د ( سنیژکا) له واورو ډک غر ته مې سترګې وبریښیدې. یو سړی چې غر ته یې دوربین نیولی و، وموسیده، له موسکا سره یې د مخ ګونځې نورې هم پسې ژورې شوې.

ورته ځیر شوم. ده ورو وپوښتلم:

– غر ته خیژې، زښته ښه ځای دی؟

– تر څو چې پورته کیږم او راښکته کیږم ورځ به تیره وي

سړي عینکي پر سترګو سمې کړې:

– زه چې ستا په عمر وم نن سبا مې کول چې هاغه پورته څوکې ته به یې خیژم، خو کله به له کاره ستړی وم کله به مې څه بهانه کوله…..

سړي وټوخل. ما ورته وویل:

– نو په کوچینواله ختلی وې؟

– نه، چې ماشوم وم پلار مې ویل ختل سخته دي، چې ځوان شوم پراګ ته ولاړم چې پوهنتون ولولم بیا دلته راتګ سخته و تر هغه وروسته خو مې درته وویل چې کار و

– په دې ورځو کې ورختلی یې؟

سړي سړه ساه وایسته، خپل ورنونه یې په څپیړو ووهل:

– اوس خو دا پښې د ختو نه دي

– چې نه یې ختلی د پورته ښایست چا درته ویلي؟

– لا د مکتب نه وم، د هغه وخت کیسه ده انا به راته ویل چې د غر پر سر یو لوی حوض دی هلته رنګه رنګه مرغان راځي

– دا حوض خو په لیدو ارزي

– خامخا ورشه، خو ځیني خلک وایي چې هلته حوض نه شته، ښایي وچ شوی به وي.

سړی غره ته ځیر شو او ترژبې لاندې یې ورو وویل: « ته ورشه»

ما له غره نه مخ راواړاوه، دې سړي ته مې لاس پورته کړ او روان شوم.

                                                                                              پای – چک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *