ژوندون څه وو، پر هرونو سره شپي وې
څا څکې خیال وو، سرابونو سره شپي وې

دشېبو په شمېر دمه یو چا راکړې
د کلو په شمېر غمونو سره شپي وې

تصور دمرغلېن حریري ستورو
د تیارو، تیارو وختونو سره شپي وې

وصل څه وو،دبیلتون د پښو ګردونه
په راتلو کې یې د تللو سره شپي وې

دومره وه، چې د یقین ډیوه وه بله
تلمه، تلمه مزلونو سره شپي وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *