دوه كاله مخكې امريكايي سپيشل فورس د غزني په څو ولسواليو كې د سيمه ييزو پوليسو تخم وكاره، هغوى دا كار د ځان د خلاصون لپاره وكړ، په هغو سيمو كې يې سيمه ييز پوليس (اربكيان) وكرل، چې بهرني ځواكونه تر سخت فشار لاندې وو.
اوسمهال د غزني په شپږو ولسواليو، ګيلان، مقر، اب بند، قره باغ، اندړو او ده يك ولسواليو كې سيمه ييز پوليس فعاليت لري.
امريكايي ځواكونو د سيمه ييزو پوليسو په جوړښت كې يواځې خپله امنيتي اړتيا په پام كې ونيوله سيمه ييز شرايط يې له پامه وغورځول، د دې كسانو قومانده يې پخوانيو، خپلسرو قوماندانانو، د ځمكو غاصبينو او سترو مجرمينو ته وركړه.
د سيمه ييزو پوليسو په تشكيل كې ناقانونه وسله وال، غله او د مخدره توكيو روږدي راټول شول، دې ناكاره امنيتي تشكيل نه يواځې دا چې سيمه يې امن نه كړه، د طالب وسله والو مخه يې ونه نيوله، بلكې د خلكو لپاره ناسور او د مرګ تبه شوه.
سيمه ييز پوليس د كورنيو چارو وزارت په برخه رسيدلې جنګي ډله ده، چې اوس يې له خپلو امنيتي پوستو د كليو او كورونو نيولو ته مخه كړې، دوى ولس د سپر په توګه كاروي او خلك په زوره له كليو او كورونو شړي او په كورونو كې پوستې جوړوي.
د ولسمشر كرزي په دوره كې خلكو په دې اړه ډير شكايتونه وكړل، خو دغه شكايتونه سم وانه ورېدل شول، ولسمشر اشرف غني، ژمنه كړې وه، ناقانونه ډلې او زورواكې به ختموي، چې سيمه ييز پوليس هم په همدې دوو ډلو كې راځي.
د سيمه ييزو پوليسو د تشكيل په رائس كې، پخوانى جهادي قوماندان خليل هوتك دى، چې د غزني په ښار كې يې زرګونه جريبه دولتي او عامه ځمكه غصب كړي، د دې سړي ماضي له بې شميره خرابو كيسو ډكه ده.
ورسره د غزني امنيه قوماندان زړور ذاهد چې په اصل كې د پخوانۍ شمالي ټلوالې په مټ او مهرباني په څلوركلن پوليسي ماموريت كې جنرالۍ ته ورسيده، د عامه نظم په ګډوډولو كې لوى لاس لري.
ذاهد د غزني په ښار كې د هدفي وژنو مخه ونه نيولى شوه، چې په تيرو دووه مياشتو كې شاوخوا څلويښت كسه دولتي مامورين، پوليس او د اردو سرتيري په كې هدف شول.
ذاهد د دې وژنو په تور ،څو بې ګناه كسان ووژل، د وژل شوي كس له مړي سره بۀ يې توپانچا كېښوده بيا به يې اعلان وكړ، چې يو تن ښاري تروريست يې وژلى، تر اوسه د غزني پوليسو د زوړر ذاهد په قومانده دوه تنه محصلين، يو زده كوونكى، يو دوكاندار او يو ښوونكى وژلي دي.
دغه راز د زړور ذاهد په قومانده سيمه ييزو پوليسو په زور خلك له كورونو شړلي او د خلكو په شخصي كورونو كې يې امنيتي پوستې جوړې كړې دي.
سمه ييزو پوليسو(اربكيانو) ډير وحشت په قره باغ كړى، په اتو كليو كې يې د خلكو شخصي كورونه په زور نيولي او خلك يې كډې كولو ته مجبور كړي دي.
د دې سيمې يو تن اوسيدونكي او قومي مخور حاجي وكيل احمد وايي، چې سيمه ييزو پوليسو د شاغولي د كلي جومات كې پوسته جوړه كړې او له تيرو شلو ورځو كليوال خپل جومات ته د ورتګ اجازه نه لري، څو ورځې مخکې د کلیوالو یو بل کور هم ونیول کورنۍ یې کډه کړه.
نوموړی وایي، دوه کاله مخکې د سیمه ییزو پولیسو قومانداني د شاغولي د کلي دوه کورونه په زور ونیول، کورنۍ یې وشړلې او پوستې یې په کې جوړې کړي، ، دغه کلی شاوخوا سل کورونه لري، چې تل تر امنیتي تهدید لاندې وي.
حاجي وكيل احمد وايي، سيمه ييزو پوليسو په څو نورو كليو كې هم لكه د ګرګاب مشهوره كلا په زور نيولې او له دې كلي يې شپږ اوه كوره په زور ايستلي دي هلته يې پوسته په كې جوړه كړې ده.
څو ورځې مخكې پژواك اژانس په دې اړه يو راپور هم خپور كړى و، هغه مې تر نظر تير كړ، په راپور كې سيمه ييزو خلكو ادعا كړې وه، چې كورونه او كلي يې سيمه ييزو پوليسو په زور نيولي دي، خو د قره باغ د سيمه ييزو پوليسو بې سواده قوماندان خبريال ته ويلى و، چې دا د ښمن تبليغ دى، ورسره په دې راپور كې د غزني امنيه قوماندان زړورذاهد هم ورته خبره كړې وه، او د سيمه والو ادعا يې د طالبآنو دسيسه بللې وه.
دغه قوماندان د ولس په سترګو كې خاورې ور اچوي، دوى روږدى شوي، چې هر وخت مركز او خپلو اړوندو ادارو او مشرانو ته غلط راپورنه او دروغجن مالومات وركړي.
اربکیان جنګي جرمونه کوي، خلک په زور له کلیو او کورنو راباسي به کونداغونو یې وهي او په جبر خپلې پوستې پرې جوړوي.
ستونزه دا ده چې دولت په ځانګړې امنيتي دارې او پوليس هيڅ پر ولس بآور نه لري، د ولس خبرې او ستونزې بابيزه ورته ښكاري، په لوى لاس ځان ته د دښمني تخم كري.
د غزني والي موسى خان اكبرزاده خو بيا د ورځې د حكومت مامور او د شپې طالب وي، د غزني د ښار له حالاتو هم نه دى خبر.
دوه مياشتې مخكې د غزني په ښار كې غبرګ موټريز ځانمرګي بريدونه وشول، په هغه ورځ نه والي او نه هم امنيه قوماندان په غزني كې و.
والي اكبرزاده، له پېښې پنځه ورځې وروسته له كابل غزني ته راغى او بيا يې يواځې د پټو سترګو ارزونه وكړه چې زيان كم، تلفات ليږ او دښمن نه دى توانيدلى چې درېيم بريد هم تر سره كړي.
والي وايي، چې طالبانو د بريد لپاره درېيم موټر هم تيار كړى و، خو هغه موټر پر لاره د تخنيكي عوارض وكړل او هدف ته ونه رسيده.
امنيه قوماندان ذاهد د خپل نظامي مسووليت تر څنګ، د ناروغي د درملنې په بهانه، په كال كې يو ځل د دوبۍ، تركيې، هند او امريكا سفر كوي، چې د نظامي كال درېيمه برخه په چكر او عياشي تېروي.
د امنيه قوماندان لويه ګټه په دې كې ده، چې د پوليسو د تشكيلاتو راپور يې لوى جوړ كړى، خو په ولسواليو او امنيتي پوستو كې د پوليسو شمير كم دى، دى په دې ډول د ډير تشكيل لپاره د ډيرې حوالې نيمايي برخه جيب ته اچوي، په ټانكرو تيل خرڅوي، او په موټرو عياشه او د لسګونو نا موجوده پوليسو په نوم راغلي معاشونه خپل اكاونټ ته ليږي.
ولسمشر اشرغني كه د غزني پر مظلوم ولس رحم او مهربآني ونه كړي، لرې نه ده، داسې وخت راشي ، چې يو وخت غزنيوالو د طالبانو او پنجابانو پر خلاف پاڅون كاوه اوس د حكومت پر خلاف ودريږي.