تاند- د افغانستان برښنا شرکت له یوې هندۍ کمپنۍ سره د غزني – کندهار لپاره د برښنا ۱۱۳ ملیون ډالري قرارداد لاسلیک کړ.
دا پروژه د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټ برښنا برخه ده چې د سالنګ له لارې کابل ته لېږدول کېږي. خو مخکې تر دې چې کابل ته ورسېږي لومړی به له بغلان څخه ۳۰۰ کیلواټه بامیان او دایکنډي ته انتقال شي ځکه چې د بامیان یو شمېراوسېدونکو په دې خاطر چې د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټ برښنا مزي دې د بامیان له لارې ولېږدول شي، ډېر جنجالونه وکړل.
په پام کې ده چې غزني، زابل او کندهار ته د دې مزو په وسیله ۲۲۰ کیلوواټه برښنا ولېږدول شي.
د افغانستان برښناشرکت رييس قدرت الله دلاوري وویل چې د دې پروژې مالي لګښت د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره ورکوي.
دلاوري زیاته کړه، وروسته له دې چې د مزو غځولو کار بشپړ شو، د غزني په قره باغ او مُقر، د زابل په شاهجوۍ او کلات او د کندهار په ختیځ کې ۵ سب سټېشنونه جوړ شي.
د هند له کې اي سي کمپنۍ سره دا قرارداد په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د سفیر ماپیریت ویهرا په حضور کې لاسلیک شو.
ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان برښنا لوګر، میدان وردک، پکتیا او خوست ته هم ولېږدول شي.
په راپور کې د ۲۲۰ کيلو واټه او ۳۰۰ کيلو واټه خبره راغلی، چې زما په اند دا به کيلو واټه نه بلکه ميګا واټه وي.ځکه ۲۲۰ کيلو واټه او یا ۳۰۰ کيلو واټه بريښنا؛ خو د يوې ولسوالي لپاره هم بسنه نه کوي.
بله د ۵۰۰ ولټه خبره ده،هغه په خپل ځای سمه ده،ځکه دا بريښنا په ۵۰۰ ولټه ډول راځي بيا په فرعي سټيشنونو کې په ۲۲۰ ولټه بدليږي او د استفادې وړ ګرځي