تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو او پیترولیم د وزیر استعفا ومنله او مېرمن غزل حبیب یار یې د دغه وزارت سرپرسته وټاکله.
د کانونو او پیترولیم وزیر داوودشاه سبا په وروستیو کې ولسمشر ته استعفا ولېږله خو تراوسه پوري د نوموړي د استعفا دقیق دلیل نه دی څرګند شوی. په ځینو ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې چې ښاغلي سبا د خپل واک پر محدودیت اعتراض درلود او د کانونو اکثره قراردادونه یې، چې د تېر حکومت په دوره کې لاسلیک شوي، د افغانستان د ګټو خلاف بلل.
ویل شوي چې ښاغلي سبا له استرالیا څخه ارګ ته استعفا استولې ده.
مېرمن حبیب یار، چې د کانونو او پیترولیم د وزارت سرپرسته ټاکل شوې، د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیاله (معینه) وه.
هم سبا او هم د افغانستان نور چارواکي تاییدوي چې د افغانستان پر ډېرو کانونو زورواکانو او د دولت وسله والو مخالفانو قبضه کړې او په غیر قانوني او غیر فني ډول یې استخراجوي.
{ چې د زلمو نه پوره نشوه ،،، افغانستانه ! جينکۍ به دې ساتينه }