له پخوانیو راپاتې ده چې غریب مه مړ کوئ، شړۍ ترې واخلئ، نور خپله مري، دا متل د دې لپاره شوی چې ځینې موضوعات په وژلو پای ته نه رسیږي، له یوې داسې لارې به ورسره کار اخلې چې په تدریجي ډول یا لارې ته راشي او یا په دې دنیا له داسې زورونې سره مخ شي چې ټول عمر یې لکه زندان پرې تېر شي.
ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره همداسې یو کار وکړي، کله یې چې ترې په لومړۍ سفر کې غوښتنه وکړه چې همکاري راسره وکړه چې دواړه هېوادونه د یو سوکاله راتلونکي لپاره کار وکړو، خو پاکستان داسې فکر وکړ چې ګنې افغانستان به له پاکستان سره په کومو برخو کې همکاري وکړي، خو خبر نه و چې افغانستان اوس لکه پخوا غوندې نه دی، اوس تر هر چا ژر حل لار پیدا کوي او ولسونه په تمامه معنا ورسره دي.
ولسمشر له پاکستان د خلاصون لپاره له داسې لارو چارو کار واخیست چې پاکستان خو لا څه کوې چې ځینو افغانانو یې هم فکر نه وکړی.
ولسمشر لومړۍ له پاکستان سره په بدیلو لارو کار وکړ، ځکه ولسمشر محمد اشرف غني په دې پوهیده چې د پاکستان اقتصاد د افغانستان په بازارونو ولاړ دی او کله یې چې په افغان بازارونو کې د پاکستان تولیدات ورک کړل، پاکستان خود به خوده ماتې خوري او د بودجې له کسر سره مخ کیږي.
افغان ولسمشر هند او ایران سره د سوداګرۍ لپاره چابهار بندر باندې کار وکړ او دا دی پایله یې ورکړه، په دې برخه کې خو د پآکستان له احتیاج خلاص شول چې هر کله به یې د سیاسي فشار لپاره ترې کار اخیست.
ولسمشر بل لوی کار دا وکړ چې مرکزي اسیا سره راکړه ورکړه پراخه کړه او د دې اړیکو تر څنګ یې له چین سره د ریل پټلۍ له لارې سوداګري پيل کړه چې د پاکستان له تکیه خلاص شو.
اوس د افغان سوداګرو لپاره ارزانه، لنډې او اسانه لارې پيدا شوې چې د مرکزي اسیا هېوادونو تر څنګ له چین، ایران او هندوستان سره هم پرته له دې چې ستونزې ورته پیدا شي، سوداګري وکړي.
کله چې افغان حکومت په دې طرحه کې کامیاب شو چې افغانستان د اسیا څلور لارې جوړه کړې، پر پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې تکیه کمه شوه، ځینو برخو کې افغانستان په ځان بسیا شو او ځینې نورې برخې چې د پاکستان په صادراتو به یې تکیه کوله، نور هېوادونو ته یې مخه کړه او پاکستاني تولیدات په بازارونو کې صفر ته نږدې دي.
له پاکستان سره اوس د افغانستان سوداګري اتیا سلنه کمه شوې چې د پاکستان په کور دننه یې هم غوغا راپورته کړې او د پوځ په ترهګریز سیاست نیوکې کوي چې افغانستان سره یې همکاري و نه کړه او مخ یې ترې واړو.
تر دې وړاندې پاکستان د سوداګرۍ او نورو برخو کې د سیاسي فشار په توګه کار اخیستی او کله به چې هم د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې شوې، نو بیا به د افغان سوداګرو مالونه په میاشتو ـ میاشتو د کراچۍ په بندر او نورو لویو ښارونو کې ایسار پاتې و.
ان اوه کاله وړاندې د پوهنې وزارت چاپ شوي کتابونه چې د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته راتلل، شپږ میاشتې په بندر کې ایسار پاتې و، دا د دې لپاره چې پاکستان به د افغان سوداګرو له مجبوریت ګټه پورته کوله.
کله به چې پاکستان له افغانستان سره پولې وتړلې او سوداګري به یې بنده کړه، افغان بازارونو کې به خوراکي او نورو توکو بیې څو چنده لوړې شوې او یا به بیخي خوراکي توکي نه پيدا کیدل، لامل دا و چې افغانستان بدیلې لارې نه درلودې او له نورو هېوادونو سره یې راکړه ورکړه نه وه، خو اوس دا هر څه بدل دي، که پاکستان د کلونو لپاره هم پولې وتړي، په افغانستان کې بازارونو باندې هیڅ اغیز نه لري او نه د پاکستان تولیداتو ته خلک لیواله دي چې وا یې اخلي.
نو له پاکستان سره ولسمشر محمد اشرف غني همداسې سیاست ولوبو چې اوس له پاکستان لار ورکه ده چې څنګه کولای شي افغان حکومت سره اړیکې جوړې کړي اویو ځل بیا یې سوداګریزې او نورې اړیکې پيل او لا پراخه شي.
له پاکستان سره ولسمشر غني دښمني نه ده کړې، یواځې همدا غوښتنه ترې کوي چې افغانستان کې له جنګیدونکو ترهګرو ډلو پرضد دې اقدام وکړي چې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې ژوند کوي.
پاکستان ته اوس داسې څه نه دي پاتې چې په افغان حکومت یې د فشار په توګه وکاروي، یو افغان کډوال ورپاتې دي، د هغې په اړه هم ولسمشر ویلي چې ټول افغان کډوال دې راستانه شي او دلته ورته د هر ډول استوګنې ځایونه برابروي.
پاکستان په دوو کې حیران پاتې دی، له یوې خوا یې د ترهګریز سیاست له لارې ګټې په لاس راوړي او له بلې خوا په ترهګریز سیاست داسې بدنام شوی چې ان وګړي یې په نورو هېوادونو کې تر ځای تر شک لاندې دي.