د مور کاکا مې له دنمارکه راغلی و.
ما به ورته بابا ویل، ارام سړی و، ډیر نه غږیده.
کله به یې ګلانو ته اوبه ورکولې او کله به بې مرغانو ته دانې، او چې خبرې به یې کولې، پوست به غږیده.
یو پنډ انګریزي کتاب ورسره و. هر ورځ یې د کتاب څو پاڼې لوستلې.
بابا به سهار وخته له خوبه راویښیده.
مور به مې هر سهار پوښتنه ورنه کوله: کاکا جانه وختي راپاڅېدې، نا آرامه خو نه وئ؟
بابا تقریبا هر ځل دا ځواب ورکاوه: هر څه سم دي، ما د لمر له راختلو خوند اخیست.
دسترخوان مې اوار کړ . بابا پرده کشه کړه. ویې ویل: د لمر ړنا خوندوره ده، په دنمارک کې دا خوند نشته.
ما وویل: د دنمارک اسمان ته به دې زړه په تنګ وي!
بابا وویل: نه، هلته د باران له نغمې خوند اخلم او دلته د لمر د وړانګو له ځلا۰
بابا ډوډۍ لږه خوړه خو وخت یې ډیر ورباندې تیراوه.
ما دوهمه پیاله تشه کړه او بابا لا په اوله بوخت و.
کوټې ته لاړم چې درس ووایم۰
په کوټه کې ګرځېدم، په لوړ اواز مې سبق وایه اما نه مې زده کیده.
د جغرافیې درس و، د افریقا قاره .
خلق مې په تنګ شو، حویلۍ ته لاړم۰
بابا پلاستکي چوکۍ د دیوال کنج ته وړې وه. لاندې یې په ځیر ځیر کتل.
ورنږدې شوم .
بابا میږتون ته ځیر و.
موسکی شو، راته ویې ویل: د میږیانو دنیا هم خوندوره ده.
خبره یې راته بی معنا غوندې ښکاره شوه خو د احترام په خاطر مې سر وخوځاوه.
بابا وویل: په قهر ښکارې؟
– هو، درس مې نه زده کیږي.
– خو مه یې زده کوه خوند واخله.
– نمرې مې کمیږي، نن ارزیابي لرو.
– د درس له لوستو خوند واخله.
په زړه کې مې ویل، د درس له لوستو نو چا خوند اخیستی دی؟
بابا وویل: کتاب دې راوړه په ګډه به یې ولولو.
بابا راته د افریقایانو کیسې وکړې.
ده راته د جنوبی افریقا د نلسن ماندلا کیسه وکړه چې څرنګه یې په زندان کې خندا ته دلایل پیدا کول. په زندان کې یې د ماندلا د باغباني کیسه هم وکړه او راته ویې ویل چې ماندلا څرنګه تیاره زندان د باغباني او خوشبیني په مرسته ځان ته شین کړی و.
د افریقایانو د جالبو رقصونو کیسې یې راته وکړې.
بابا په خپل پوست اواز درس راته دومره خوږ کړ چې رښتیا مې هم له درس ویلو خوند واخیست۰
له بابا مې مننه وکړه او ومې ویل: زه نو مکتب ته ځم په لاره به یې یو ځلې بیا تکرار کړم۰
بابا وویل: نه په لارې درس مه وایه له لارې خوند اخله۰
له مکتبه چې راغلم، مور مې ژړل. ویل یې د کاکا زوی مې زنګ وهلی و، ویل یې پلار ته یې ډاکترانو ځواب ورکړی دی، مرض یې لاعلاجه دی.
حیرانه دریانه شوم. بابا چیرته دی؟ تخت بام ته لاړم۰بابا په پلاستکي چوکۍ ناست و، آسمان ته یې کتل.
ورته ومې ویل: بابا څنګه یې؟
ځواب یې راکړ: له غروبه خوند اخلم.
ژړا راغله. بابا مې مچه کړ.
راته ویې ویل: لاړه شه، یو څه وخوره.
ومې ویل: نه، غواړم ستاسې له خبرو خوند واخلم.
بابا اسمان ته وکتل ویې ویل: هاغلته زیړه رڼایي ده، شین رنګ کمیږي او تور راروان دی، د غروب څه ښکلې منظره ده.
ثور، ۱۳۹۵
سلام
څومره ښايسته ادب او څومره ښکلا په دې متن کې ښکاري. يو اديب د خپلې ژبې، خپل دود، او خپلې ديد ګاه په لړ کې هغه څه وايي چې د غروب له څپو هم اوچتې بريښي. جزا که الله ښا يسته مرعلرلې دي
ځينې ورته ملغلرې وايي او ځينې بيا مرغلرې خو له ما څخه لام سهوا شوى چې بايد نه واى شوي په هر حال العذر عند کرام الناس
قلم دې وچ مه شه دتل لپاره دې بریالۍ اوسې
زما چه پرون راهیسی دغضنفرصاحب دکورنی دغړو لیکنو ته می پام اوښتی،ډیر څه ورکی ګورم ،ښه خوږه او سچه پښتو،د ترقیم علامی،لوړه افاده چه لوستونکی یی په شوق او دقت لولی ،خو تر ټولو خوږ مفهوم یی زما لپاره د بابا په ،خوند اخیستو ،کی دی چه په هره پیښه کی د پیښی رازونه،د پیښو او د موجوداتو د خالق قدرت ګوری څیړی یی او خوند پری اخلی او نور هم پیاوړی کیږی.
خو ای کاش زموږ حکام هغه څوک وای چه د مظلوم ملت له خدمت او پالنی نه خوند اخیستی او پدی لار کی همدومره دقیق وای.