تاند، جمعه، د اسد ۴مه: طالبانو پرون پنجشنبه ماسپښین پر خوږیاڼي ولسوالۍ برید کړی او د دغې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان یې وژلی دی.

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر نن جمعه د پېښې تایید وکړ او زیاته کړې یې ده چې د خوږیاڼو ولسوالۍ سرپرست قومندان سمیع الله پوپل او دوه سرتېري یې د طالبانو برید کې وژل شوي دي.

د غزني ولایتي اداره وايي، پېښه کې د قومندانۍ پنځه سرتېري هم ټپیان دي خو د طالبانو خواته بیا څلور کسان وژل شوي دي.

خو طالبان بیا وایي، دغې جګړه کې د امنیه قومندان په ګډون ۲۱ سرتېري وژل شوي، دا هغه ادعا ده چې د غزني ولایتي اداره یې په کلکه ردوي.

بلخوا د غزني ولایتي اداره وايي، قره باغ ولسوالۍ کې یې چټل خېلو سیمه کې پر طالبانو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۱۰ کسه وسله وال وژل شوي دي.

غزني هغه ناامنه ولایت دی چې دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او قاطع ملاتړ ماموریت کلک پام ور اوښتی او دغلته یې د طالبانو پر پټنځایونو ګڼ لوی واړه عملیاتونه اجرا کړي دي.

دې وروستیو کې طالبانو څخه په غزني کې ده یک او خواجه عمري ولسوالۍ بېرته نیول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *