تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: په غزني ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شويدي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت تاند ته وايي، دا یو سراچه موټر و چې له کابل څخه غزني ته روان و او په لاره یې ټکر کړی دی.
د غزني د حوزوي روغتون مشر بازمحمد همت تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، دا په یو سراچه موټر کې سپاره د یوې کورنۍ اووه غړي نن له غرمې وړاندې یوولس بجې د غزني د روضې کوتل ساحه کې له ۳۰۳ ډوله موټر سره د ټکر پېښه کې مړه شوي دي.
نوموړی وايي، په مړو کسانو کې یو نارینه، دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د وروستیو ارقامو په اساس سږ کال په شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه نږدې ۴ زره ترافیکي پېښې شوې دي چې ۳۲۲ کسان په کې وژل شوي او له ۲۰ زرو زیات ټپيان دي.
دغه راز ویل کېږي چې په افغانستان کې تر جګړې زیات ترافیکي پېښو کې د بې احتیاطۍ او د قوانینو نه مراعات له کبله خلک مري.