کامران د اندړ ولسوال
خبریال: ج. وقار-  د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په امنیه قومندان انجنیر لطف الله کامران نن غرمه شاوخوا دولس بجې ځانمرګی برید شوی، خو نوموړي او ساتونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند فهیم امیري تاند ته وویل چې برید د غرمې په دولس بجې شوی چې په پایله کې یې د یوې مېرمنې په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړي وویل چې کامران او ملګرو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا ځانمرګی په موټر سایکل سپور و چې د کامران د موټرو کاروان په رارسېدو  یې ځان ته چاودنه ورکړه.
انجنیر لطف الله کامران لومړی کس و چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو په ضد ولسي پاڅون وکړ.
نوموړی یو نیم کال وړاندې د اندړو ولسوالۍ په حبیب ګوډلو کلي کې د سړک غاړې ماین چاودنې مرګونی ژوبل کړ چې له څه درمنلې وروسته خپل کار ته ستون شو.
One thought on “غزني: د ګیلان ولسوالۍ امنیه قومندان له ځانمرګي بریده روغ ووت”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *