يوکليوال سړى تر ټولو اوچت غره ته وخوت، د پسرلي ښکلا او غرنيو منظرو ترې ستړيا هېره کړې وه، نا اشنا او نوي غرني ګلونه يې له سترګو تېرېدل. د يوې ډبرې په څنګ يې په راشنه شوي غرني ګل سترګې ولګېدې، له زړه نه يې خوش شو، بله لاره يې ونه ليده، مجبور شو، چې له رېښو سره يې را وباسي.
ګل يې له ځان سره کلى ته راوړ، تازه غوړېدلې څانګې يې يو څه مړاوې شوې وې. د خپل کور د انګړ د نورو بوټو ترڅنګ يې په خاورو کې خښ کړ، اوبه يې ورکړې او خپله د انګورو د تاک سيوري ته ويده شو، ساعت وروسته يې چې سترګې وغړولې ګل مړاوى او ښکلا يې له لاسه ورکړې وه. کليوال سړى غوسه شو او ګل ته يې وويل
ته څومره کبرجن او مغرور يې! هلته دې په هاغه وچ کمره کې نه خاوره د خاورې په څېر وه او نه دې په مړه ګېده اوبه ليدلې وې، دلته مې هرڅه در کړل،نرمې خاوره ، د منګي له اوښکو رڼې اوبه ، خو بيا دې زما په انګړ کبر وکړ، هسې مې درسره دومره نيکې وکړه او ځان مې ستړى کړ.
کليوال بېرته ويده شو، خو د مړاوي شوي غرني ګل درد او فرياد هيچا هم هس نه کړ، د هغه چيغو ټول کلى په سر اخيستى و او د ماتو څانګو له درده يې نارې وهلې … ” انسانه! ستا مينه څومره له وحشته ډکه ده، تا هېڅکله هم د خپل مينې مقام او منبر ونه موند، ستامينې لا هم د عقل جامې نه دي اغوستې او خپل بربنډوالى درته ښکاره نه شو، تا لا هم د ازادۍ لاره نه ده ليدلې او نېکيو دې د زرګونو بديو جامې اغوستې …” زه ويښ وم، د غرني ګل خبرې مې واورېدې او ډېر نور کليوال يې هم په ژبه پوه شول، خو هغه ستړى کليوال اوس هم په خپل انګړ کې د انګورو تر تاک لاندې ويده دى.
٢٠١٤ د مې ١٦ مه