نهه سوه شپاړس کلنه زړه خطي نسخه[1]
غریب المصنف دامام ابوعبیدقاسم بن سلام هروي مشهورپه (ابن سلام)تالیف دئ. دقاسم ابن سلام پلار د روم له مریانوڅخه وو اود هرات دیوه اوسېدونکي غلام وو. ابن سلام دهمدغه هراتي په کورکي دعباسي خلیفه گانوپه زمانه کي زېږېدلی وو. دزېږېدو پرکال ئې د مؤرخینواوتذکره لیکونکواتفاق نسته . چائې دزېږېدو کال ۱۵۰هـ ق، چا ۱۵۲هـ ق چا ۱۵۴هـق اوچا۱۵۰ هـ ق بللی دئ. دغو کلونوته په پام کي نیولوسره ویلای سوچي دابوعبیدقاسم ابن سلام دزېږېدو زمانه د عباسیانو ددوهم خلیفه ابوجعفرعبدالله بن محمدبن علی بن عبدالله بن العباس المنصور ( ۱۳۶ ــ ۱۵۸هـ ق) دخلافت وروستي کلونه ول. قاسم ابن سلام چي په کوم کورکي زېږېدلی وو، ددغه کورڅښتن فاضل او پوه سړی وو اودقاسم روزني ته ئې زیاته پاملرنه وکړه. قاسم ابن سلام دخپل ذاتي نبوغ له امله په لږ وخت کي مروج علوم ولوستل اودخپل وخت دمتبحر امام، قاضي، مفسر، محدث، فقیه، ادیب، قاري او شاعرپه توگه وپېژندل سو.
ابوعبیدقاسم بن سلام هروي په ۲۲۴هـ ق کال په یوه روایت په مکه معظمه کي اوپه بل روایت په مدینه منوره کي وفات سوی دئ. دوفات پروخت ئې دهارون الرشید (۱۷۰ ــ۱۹۳هـ ق) زوی او دمامون الرشید (۱۹۸ ــ ۲۱۸هـ ق ) ورور معتصم بالله ( ۲۱۸ ــ ۲۲۷هـ ق) دعباسي خلافت پرمسندناست وو[2].
دابوعبیدقاسم بن سلام هروي دشهرت زمانه دعباسیانو داووم خلیفه مامون الرشیددخلافت دوره وه. په دغه وخت کي آل هرثمه په هرات کي دمامون الرشیدله خواواکمني چلوله [3].له دغو امراوو په تېره بیا له رافع بن هرثمه سره دابوعبید راشه درشه زیاته وه اوهغوی ئې هم ډېردرناوی کاوه.په دغه وخت کي ابوعبید بغدادته دتگ اراده وکړه اودعلم دزیات کسب په نیت دغه ښارته ولاړ. په بغدادکي ئې له مهموعلمي مرکزوڅخه علمي استفادې وکړې اوله خورادرنې علمي زېرمي سره بیرته هرات را ستون سو. دغه وخت په هرات کي دطاهریانو دسلسلې دبنسټ ایښوونکي طاهربن حسین مشهورپه ذوالیمینین دواکمنۍ وختونه ول [4].طاهربن حسین چي پخپله هم علمدوست سړی وو، ابوعبیدئې ډېرنازاوه. دطاهربن حسین ترمرگ وروسته دهغه زوی عبدالله بن طاهرهم دابوعبیدپه باب دپلار پرلار روان وواوابوعبیدته ئې زیات درناوی کاوه. دعبدالله بن طاهرپه وخت کي د ابوعبیدشهرت په ټوله اسلامي نړۍ کي خپورسوی وو. خلیفه مامون الرشید له ابوعبیدڅخه وغوښتل چي بغدادته ورسي اودی هم بغدادته ورغئ. هورې ئې خلیفه مامون الرشیدډېر درناوی وکړ او څه موده وروسته ئې دطرسوس ښاردقاضي په توگه وټاکه [5].ابوعبید اتلس کاله دطرسوس ښاردقاضي په توگه پاته سو. وروسته له هغه دمشق ته ولاړ اوله دمشق څخه مصرته ستون سو اوورپسې ئې دحج نیت وکړ. دحج تر کولو وروسته په مکه مکرمه کي پاته سواوتر مرگه هورې واوسېد. وفات ئې دزیاترومورخینوپه قول د۲۲۴ هـ ق کال د محرم په میاشت کي پېښ سوی دئ. دوفات ځای ئې دځینومورخینو په قول مکه مکرمه اودځینوپه روایت مدینه منوره وه.
ابوعبیدقاسم ابن سلام په بغداد،کوفه،بصره،مصر،حجازاو نیشاپور کي دتدریس چاري پرمخ وهلي وې اودعباسي خلیفه گانو زامنوته ئې هم تعلیم کړی وو. یوزیات شمېرعلماء ئې پخپلوآثارو کي دنامه یادونه کوي. دمثال په توگه امام شمس الدین محمدبن احمدبن علي بن عثمان الذهبي ( ۷۴۸هـ ق وفات) په ” سیراعلام النبلاء” کي دابوعبیدشپږنوي ( ۹۶ ) حوالې لري [6].ابوعبیدد خپل مثمرژوندپه دوران کي خورا درانه آثار لیکلي ول.
امام ابي بکراحمدبن علي بن ثابت الخطیب البغدادي ( ۳۹۲ ــ ۴۶۳ هـ ق) په (تاریخ مدینة السلام) کي چي په (تاریخ بغدادي) سره هم مشهور دئ،دابوعبیدقاسم بن سلام دتالیفاتو په باب داسي لیکلي دي :
ترجمه :” دده دتصنیف سوو کتابوپه باب ویل کېږي چي شل کتابه ئې په قرآن، فقه کي کښلي دي اودغه رازئې غریب الحدیث، غریب المصنف ،الامثال او معانی الشعر اونورهم کښلي دي … وایي کله چي به ئې کتاب تالیف کړ، وعبدالله بن طاهرته به ئې هدیه کړ اوهغه به خورا دروند انعام داحسان په توگه ورکړ. دده کتابونه په ټولوښاروکي مطلوب اودخلکوخوښ دي. مشهورکسان ئې روایتونه رااخلي”[7].
دابوعبید دتصنیفاتوپه باب خطیب بغدادي لیکلي دي چي دده یو کتاب ” الامثال” دئ چي ترده پخوا دبصرې اوکوفې نورعلماء، لکه الاصمعي، أبوزید، أبوعبیده، نضربن شُمَیل، مفضّل الضبي اوأبن الاعرابي هم دې ته ورته تالیفونه لري. ابوعبید ددوی ټول روایتونه راغونډ کړي اوپه بابونوکي سره اوډلي دي. داکتاب دابوعبیدپه ښو تالیفاتوکي راځي.
بل کتاب ئې ” غریب الحدیث” دئ چي پردې موضوع هم ترده پخوا أبوعبیده مَعمَربن المثنی، قُطرب،اخفش او نضربن شُمیل تالیفات کړي دي خودهغوپه تالیفاتوکي” اسانید”نسته. أبوعدنان النحوي البصري هم پر غریب الحدیث یوکتاب لري اوپه هغه کي ئې “اسانید”[8] هم راوړي دي، خوداکتاب غټ کتاب نه دئ. أبوعبید ددوی ټول مواد سره راغونډکړي دي، اسانیدئې ورسره یوځای کړي دي اودیو مسندپه ډول ئې ترتیب کړي دي.له صحابه وو اوتابعینوڅخه ئې دټولو کسانو احادیث راجمع کړي اوله دې امله ئې کتاب دومره غني کړی دئ چي دحدیث، فقه اولغت پوهان هغه ته احتیاج لري.
د” معانی القرآن” په نامه ئې بل تالیف سته . په دې برخه کي دلغت له پوهانوڅخه لومړی سړی أبوعبیده مَعمَربن المثنی دئ چي په دې برخه کي ئې کتاب لیکلی دئ. ورپسې قُطرب بن المستنیر دئ، بیا اخفش دئ. دغه راز له کوفیانوڅخه الکسائي او ورپسې الفراء هم په دې باب تالیفات لري. أبوعبیدددغو کتابوټول موادسره راغونډ کړل. اسانیدئې ورته برابرکړل اودصحابه وو اوتابعینو او فقهاوو په آثاروئې مستند کړل. نیم کتاب ئې وکیښ او دمخه تردې چي دانوره نیمايي برخه ئې پوره کاندي،داجل قاصد ورته راغی او ده جامې کت کړې.
خطیب بغدادي زیاتوي چي په فقه کي دده تالیفات زیاتره دمالکي اوشافعي مذهب پربنسټ لیکل سوي دي اودهغوی تقلید ئې کړی دئ خودهغوی له خوا راوړل سوي احادیث اوروایتونه ئې پر نحوي اولغوي دلایلو برابرکړي دي.
خطیب بغدادي لیکي چي په قرأت کي دده یوتالیف سته چي مثال ئې په کوفیانوکي ترده پخوانسته. دغه رازئې په فقه کي یوډېرښه اوگټور کتاب کښلی دئ چي ” الاموال” نومېږي.
د” غریب المصنف” یادونه خطیب بغدادي دتالیفاتوپه سرکي راوړې ده اولیکلي ئې دي :
” فمن ذلک ” غریب المصنف” وهومن اجلٌ کتبِه في اللّغة، فانه احتذی فیه کتاب النَّضربن شُمَیل المازني الذي یسمیه کتاب “الصفات” وبدأ فیه بخلق الانسان، ثم بخلق الفرس، ثم بالابل، فذکرَ صنفاً بعد صنفِ حتی أتَی علی جمیعِ ذلک، وهو أکبرُ من کتاب أبي عُبید و أجودُ”[9].
ترجمه : یوئې غریب المصنف دئ چي په لغت کي دده مهم تالیف دئ اوپه هغه کي ئې د”الصفات” په نامه دنَضر بن شُمَیل المازني دکتاب لارغوره کړې ده. شروع ئې دانسان له طبیعت اوعادتو څخه کړې ده، بیا ئې دآس طبیعت اوعادات اوورپسې داوښ دا اوپه دې ډول ئې دانور ټول جنس پرجنس راوړي دي. دنضربن شُمَیل کتاب دابوعبیدترکتاب هم غټ دئ اوهم گټور[10].
ارواښادعبدالرؤف بېنواپخپل گټور تالیف (دافغانستان نومیالي)کي
دأبوعبید بیان د(ابن سلام هروي) ترنامه لاندي راوړی دئ اودده د آثاروشمېر ئې دابن ندیم په قول یواویا(۷۱)بللې اودمشهورو نومونه ئې داسي ښوولي دي :
ــ کتاب الاجناس من کلام العرب
ــ غریب المصنف
ــ فضائل القرآن وآدابه
ــ کتاب الایضاح
ــ خلق الانسان ولغوتهُ
ــ کتاب الاضدادوالضدفی اللغة
ــ کتاب النعیم والبهایم والوحشی والسباع
ــ کتاب الخطب والمواعظ
ــ کتاب فعل وافعل
ــ کتاب الاموال
ارواښاد بېنوا زیاتوي چي “دالاعلام مؤلف زرکلي برسېره پر دغو آثارو داکتابونه هم د ده له خطي نسخوڅخه گڼي :
ــ الظهور(په حدیثوکي)
ــ ادب القاضي
ــ المذکروالمؤنث
ــ المقصودوالممدود(په قرأت کي)
ــ الاحداث
ــ النسب[11]
ارواښاد بېنوا د(غریب المصنف) خطي نسخې ” په ایاصوفیا،قاهره اسکوریا او د استانبول دفاتح اودامادزاده په کتابخانوکي” راښیي.
دحاجي عبدالمجیدهوتک په کتابتون کي دغریب المصنف یوه ډېره زړه نسخه خوندي وه.دغریب المصنف دغه خطي نسخه پخوا دکندهار د زړې جامع دامام عبدالاحداخندزاده “غریبک” په کتابخانې اړه درلوده او کله چي دغریبک مرحوم تروفات وروسته دغه کتابخانه ددغه مرحوم دورثې له خواتر ۱۳۲۹ ش کال وروسته[12] لیلام سوه، حاجي عبدالمجید هوتک په دغه لیلام کي په بیه رانیولې وه[13]. اوماته حاجي عبدالمجید هوتک د۱۳۵۵ش کال په حدودو کي ددوی په کورکي راښکاره کړې اوماسرسري کتلې وه. زماپه کاغذوکي ددغي نسخې یاداښتونه اودسر وپای دځینو مخونو فوټوکاپۍسته چي غواړم له لوستونکوسره شریک کاندم.
دغي نسخې کلکه دڅرمني وقایه درلوده . خط ئې ښکلی،دخطاط نوم ئې ” هبة الله بن محمدبن ابراهیم کوهیارالفارسی” اوداستنساخ کال ئې ” ثلاث وتسعین اربع مائه = ۴۹۳ هـ ق” لیکلی وو. دغه کال له ۱۰۹۹ع کال سره برابردئ. دنسخې پرهر دوهم مخ ئې وروسته بل چادصفحې نمبر ایښی وو چي له یوه څخه شروع تر (۲۹۴) پوري رسېدلی دئ. په دې حساب دکتاب ټول مخونه (۵۸۸) کېږي.
دکتاب دوقایې پر اول مخ دکتاب له کاتب پرته بل چا وروسته داسي کښلي دي :
کتاب تهذیب الغریب المصنف
لابی عُبَید رحمه الله تعالی
ددغه دووکرښو کیڼ لورته بیا په ایرب خط لیکلي دي :
” هذاکتاب تهذیب الغریب المصنف فی اللغه فهذا کتاب جلیل الشان عظیم البرهان لایری مثله احد من ابناء الزمان .” قیمت پنجاه روبیه.
دکتاب ترنامه لاندي ئې کښلي دي :
” اظن ان هذاالکتاب
بسم الله الرحمن الرحیم یاحافظالدین ویامن نِعَمه لاتحصی انت قلتَ وقولک الحق انانحن نزلناالذکرواناله لحافظون
امام ثامن ضامن معروف الکرخي
یاکبیکج یاکبیکج یاکبیکج قطمیرقطمیرقطمیر.[14]“
دکتاب دوقایې (پشتۍ) پر دوهم مخ ئې یوچا داسي کښلي دي :
” القاسم بن سلام ابوعبیدکان ابوه رومیا مملوکاً لرجل من اهل هراة وکان ابوعبید امام اهل عصره فی کل فنٍّ من العلم وولي قضآء طرسوس ایام ثابت بن نصر بن مالک ولم یزل معه ومع وَلدَه ومات سنة ثلاث اواربع وعشرین ومائتین فی ایام المعنصم بمکة وکان قصدها مجاوراً فی سنة اربع عشرة ومائتین واقام بها حتی مات عن سبع وستین سنه وله مصنفات عدیده من جملتها هذا الکتاب المسمی بالغریب المصنف وکتاب غریب الحدیث وکتاب غریب القرأن وغیرها رحمة الله تعالی . من معجم الادباء الیاقوت الحموی.
قال عبدالله بن طاهر علمآ ء الاسلام اربعة عبدالله بن عباس فی زمانه والشعبی فی زمانه والقسم بن معن فی زمانه وابوعبیدالقسم بن سلام فی زمانه ثم قال یرثیه :
یاطالب العلم قدمات ابن سلام وکان فارس علـــــــمٍ غیرمحجام
کان الـــذی کان فیکم رُبع اربعة لــــــــــم یَلقَ مثلهم اسناداحکام”
ترجمه :
دالقاسم بن سلام ابوعبیدپلار دروم وو اودهرات دیوه اوسېدونکي رومي مریی وو. ابوعبید دعلم په هر فن کي دخپلي زمانې په خلکوکي امام وو. دثابت بن نصربن مالک اودهغه دزوی په وخت کي دطرسوس قاضي وو .په سنه ۲۲۳ یا ۲۲۴ کي دالمعتصم په وخت کي په مکه کي مړسو. دغه ځای ته ئې داستوگني نیت په ۲۱۴ هـ کي کړی وو اوهورې دمرگ ترساعته واوسېد. دمرگ پروخت اووه شپېته کلن وو. ده یوزیات شمېر تصنیفونه لري چي په هغوکي همدغه کتاب چي غریب المصنف نومېږي او بل کتاب غریب الحدیث اوبل ئې غریب القرأن او نور دي. خدای تعالی دي پرورحمېږي. ( دیاقوت الحموي له معجم ادباء څخه).عبدالله بن طاهر ویلي دي چي داسلام علماء څلورتنه دي. عبدالله بن عباس پخپله زمانه کي، الشعبي پخپله زمانه کي. القسم بن معن پخپله زمانه کي اوابوعبیدالقاسم بن سلام پخپله زمانه کي[15]. وروسته ئې په ویر کي ویلي دي :
اې طالب العلمه په تحقیق سره چي ابن سلام مړسو
دی بې له ډاره دپوهي دډگرآس ځغلوونکی ( اتل) وو
هغه څوک مړسو چي زموږپه منځ کي یوله هغوڅلورتنوڅخه وو
دده په شان له سند او دلیل سره بل څوک نه دئ لیدل سوی [16].
دکتاب لومړی مخ په یوه نیمگړې جمله پیل سوی دئ اوداسي ښکاري چي دسرپاڼه یا پاڼي دي ئې لوېدلي وي. موجودپیل داسي دئ :
” مَعَ الفَمِ مع صبییّ اللّخیین الا تری اَنهّم اذاقالوحطَمتُ الجمل انَّهم قد ادارو رّسنهُ علی انفه وصبِیّی من تحت والخَبلُ نفسهُ سُمِّی الخطام وقالوابوسلامه اللخیه خطام الرجل وحکی عن رَجُلٍ منهم انّ امرأتهُ هزئت به فی … وقالت له نعم ماصنعتَ فقال لها فلِمَ حُطِمتُ بهااذاً یُعنِی الخیتهُ .”
دکتاب آخرباب داسي دئ :
” باب
خَفّ الطائرُ یَخفُّ خفیفاً فی صوت طیرانه وخفَّ رأس الانسان وغیره یخفُّ خفوفاً اذا شعث وخف القوم بالشی یخفون حولَه خفاً وخَفّت المرأة وجهها تخفه خفاً وخفَافاً”.
کتاب داسي پای ته رسېدلی دئ :
” وعن الفَرّک رَجُلٌ جُعظریٌ والکلام جَعظریٌ وعن الکسائي کِعتُ عن الشی اکاع وکععتُ اکعّ کِلاهُماسّوَاءٌ واستلَمتُ الحجر وبعضهم بهمزُ وسمع الا بلغٌ مثَلٌ یقالُ عندالشئ نسمَعُهُ ولایعجبکُ اَتیتهُ مَلَث الظلام ومَلَس الظلام الا یتیاک السیاسة والااله الحالة وتشاءي القوم تفرّقو قال ذوالرّمّة ابوک تلافی الناس والدین بعدماتشاءَ و وَبیتُ الدین منقلِع الکسر … بلالَ ترابی بردَة بن ابي موسی الاشعریّ یقول انّ اباکَ انا موسی تلافی امرالناس عندالتحکیم بماصَنَع معَ عمرو بن العاصی بعدمااشرف الناس علی الهلاک فی بینهم والکسرُّ جانب البیت وهذاعلی طریق التشبیه وتَقرّب الیه ذوالرّمة بها قال وقدعَلِمَ الناسُ مانتَج ذلک الفعلُ بینهم”.
دکتاب وروستۍ جمله اودکاتب نوم :
” هذا اخرتهذیب الغریب المصنف والحمدلله رب العالمین وصلی الله علی محمدالرسول وکتب هبة الله بن محمدبن ابراهیم کوهیارالفارسی سنه ثلاث وتسعین واربع مائه”
تردغه عبارت لاندي یوبل چا چي داکتاب ئې په درس لوستی وو، داسي کښلي دي :
” قرء هذالکتاب من اولهُ الی [الاخر] علی الامام العالم العلام ابی زکریا رحمه الله تعالی”. گویا همدغه نسخه یوچاله سره څخه ترپایه پوري پر ” امام العالم العلام ابي زکریا”باندي په درس لوستلې ده.
ددغه وروستي مخ دپای له خواپه ښي کونج کي یوڅلورکونجه مهر لگېدلی دئ چي دکتاب په یوه بل مخ کي هم سته اوهورې داسي لوستل کېږي :(کتابخانه مبارکه دولت خدادادافغانستان ۱۳۱۰) . دا وخت دافغانستان پاچاامیرعبدالرحمن خان وو او دامهر هم دده د کتابخانې مهر دئ. دانسخه اوس دحاجي عبدالمجیدهوتک له ورثې سره خوندي ده.
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا
۶ / فبروري / ۲۰۱۵ع
[1] څه موده پخوامي په هرات آنلاین کي دامام ابوعبید قاسم بن سلام هروي په باب دالحاج عبدالکریم غریق یوه په زړه پوري تحقیقي مقاله ولوستله. څرنگه چي په کندهارکي دزماداکا او استاد مرحوم حاجي عبدالمجیدهوتک په کتابتون کي دغریب المصنف یوه زړه خطي نسخه خوندي وه اومائې دکتني فرصت موندلی وو، نومي ځکه دالیکنه سرښته کړه. هیله ده چي دمحققینوپه درد وخوري. په دې لیکنه کي دالحاج عبدالکریم غریق له مقالې څخه ځای ځای مشروع استفاده سوې ده. هوتک
[2] معتصم بالله دعباسیانو اتم خلیفه وو
[3] هرثمه بن اعین دهارون الرشیدله ډېرواعتمادي سردارانوڅخه وو اوپه ۱۷۸هـ ق کال دهارون له خوا دمصرولایت ته استول سوی وو. دهرثمه ترمړیني وروسته ئې اولاده هم دعباسي خلافت په دربارکي معتبره وه. دده اولاده دآل هرثمه په نامه یادېدله. هوتک
[4] طاهربن حسین په لومړي سرکي دعباسي خلیفه مامون الرشیدله سردارانو څخه وو اود خراسان دامیرپه توگه مقررسوی وو. وروسته ئې له عباسي دولته سرکښي وکړه اوپه ۲۰۷ هـ ق کي ئې خپلواک حکومت ئې اعلان کړ.
[5] طرسوس په اوسنۍ ترکیه کي دمدیترانې پرغاړه یوښاردئ چي په هغه وخت کي دشام یوه برخه وه.
[6] وگ : سیراعلام النبلاء ــ چاپ ۱۴۱۷هـ ق ــ بیروت
[7] وگ : تاریخ مدینة السلام ــ جلد ۱۴ ــ ص ۳۹۳ ، چاپ دارالغرب الاسلامي، بیروت ــ ۱۴۲۲ هـ / ۲۰۰۱م
[8] اسانید د” اِسناد” جمع ده اواِسناد په احادیثوکي مروجه اصطلاح ده. داِسنادله مخي دیوه حدیث ” صحة النقل”، ضعف، او ادا پېژندل کېږي.دهخدا
[9] وگ : تاریخ مدینة السلام ــ جلد ۱۴ ــ ص ۳۹۴ ، چاپ دارالغرب الاسلامي، بیروت ــ ۱۴۲۲ هـ / ۲۰۰۱م
[10] وگ : هماغه اثرـ ۳۹۳ ــ ۳۹۴ مخونه
[11] وگ : بېنوا ــ عبدالرؤف ــ دافغانستان نومیالي ــ لومړی ټوک ــ له ۱۰۶ څخه تر ۱۰۹ مخونه، کابل ــ ۱۳۵۶ ش
[12] په دغه کال عبدالاحداخندزاده غریبک وفات سوی دئ. م .هوتک
[13] داخبره ما( محمدمعصوم هوتک)ته پخپله حاجي عبدالمجیدمرحوم کړې وه. دغریبک د کتابتون په باب دعلامه رشادله خولې روایت دئ ،وایي غریبک چي” وفات سو، دده په پاته سووخلکوکي داسي څوک نه وه چي دده کتابخانه وپالي. داکتابخانه (سعدالله) نومېدی، هغه رانیوله اوپه خوراناچیزقیمت ئې دغه آثار،چي خورامهم آثار وه، خرڅ کړل ….” ( وگ : آیا غریبک پېژنئ؟ ــ دسریزي (ح) مخ ــ ۱۳۸۳ ش، کندهار
[14] دعبارت دوروستیو کلماتو مفهوم ومعنی نه رامعلومیږي خو اورېدلي مي دي چي پخوابه پر خطونواومراسلاتو باندي تر سرنامې لاندي لیکل کېدل چي” بحواله قطمیرات”. دلیک استونکي په دې عقیده ول چي دغه عبارت یو طلسم دئ چي دلیک له ساتني او ټاکلي ادرس ته له سالمي رسېدني سره مرسته کوي. قطمیر داصحاف کهف دسپي نوم وو. هوتک
[15] دعبدالله بن طاهردغه خبره خطیب بغدادي په تاریخ مدینة السلام ( ۴۰۲مخ) راوړې ده. هـ
[16] خطیب بغدادي په تاریخ مدینة السلام (۳۰۲مخ) کي ددغي ویرني بشپړشکل داسي راوړی دئ :
یاطالب العلم قد أودَی ابن سلام قدکان فـــــارسَ علم غیرَ مِحجام
أودَی کــــــــــــــــــان فینا رُبعَ أربعة لم یُلفَ مِثلَـــــــــــهم اسناد أحکام
حبرالبریّة عبدالله عـــــــــــــــالِمُها وعـــــــــــــــامِر ولَنِعمَ التلو یاعام
هـــــــــــما أنافا بعلم في زمانهما والقاسمان : ابنُ مَعن وابن سلام
————————————————————-
د لیکوال نورې لیکنې:
په پښتونخوا کې د میرزاخان انصاري…
د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې
ګران هوتک صاحب ستاپه څیړنیزوهڅوویاړو ځکه دسوونوکلونوله علمي اوادبي خزاانو څه مو دعمرونو دوړي پف اوایسته کړلي اودعلم وادب خوښونکومخي ته مودګټي موندني دپاره داخزانه کښیښول . زما په نزد داډول خدمات نه تنها زموږ دهیوادخلګوته بلکه دنړی په کچه دادب اوپوهي ټولومينه والو ته داهمیت وړنه هیریدونکي خدمات بلل کیږي . مننه