تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: طالبانو په غزني د برید لپاره یو رینجر موټربم چمتو کړی و، خو افغان ځواکونو کشف او پر وخت خنثی کړی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري تاند ته وايي، دا موټر طالبانو پر غزني د تېر کال بریدپر مهال له ځان سره بیولی و او تېر ورځ مازیګر د واغظ ولسوالۍ په بګۍ کلي کې له چاودېدونکو توکو ډک کړای شو و چې د پولیسو له لوري په ځانګړو عملیاتو کې کشف او خنثی شوی دی.

د نوري په خبره د دغه موټربم په تړاو یو کس هم نیول شوی دی چې د یو لوی تروریستي برید پلان یې درلود، خو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو نظر نه دی خپور کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *