د غزني چارواکي، په یو بمي برید کې د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ دامنیه قومندان د وژل کېدو پخلی کوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، د خوګیاڼو امنیه قومندان قادرشاه او یو ساتونکی یې د البیروني ښارګوټي په مربوطاتو کې د سړک د غاړې به بم الوځول شوی دی.

نوموړی دغه راز وايي، پېښه نن چهار شنبه سهار شپږ نیمې بجې شوې  او قادرشاه له خپل یو ساتونکي سره کرولا موټر کې د ښار پر لور راروان و چې بم پرې الوتی دی.

تر اوسه چا د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو باید وویل شي چې غزني کې د اکثره دا ډول پېښو مسوولیت طالبان مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *