راغلی ) = ځکه چي داد غرغښت بابا لقب و .
ـــ اترت (= ثريت ، بندهش کې : اثرت ، طبري: اثرط کښلی = بيټنی).
ــ کرشاسپ ( = ګرشاسپ ، غرشاسپ ، غرغښت بابا) (۳) چي دا لړۍ بيا لومړنۍ اريايې پښتنې کورنۍ د فراداتا (= پيشداديانو) يما(جم ، جمشيد) ته رسيږي .
اميرکروړ جهان پهلوان :
اميرکروړ د امير پولاد بابا زوی د شنسب (= شين + اسپ = آس، د شين يا پولادي اس لرونکی ) لمسی او د خرنک بابا کړوسی دی چي د دې نسب لړۍ په ۲۴ ــ ۲۶ پښت ، ګرشاسپ (= غرغښت بابا) ته رسېږي . ځيني وايې چی ضحاک ته رسېږي ، غرغښت هم په تاريخونو کي ساک بللی سوی دی ، کله چي د ګرشاسپ (=غرغښت بابا دلمسي رستم جهان پهلوان په جګړه کي له اسفندياره (سپينو داتا) سره ، اسفنديار رستم پهلوان ته دسهاک د ټبرخطاب کوي چي پخپله د اريايې تېريوه څانګه ده .
د امير کروړ او غرغښت باباترمنځ دنسب اړيکي :
امير کروړ جهان پهلوان د غور او زينداور (هلمند)د غرونو اميران وه چي تر اسلام مخکي او وروسته يې د شاهۍ لړۍتر لسمې هجري پيړۍ ياشيرشاه سوري پوري چي د هند واکمن وه رسيږي.
داکهول په ژمي کې په زينداور ، باغران ، بغنين ، سروان ، (= يو لرغونی کلی په سروان کلا کي د کروړيانو په نامه اوس هم سته) ، کي او سېدل او په دوبي کي به دغور په خوا وخوځېدل.
د اميرکروړ بابا کهول په تاريخونو کي د غرشاه (= غرشاهانو) ملوک جبال په نامه ياديدل په دې نامه کي د غر( = ګر = د سنسکريټ (ګيري) راغلی دی .
ډير لرغونی ويې (لغات) دی ، ځينو تاريخونو کي دا کهول لرغوني افسانوي شخصيت ، ضهاک (= سهاک ، ساک ) ته منسوبوي .
زماپه اند داکهول يالرغونی اريايې کولا د (ګرشاسپ ياغرغښت باباته دنسب لړۍ ته رسېږي چي د دې تائيد لپاره کيدای سي څومنونکي دليلونه وړاندي سي .
۱ــ د امير کروړ جهان پهلوان کهول په پټه خزانه کي په ډېر څرګند ډول سره د اميرکروړ جهان پهلوان دکهول يادونه په غور بالشان( د هلمند سنګين = سروان کلا کې هم وشتان(والشتان) سته) او بست کي کوي . محمد هوتک بن داؤد په پټه خزانه کي کاږي:
(( … په تاريخ سوري کي راوړي چي دا اميران له پيړيو په غور او بالشتان او (بست ) کي وه )) ( )
د اميرکروړ او غرغښت بابا ترمنځ دنسب لړۍ اړيکو څومستندې کرښي ستاسو مخي ته ايږدو :
لومړی د غرغښت بابا په نامه کي د (غر) کلمه ده ارواښاد علامه حبيبي وايې زموږ د ژبي (پښتو) يوه خورامهمه او تاريخي کلمه (غر) دی ځکه چی پښتانه په غرنۍ مځکه کي لوی سو او او دغره سره زوکړي او مړه سوي دي چي په پښتو ژبه کی (غر) خورا ارزښت موندلی دی او په څنګ کی يې غرنی افکار زموږ په پښتني ادب کی خورا خوند وره برخه لرلې ده . ( )
داکلمه د رې څلور زره کاله پخوا په ويدي او سنسکريټ متونوکي ګير( ) ياده سوې او په اويستاکي هم دې ته ورته ګر او ګيري ياده سوی د ا ويي (لغات) پښتو ، سنسکريټ او اويستا ته دلرغونو اريايې ژبو څخه راغلی ( ) چي د دې نوم رېښه زموږ دهيواد په لرغوني تاريخ کي د سړيو او ځايونو په نومونو کي ترسترګوکيږي .
دسړيو نومونه :
۱ــ هماغه غرغښت ياګرشاسپ بابا (۳۰۰۰ ــ ۳۵۰۰ کاله له ننه پخوا) چي په ګرشاسپ او سام هم ياد سوی دی .
۲ــ غرزی (= غلجی) چي غره زامنو ياغرني مانا لري.
۳ــ ګرآب په شمالي هلمند کي ځينو سړيو نومونه په همدې نامه اورېدل کيږي.
ځايو نومونه :
۱ــ غور.
۲ــ غرستان .
۳ــ غرجستان .
۴ــ ګرديس (= ګرديز).
۵ لرــ ګرشک (= ګر + کُشک) .
۶ــ ګرج .
۷ــ غرج .
۸ــ لوګر (= لوی – غر). او داسي نور چي سړی د دې (غر) يا(ګر) کلمې رېښه غور يا (غر) او زينداور په سميه کي هغه ځای چي امير کروړ جهان پهلوان تر غرغښت يا ګرشاسپ بابا شاوخوا دوه زره کاله وروسته خاپوړې کړي دي.
پورته سند ته کتلو سره سړی په پوره ډاډ ويلای سي چي ګرشاسپ بابا د همدې غرو پهلوان نړۍ پهلوان ساک + سور (زور +جبل الزور ، زنداور) ته منسوب کهول همدادی چي له غرغښت ياګرشاسپ څخه پيل او تر اميرکروړ پوري را رسيدلی بل دا چې دوی دواړه ساکان دي او سور يا سوري ددوی د لمر لمانځني مذهبي القاب وه نه قومي.
دوهم دليل دادی چي د غرغښت ياګرشاسپ بابا د نامه په پلوۍ د دوی لمسيو تر اسلامي دورې پورې هم د خپلو نومونو سرليک ګرځولی او خپل نومونو ته يي ځای پکښې ورکړی دی . لکه سام چي د البيروني په وينا داهم د ګرشاسپ بابا لقب ؤ او د سور رېښه پکښې ده او داسلامي دورې په منځنيو پيړيو کي د دوی کهاله په نومونو کي په څرګند ډول ترسترګوکيږي لکه سلطان بهاؤ الدين سام .
همداسي د اسپ يا آس کلمه چي په اريايې ټبرکي يوه لرغونې کليمه ده لکه دګرشاسپ بابا (=غرغښت ) بابا په نامه کي اسپ يا آس د شنسب (= شين + اسپ) يا شين آس) لرونکي په نامه کي . د اميرکروړ جهان پهلوان او ګرشاسپ (= غرغښت ) جهان پهلوان ترمنځ د نژديوالي عمده دليل همدا جسماني ځواک او خدای ورکړی زور او طاقت او پهلواني ده . امير کروړ هم د خپلو نيکونو په څېر تردوی دوه زره کاله وروسته په ټولنه کي د جهان پهلوان لقب خپل کړی لکه خپله چي هم وايې:
زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هند وسندو تخار وپه کابل نسته
چي تر ګرشاسپ (= غرغښت ) بابا وروسته يې زوی زال دستان پهلوان ، رستم جهان او سور آب (= سور + اس = سهراب) پهلوان چې د فردوسي د شهنامي کليشي دي.
اخځليکونه:
1) ــ حکيم ابو القاسم فردوسي په ۳۲۹هجري کي په خراسان کي زيږيدلی دی ، فردوسي حکيم ابوالقاسم حسن بن اسحق دشاهنامې شاعر ، زيږيدنه ، ۳۲۹هجري.
2) ــ ګرشاسپ نامه ، منظوم داستان دی چي اسدي طوسي په (۴۵۶ ــ ۴۵۸) کي ليکلې ده ، دګرشاسپ داستانونه دي .
3) ــ کانديد اکادميسن محمد اعظم سيستاني ، سيمای رستم درشاهنامه ، چاپ کال ، ۱۳۶۹ش.
4) : پښتانه په اصل کې ساکا دي یا دساکانو کومه څانګه ، چې ساکا له ستیانو نه جلا یو اریايي قوم و.(پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ ، پښتون،افغان،افغانستان، ج مخ۲)
5) ــ پته خزانه ، دمحمد هوتک بن داؤد ليکنه ، ۱۱۴۲ هجري شاوخوا . علامه حبيبي چاپ کابل ، مخ ۱۶.
6) ــ پوهاند علامه حبيبي شل مقالې ، لومړی برخه ، د روهيال ټولونه ، ۱۳۸۲ لمريز. مخ ۳۰۵ .
7) ــ Giri . San Krit – Dictisnary لغات .
8) ــ علامه حبيبي مخکنی اثر ، مخ ۳۰۶.