شنبه ۱/۴/۱۳۹۸
د غزني ولایت د ملي امنیت منسوبینو له تیري ورځي راهیسي د دوو بیلو عملیاتو په ترسره کولو سره یو تن د تروریستي فعالیتونو او یو بل کس هم د جعلي تذکروسره نیولي دي.

لومړنی کس چې ذکرالله نومیږي او د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د باریک کلي اوسیدونکی او د طالب قومندان سلیم د ډلي اړوند دی امنیتي سرتیرو له یو میل تمانچي سره نیولی چې غوښتل یې په ښار کې امنیتي منسوبین او دولت
کارکوونکي په نښه کړي.

بل تن چې جان محمد نومیږي له ۶۰ قطعو جعلي تذکرو او سټیکرونو سره نیول شوی چې دواړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *