بیا پسرلی شو، بیا جنګی سیزن را روان دی، موږ د وحشت پسرلی پیلوو، په دې وحشي پسرلي کې که نیم وسله وال طالبان نو نیم یې دولتي چارواکي لاس لري.
په پېښو کې د والي موسی خان اکبرزاده لاس لرل، هېڅ ثبوت او اسناد نه غواړي، د هغه پرله پسې اعترافونه لوی ثبوت دی، هغه په ۲۰۱۰ کال په یوه ستره دولتي غونډه کې پخپله دا ومنله چې طالبانو ته یې پر ښار د راکیټ ویشتلو اجازه ورکړه.
دغه راز تېر کال د غزني پر ښار د ډله ییزو بریدونو په دویمه ورځ یې رسنیو ته په زغرده وویل چې له دې پېښو موږ پنځه ورځې مخکې خبروو خو مخه مو ونه شوای نیولی.
داسې ویل کیږي چې تر دې مخکې د غزني پر پی ار ټي د ډله ییز برید هم اکبرزاده طرحه کړی و، دغه راز یو کال مخکې د ولایت د میلمستون د تلاشي پر مهال پولنډي ځواکونو او ملي امنیت تر لسو ډیر د ځانمرګو واسکټونه هم نیولي ول، خو خبره یې پټه پاته شوه.
ان ځيني دولتي چارواکي په خصوصي ناستو او جلسو کې دا خبره هم کوي، چې اکبرزاده د پاکستاني استخباراتو اوس هم کلکه یارانه او پخه راشه درشه لري.
یوه میاشت مخکې د اکبرزاده یو تن سلاکار عبدالقادر واحدي، چې اوس په ابو ابراهیم خراساني اوښتی و، د ملي امنیت له لورې په دې تور ونیول شو، چې د داعش د فعالیت په اړه یې رسنیو ته مالومات ورکول او رسمي ویاند یې و.
تر څنګ یې امنیه قوماندان زړور ذاهد بیا د طالبانو سر سخت دښمن دی، خو په ملکی ترور کې لوی لاس لري، تېر کال د غزني په ښار کې هدفي وژنې اوج ته ورسیدې، خو ده چې اصلي ترهګر نشوای موندلی په تور یې، تر لس زیات بې ګناه کسان ووژل، چې په دې کې د ښوونځي یو تن ښوونکی او دوه تنه د پوهنتون محصلین هم شامل و.
دغه راز زړور ذاهد پټ ترور هم پر مخ وړي، داسې ویل کیږي چې د ښار په اکثره پټ ترور او هدفي وژنو کې مخامخ لاس لري، د غزني اوسیدونکي وایي، هدفي وژني هغه وخت زور واخلي چې امنیه قوماندان په غزني کې نه وي او چیرې په سفر تللی وي او یا هغه وخت دا پېښې زیاتیږي چې کله د امنیه قوماندان د تبدیلي اوازه خپره شي.
ګویا امنیه قوماندان په دې سره خلکو ته ښیي چې له ما پرته به غزني په قتلګاه بدل شي دا زه یم چې د هرې پېښې مخه نیسم.
همدارنګه امنیه قوماندان د ولسوالیو په نا امني کې هم لاس لري، تېر کال یې له طالبانو سره د جګړې په پلمه په زنخان کې دریالس کورونه وسوځول او لسګونه نورې کورنې یې له خپلو کورونو وایستلې، په ورته ډول یې په اجرستان کې هم دا عمل تکرار کړ.
دغه راز هلته په ځيني ولسوالیو کې د طالب تر څنګ امنیتي ځواکونو په ځانګړې سیمه ییزو پولیسو د ژوندیو انسانانو خوراک شرو کړی، ولس یې یرغمل کړی، څوک شکایت نشي کولی او د شکایت مرجع هم دوی پخپله والي او امنیه قوماندان چې اصلا نه د چا شکایت اوري او نه یې د چا په ستونزه غور کوي.
امنیه قوماندان په قره باغ کې هم ورته حالت رامنځ ته کړی او د سیمه ییزو پولیسو له لورې پر خلکو وحشت جوړ کړی.
په روان حالت کې د دوی ګټې دي، والي طالبي مفکوره لري او قوماندان د دې مفکورې ضد دی، خو دواړه له یو بل سره ښه ګوزاره کوي، هم یې ځان پکې ساتلی او هم پرېمانه ګټه ورته را روانه ده.
د ولسمشر غني د حکومت په پیل کې دا خبره راپورته شوه، چې د پنځو نا امنه ولایتونو چارواکې به ډیر ژر بدل شي چې یو یې د غزني و، خو دا دی له هغه څو میاشتې تیرې شوې حالات په زاړه حال روان دي.
له دې مالومیږي چې د اکبرازده او زړور ریښې ډیرې ژورې دي، ان زړور زاهد خو د غزني خبریالانو ته دا هم ویلي چې زما تبدیلي د چا په وس کې نشته، له غزني به مې مړی وړي ژوندی مې څوک نشي تبدیلولای.
له تیرې یوې اونۍ په ده یک او اندړو ولسوالیو کې روانو عملیاتو وښوده چې د غزني ترهګر چارواکي له مخالفو وسله والو سره نه بلکې له ملکي وګړو سره په جګړه بوخت دي، په یوه اونۍ کې یوولس ملکي وګړي د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي او تر شل زیات کورونه زیانمن شوي.
دوه ورځې مخکې د اندړو یو تن قومي مخور ضابط چهاریار د امنیتي ځواکونو له لورې له کوره راوایستل شو او د کلیوالو په مخکې په ګولیو وویشتل شو.
پلان داسې و چې نن د همدې ترهګرو چارواکو پر خلاف په غزني کې ستر لاریون وشي، خو دا لاریون د ناڅرګندو عواملو له امله وځنډول شو، نوي ملي حکومت ته دا تمه کیده، چې تر ټولو لومړی به د جګړې پر اور اوبه تویې کړې خو برعکس پخپله حکومت او د غزني حکومتي چارواکو په لوی لاس د جکړې پر اور پرېمانه پطرول وپاشل.