اتمه او ورستۍ برخه 

د ګرشاسپ او امير کروړ جګړيېز هنر:

چينايې استاد سونزو([1] په خپل کتاب (د جګړې هنر) کي ويلي: جګړه د يوه هېواد لپاره حياتي ارزښت لري ، جنګ د مرګ او ژوند مسئله ده، د نجات او تباهۍ لار پکښې تېره سوې ده ځکه نو د جګړې هر اړخيزه څېړنه په کارده )).

همداسي د ګرشاسپ (=غرغښت بابا) جګړيز هم د يادولو وړدی  ، د دې سره چی هغه د نړۍ په سطحه يو غښتلی پهلوان و، بکله د جګړې د هنر په هر اړخ کي يې پوره وړتيا او معلومات درلود ،لکه په تاريخونوکي چي ذکر سوی دی چي ګرشاسپ (= غرغښت) يو ورور د (ايورواک شايا) ([2])په نامه درلود چي يو ستر قانون پوه  و د هغه وخت د ژوندانه غوره قوانين يې تدوين کړه ليري نه ده چي غرغښت بابا دي په حقوقي برخه کي د خپل ورور (ايورواک ښايا) څخه مشورې اخيستې.

په اويستاکي د نوموړې لخوا د (ګنداريوا وژل) د کامک ([3]) په نوم ديوه غټ پرنده وژل ، دخپل ورور (ايوراک شايا) د قاتل ( هيتاسپه)([4] څخه غچ اخيستل وه .

ډار مسټټر ليکي: د ګرشاسپ (= غرغښت) دکارنامو له مخې چي په اويستاکي راغلې دېته ورته رستم په شاهنامه کې د داسي کارنامولوبغاړی دی .([5]) دلته د اسلامي دورې په لومړيو کي دخپلو نيکونو پرپله د امير کروړ جګړيز شخصيت او دجګړې هنر هم په ښه توګه دپټي خزاني او د نوموړې له شعر څخه څرګنديږي د پټې خزانې ليکوال محمد بن هوتک وايې:

((نقل کا چي اميرکروړ، ډېر غښتلی او پهلوان ؤ په يوه تن له سلو جنګاورو سره جنګيده )).([6])

کله چي پټه خزانه د نوموړې د جګړيېز شخصيت اقرار کوي چي په يوه تن له سلو سره جنګېده ، د دې مويد يوازې مبالغه نه بلل کيږي . بلکه داد امير کروړ د جګړې هنري تاکتيک او دهغه وخت د جګړې په پوره قوانينو او مقرراتو باندي پوه ؤ او ورسره يې جسماني توان او لويه روحي جذبه درلوده ، په دې هکله (وليکتن) وايې: په جګړه کي بريالی هغه دی چي لږ څه له نورو زغم او طاقت وکړي، لکه خپله چې په دې بيت کي وايې :

غشي دمن مي ځې ، برېښنا پرمير څمنو باندي
په ژوبله يونم يرغالم پرتښتېدونو باندي.([7])
د امير کروړ کهول او د اسلام  د خپرېدلو لړۍ:

لکه  د پټې خزانې له متن څخه چي څرګنديږي امير کروړ په (۱۳۹ هجري) کي د غور په مندېشن کي امير سو چي جهان پهلوان يې باله ([8]) چي په تقعيب سره يې درې کورنۍ  ټول غړي د اسلام  په مبارک دين مشرف سول. شاوخوا يوه پيړۍ مخکي کله چي د اسلام سپيڅلي دين د عربو د سوقياتو سره په افغانستان کي له (۲۲هجري څخه) تر (۱۴هجري) پوري د خلفاؤ راشدينو په زمانه کي وځليد، په دغه دوره کي د عربو قومندانان د لوړ نصب العين، لوړ اند، اسلام برابرۍ او غوره اخلاقو څښتنان وو چي د نورو هېوادونو لپاره چي د رې شرطونه وړاندي کول :

۱ــ د اسلام منل . ۲ــ دجزيې منل . ۳ــ ياجګړه کول.([9])

چي  د خلافت دې دورې شاوخوا څلويښت کاله دوام وکړ خوپه ، خراسان (= افغانستان ) کي يې د شتون موده د دې وخت نيمايې بلل کيږی . چي پر (۴۰ هجري ۶۶۰م) کال حضرت معاويه د ابو سفيان زوی دحجاز له (بني اميه ) څخه  واک  ونيو او پر اسلامي هيوادو برلاسی سو. ([10])

په دې وخت کي کله چي (۱۳۰) کاله  د عربو ترمنځ جګړه وه خراسانيانو يې څار کاوه، بېله زيان څخه يې هيڅ هم نه ور رسېدل يوازي د اسلام معنوي  شتمني چي د هغه وخت د محديثينو، ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو له خوامخ په غوړيدو ؤ برخمن سوه.

د بنی اميه وو په دربار کي لومړنی هلمندی ژباړونکی :

((۴۱ــ ۱۳۰شاوخوا)

په دې دوره کي عربي د دربار او امپرارتورۍ رسمي ژبه سوه ، هغه دفترونه او ديوانونه چي په دري ـ پاړسي او پښتو ژبه وه ټول په عربي ژبه وژباړل سول ، داهغه وخت ؤ کله چي (حجاج) په کوفه کي نايب الحکومه سو اودغه اړين او مهم کارونه هم په هغه وخت (۸۵هجري) کي يوه خراساني هلمند ي صالح د عبدالرحمن زوی وکړل او شاوخوا ټول درې ــ پاړسي او پښتو ديوانونه او دفاتر يې په عربي ژبه واړول نوموړې د خپل وخت يو ځېرکی او تکړه اسلامي عالم و .([11])

عجم او امويان:

اسلام څخه مخکي د عربو دجهالت په زمانه کي ، عربان په ټولنيز لحاظ ملي شعور نه درلود ، بلکي  قبيلوي او سېميز تعصب يې درلود .

 خو سپيڅلي اسلام او د ستر لارښود (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم)  په رامنځ ته کېدو سره د دې ډېوې  کتلې په څېر ديوه رښتيني دين تر چتر لاندي راټول سول ، د دې سره چي دوی يوه ژبه (عربي ) يو دين او په يوراز حکومت هم قايل کړل .([12])

د ابو سفيان د اولادې (بني اميه) د تعصب ځيني لاملونه داوه :

 يوداچيد دوي په اند عرب يوه ډېره وسيعه ژبه لري ، حضرت پيغمبر صلی الله عیله وسلم  په دوی کي پيداسوی دی ، د اسلام دين او قرآن کريم هم په دوی کي ظهور کړی دی ، دنړۍ پرلويو امپراتوريو د دوی لخوا غلبه سوي ، غوره اخلاق يوازي د دوی په برخه دي ، عربي قوم ته يې دنړۍ پرټولو قومونو او وګړو غوره والی ورکاوه او يوازي يې عربي نژاد د اسلام او قرآن پالونکي بلل چې اصلاً الله تعالی ته عرب او عجم بې فرقه یوازې تقوا لرونکی غوره بلل کیږي هغه که دهر قوم وي. چی همدي بني اميه دهمدې عقيدې له مخي د نړۍ پريوه برخه شاوخوا يوه پيړۍ شهنشاهي وکړه .([13])

همدې اموي دولت به د دوی له خواپه فتحه سوو هيوادونو کي حاکيمان ، قاضيان او امامان ، دعربو له نژاده څخه ګمارل ، حجاج په کوڅه کي غير له عربو د بل امام درول منع کړې وه ، دکوم عرب چي به مور عجمې وه هغه ته (هيجن يا ناقص ) ويل کېده ، حجاج له بصرې او واسطو څخه عجميان (غيري عرب)  وايستل ، په عجمو باندي به په زوره دعربو ترکوره غوټي او بارونه وړل کېدل  چي په دې ترتيب د بني اميه وو لخوا داډول کړني د اسلام د سپيڅلې دين له اډانې څخه بهروې. ([14])

دپورته نيمګړتياوو سره په ، اموي خلفاوو  کي لوی او لايق اشخاص هم تېرسوي دي او د دې لړۍ دحکمرانۍ دوره په ځانګړې توګه د اسلام په خپرولو کي د اسلام په تاريخ کي ډير امتياز لري.

د سوري او بني هاشم کورنۍ اړيکي:

د اريانا د هفتليانو له خوا د ساساني ټولواکۍ دړې وړې کېدل او د ساسانيانو خپل منځي اختلافات چي پر يوه وخت به له لسوتنو زياتو ساساني شهزادګانو  دشاهۍ تاجونه پرسر ايښي وه او همداډول خسرو پرويز خپلسری او بې کفايته حکمراني چي په دې کي د نوموړې لخوا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم  له خوا راليږل سوی ليک ته سپکاوی او هغه څېرل([15]) په دې کار سره د خلافت دربار غوسه نوره هم راوپارول ، دې لاره اواره سوه چي عرب توره پورته کي اود ساساني لړزېدلي امپراتورۍ چي ماسي يې د له منځه وړلو يو بهانه غوښتل او د اسلام له پيدايښت څخه لايوازي يوه نيمه لسيزه (۱۵). کاله تېر سوی وه چي سترخليفه حضرت عمر رض د اسلامي خلافت پرځای ناست او دساساني امپراتورۍ  زړه شهنشاهي يې پرګونډو کړه ، وروسته يې دخراسان لاره خپله کړه  او په (۲۱ــ ۲۲ هجري) کي يې دهرات او زرنج له لاري پرهلمند وکړه او پرمخ ولاړه .

د فخرالدين مبارکشاه د نسب نامې له مخي د منهاج سراج په روايت د شنسب بابا ( شين + اسب)  ، د حضرت علي رض هم مهاله و او دهغه په حضور يې ايمان رواوړ ، په (۳۶هجري) کي د سوري کهاله (ماهوی سوري) د د ې سيمي واکمن  ؤ او په همدې کال نوموړی د (مرو)  محلی واکمن وو ، دعربو سره يې ديوالي سياست د دې لپاره ساته چي ترکي، چينايې او ساساني دښمنان يې بيا پرسر د اقتدار نه سي ، بېله هغه چي (يزد ګرساساني)  يې و واژه ، دترکي او چينايې قواو له  خوايې خطر نه ليده دعربو د لا احوال دمعلومولو لپاره پخپله دربار ته ولاړ.

د بهريانو په وړاندي د اميرکروړ سياسي دريځ:

د امير کروړ، د ده دکهول او نورو خراسانيانو دريځ د اسلامي لښکرو سره  داؤ چي دوی به تل د واکمنی عربي ډلي خلاف وه او دهغه بل اړخ به يې نيوه لکه داموي واکمنۍ په وړاندي امير پولاد، امير کروړ او اميرناصر دخلافت د دربار په پلوي وه.

دوهم داچي امويان ډېر مغروره اوله خراسانيانو سره ډېر توند چلند کاوه ، داچي خراسانيانو د هرڅه سره سره دانه سوه زغملای چي پردي دي د دوی پرخاوره واکمنی وکړي ځکه يې نو يوه سياسي ، کړنلاره او يوه ځانګړي هدف ته درسېدو لپاره دبېلابېلو لارو په لټه کي وه ، ترڅو لومړی د عربو په ځواک عرب و خپل سروه او په څنګ کي يې نيمه خراساني قوه د ابو مسلم خراساني په مشرۍ په (۱۲۴هجري) کي د امويانو پرضد دخراساني ابو مسلم خراساني په مشرۍ په (۱۲۴هجري) کی د امويانو پرضد د خراساني الاصله عربي واکمنی بنسټ کښېنول سو .

ابو مسلم له ابراهيم عباسي سره په کوفه کی ترکتلو وروسته خلک دعباسي کورنۍ منلوته راوبلل ، په (۱۳۲ هجري) کال يې دکوفي په لوی جومات کي د (عباسي عبدالله سفاح) په نامه خطبه و ويل او د امويانو د امپراتورۍ نسکورېدل يې اعلان کړه .([16])

په دې وخت کي د امير کروړ کورنۍ هم چي يوه اريايې او خراساني آر (اصل) ټبر ؤ خپل سياسي دريځ په ډاګه کړ او دامير کروړ بابا  پلار امير پولاد بابا دخپل ورسره لښکر سره د ابو مسلم خراساني په څنګ کي دعباسي واکمنۍ په ګټه د اومويانو پرضد جګړې پيل کړې ، لکه پټه خزانه چي هم داحال ترموږ پوري رارسولی دی : (امير پولاد په هغه دعوت کي شريک ؤ چي ابوالعباس سفاح دبنی اميه سره جګړه کړله او ابو مسلم يې هم مرستی ؤ … ) ([17])

همداسي دموضوع په تړاو اميرکروړ بابا هم دخپل نوميالي پلار لاره تعقيب کړله او د يوه واحد خراسان(افغانستان) په جوړولو کي يې خپل بې شمېره کوښښونه وکړه ، که څه هم په څرګنده د اميرکروړ او ابو مسلم هڅو د عربو د واکمنۍ په پرلړيو ژور تاثير ونه ښندي خو لږ ترلږه ، دومره يې وکړه چي طاهريانو او بيا صفاريانو ته يې دا لاره پرانيستل چي د يوه خپلواک خراسان ، په رامنځ ته کولو سره بريالي سول.

پټه خزانه دمحمد بستي دعلی زوی  د ليکل سوي تاريخ (سوري) په حواله ليکلي : (( چي د عباسي دعوت په جنګونو کي امير کروړ ډيري سوبې وکړلي([18])که چيري د ابومسلم خرساني سره دخراسان د غور او زينداور ډېره لرغوني کورنۍ نه وای يو موټي سوې ښکاره وه چي ياخوبه ابو مسلم مخ ته نه وای تللی او که وای نو د سوبو ګامونه به يې ډير ورو وای.

امير کروړ  دخپل هيواد لپاره دبهرنيانو په وړاندي بېل سياست درلود ، تل يې دخپل سياسي تګ لاري په رڼاکي هغه لار خپلول چې پرهغه د کروړ بابا د هيواد او بچيانو لپاره خيروای .

د امير کروړ سياست دخپل نيکه په پرتله هغه چي يوه پيړۍ مخکي (شنسب) بابا دعربو په وړاندي درلود توپېر وکړ.

ځکه داوخت اسلام هم ترډېره په دې سيمه کی غوړېدلی و او دعربو لپاره به دوخت په وخت ښورښونه ، دهلمند په حوزه کي خراسانيانو ته دافکر پيداکړی ؤ چي نور نو اړتيا نه سته چي عرب داسلام د دين دخپرېدو په پلمه دلته پاته  سي او دوی ته به يې همداخبره کول ، خو تر خلافت څلويښت کلنی دورې وروسته د دين په ځای سياسي او ښکلا کي اړخ ته پام زيات سو .

د اسلام دين هم خراسانانيو ـ افغانانو توری په زور نه دی منلی د دې سره سره چي يوسل لس کاله خراسانيان د عرب سره توره وچلول ، اسلامي دين يې پخپل خوښه ومانه ، يو علت هم داؤ چي خراسانيان د اسلام د دين تر رارسېدو مخکي د بېلابېلو اديانو څخه ستړی سوي وه ، د ين دمعنويت پر ځای عضوي بڼه موندلې وه .

په پنځو لومړيو ميلادي پيړيو کي (کريکو بوديک صنعت ، مدنيت). ګډ تمدن او اديان ، دخپل تقاطع او ښتون پرځای يعني د تکسيلا او د هلمند د حوزې د سيمو ترمنځّ او شمال لورته تربلخ او تخارستان پوري موجود وو ، دافغانستان خلکو د دې ګډمدنيت په موندلو لاس درلود د اوومې پيړۍ ا داسلام مقدس دين تر راتلو پوري په هيواد کي بېلابېل ادیان وه چي خلک يې په ديني او سياسي لحاظ له يوبل څخه ګوښه کړي وه . دا دينونه عبارت وه له لمر لمانځنه ، زردښتي ، شيوايې ، مسيحي او نسطوري ديانتونه او د يوشمېر ارباب انواعو اوسيمه يېزو خدايانو نمانځلو دود لاره ([19])چي دې ګډوډۍ او بې نظمۍ او د اسلام د سپيڅلی دين په خپرولو کي ، دمحدثينو ، علماوو  ا مجتهدينو منطقي دلايل او تبليغ دوی دې ته وهڅول چي د لايزال او يګانه خدای لمانځنې ته رامات کړه، (نه) یوازي د عربو توري ، چي (په دې برخه کې امير کروړ هم دخپل پلاراو نيکونوپه څېر نه خپلو خوښه لومړی د اسلام سپيڅلې دين ومانه او بيايې دهغه عملياو پلې کېدوکي زيار وايست .

د امير کروړ بابا ادبي شخصيت:

امير کروړ بابا نه داچي يوازي د توري ، زور او جسماني ځواک ، څښتن ؤ بلکه نوموړی د پښتو ادب په تاريخ کي يو ځلانده  ستوري او مخکښ استاد او اديب هم ؤ د ده له ادبياتو سره زياته مينه وه، آن تردې چي په ژمي کې به يې د هلمند په زينداور او باغ ارم (= باغران) کي شاعرانه محفلونه ، مشاعرې جوړولې ، نه داچې  نوموړي به خپل شعرونه ليکل او ويل بلکه ، دنور شعرونوته به يې هم غوږ نيوی کروړ بابا د توري ترڅنګ د قلم څښتن هم ؤ دنوموړي د شعر د پوخوالي او ښکلا څخه څر ګند يږي چي بابا د خپل وخت په مروجو علومو کي زده کړه درلودل ، په قوي احتمال د پښتو ژبي ترڅنګ په درې پاړسي ، پهلوي ، عربي  ژبو باندي هم پوهېده د کروړ بابا  پرادبي څېرې  د دې خبري ورزياتول ، هم مبالغه نه ده چی نوموړی د خپل وخت ښه ليکوال ، تاريخ ليکونکی ، سياست پوه ، حقوق پوه او هيواد او سيموپه سياست ډېر ښه پوهېده د دې ترڅنګ يې د خپل هيواد د نوې نسل روزنه هم په پوره پام کي وه، لکه د اميرکروړ بابا دشعر ديوه بيت څخه چي په څرګند ډول داخبره په ثبوت رسېږي :

خپلو وګړو لره لور پېر زوينه کوم
دوی په ډاينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم([20])

د امير کروړ  بابا د شخصيت اخلاقي اړخ:

کروړ بابا دخپلو ټولو ځانګړنو ترڅنګ لکه جسماني ځواک ، واک  او ادب سر بېره د غوره اخلاقو او ښې وينا څښن هم و، نوموړي، د يوه بشپړ د رانه او اخلاقي شخصيت لرونکي و دنوموړې د غور اخلاقو او غوره وينا اړه پټه خزانه ليکي : ((اميرکروړ د ښې وينا خاوند ؤ … ) ([21]) کروړ بابا دښه توان سره د ژبې خورا غوره فصاحت او بلاغت هم درلود.

د امير کروړ بابا ضابط او کروړ شخصيت:

 د کروړ لقب، پهلوان لقب، بابا لقب، جهان پهلوان او غښتلې لقب هغه القاب دي چي په پښتني ټولنه کي هرچاته نه ورکول کيږی، يوازي هغه څوک کولای سي چي د دې لقب څخه برخمن سي. هغه چي وړتيا يې ولري، همداسي امير کروړ هم د ګرشاسپ (= غرغښت) په څېرد (جهان پهلوان)، ( کروړ)، (ضابط )، (عادل)، (غښتلی)  او (ښکاري)، (ښه ویناوال) لقبونه خپل کړي چي دا لقبونه په ټولنيزه بشرې ټولنه کي په ډېره نادره توګه او په عمرونو کي يو داسي جهان پهلوان پيداکيږي ، لکه ګرشاسپ (= غرغښت)  زال پهلوان، رستم پهلوال،  سوراب  پهلوان او همدا امير کروړ جهان پهلوان هم د خپلو نيکونو په څېر دالقبونه په ټولنه کي خپل کړي دي او په پټه خزانه کي يې داسي ليکلي دي:

((شيخ کټه عليه الرحمة ، له تاريخ سوري نقل کا چي امير کروړ عادل او ضابط او د ښې وينا خاوند ؤ )) ([22])

او همداسي ليکي چي ((امير کروړ ډير غښتلی پهلوان ؤ په يوه تن له سلو جنګاورو سره جنګيدی، ځکه يې (کروړ) باله چي مانايې ده کلک او سخت.([23])

امير کروړ بابا دغوره ښکاري په څېر :

ښکار د اريائيانو ډېر لرغونی دود دی آن تر لوی خوشحال بابا يې بېلګې لرو، امير کروړ هم د خپلي ځوانۍ په دورو کي د ادبي مشاعرو ترڅنګ چي د هلمند په باغران (= باغ ارم) کی به يې جوړولې،ښکاريې هم کاوه، کله په پنځمه هجري پيړۍ کی چی سلطان محمود او وزيريې  سلطان مسعود د دښت لکان د ماڼۍ د څنګ په بڼ کي ښکار کاوه ، پټه خزانه د اميرکروړ بابا دښکار کولو په هکله داسي ليکي : (( وايې چی امير کروړ به به دوبي کي په زمين داور کې ؤ او هلته يې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ دمندېشن په شان وه او په دغه ځای کي يې ښکار کاوه او عشرت )). ([24])

په لرغوني زنداور (= زون + سون + داور) يا اوسني زينداور کي تراوسه هم د امير کروړ په نامه کلاسته چي د زوړ ښار او امير کروړ  دکلا په نامه  ياديږي.([25])

د امير کروړ بابا مړينه:

 پټه خزانه  ياکوم بل اثر موږته  د اميرکروړ بابا د زيږيدنې په هکله کټ مټ معلومات نه راکوي ، خو دمړيني موده يې دومره څرګنده ده . د اميرکروړ بابا نيکه شنسب باباب (= شين + اسب) په (۳۶هجري) کې د حضرت علي رض پهوړاندي د اسلام دين منلی دی ([26]) په هغه پسې يې پلار امير پولاد بابا په (۱۳۰هجري ــ ۷۴۷زيږدي) د ابومسلم خراساني سره  د عباسيانو د واکمنۍ په ملاتړ او د امويانو سره پرضد جګړه کي يې ډيري لاس ته راوړنې درلودلي دي. پټه خزانه دتاريخ سوري په حواله ليکي : (( امير کروړ په کال سنه ۱۵۴ هجري دپوشنج په جنګوکي مړسو …)) ([27])

اخځليک او لمنلیک:

[1]ــ Sanzu.
[1]ــ Urvakaya.
[1]ــ Kamak.
[1]ــ Hitasp.
[1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، دتاريخ څانګه کابل ، ۱۳۳۴ ، مخ ۲۸۲.
[1]ــ پټه خزانه ، علامه حبيبي ، چاپ ، مخ ۱۶.
[1]ــ امير کروړ ، پټه خزانه . مخ ۱۷.
[1]ــ پټه خزانه .
[1]ــ غلام محمد غبار ، په افغانستان کي د اسلام خپريدل او د عربو نفوذ . ژباړه : ګل پاچا الفت ، صداقت خپرندويه ټولنه کندهار، ۱۳۸۸. ش ، مخ ۱۳۶.
[1]ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ ، ژباړه عبدالرؤوف بينوا. دانش خپرندوي ټولنې چاپ ، ۱۳۸۸ ، ش ، مخ ۱۰۳.
[1]ــ غلام محمد غبار ، مخکنی اثر ، مخ ۸۹.
[1]ــ غلام محمد غبار ، مخکنی اثر ، مخ : ۱۳۷.
[1]ــ غبار ، همدا اثر ، مخ ۱۳۸ .
[1]ــ غبارمخکنی اثر ، مخ ۱۳۹ .
[1]ــ دکتور فاروق انصاري ، فشرده تاريخ افغانستان ، دوهم چاپ ۱۳۸۹ انتشارات اميري مخ ۵۵.
[1]ــ پوهاند ، علامه عبدالحی حبيبي ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن ، بينوا ، دوهم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۷، مخ ۱۱۱.
[1]ــ پټه خزانه ، محمد هوتک بن داؤد ، علامه حبيبي چاپ کابل ، ۱۳۵۶ش . مخ ۱۶.
[1]ــ پټه خزانه ، مخکنی اثر ، ۱۶مخ.
[1]ــ علامه حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ ، مخکنی اثر، مخ : ۸۸.
[1]ــ د امير کروړ بابا دشعر ، دپټې خزانې له پاڼو څخه مخ ، کابل چاپ ، مخ ۱۶.
[1]ــ پټه خزانه .
[1]ــ پټه خزانه ، مخ ۱۸.
[1]ـــ پټه خزانه ، مخ ۱۶.
[1]ــ پټه خزانه ، مخ ۱۶.
[1]ــ زنداور، د شريف الله دوست سرواني قلمي نسخه .
[1]ــ طبقات ناصري ، د علامه حبيبي چاپ ، مخ ۳۶۰.
[1]ــ پورتنۍ حواله .

[26]ــ طبقات ناصري ، د علامه حبيبي چاپ ، مخ ۳۶۰.

[27]ــ پورتنۍ حواله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *