(دا خبر لا بشپړ نه دی)
تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: د غزني پوهنتون په یو ټولګي کې نن سهار لس نیمې بجې چاودنه شوې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، د غزني ولایت د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې د نن سهار چاودنې ۱۲ محصلینې او ۷ محصلین ټپيان کړي دي.
خو د غزني د ولایتي روغتون مشر بازمحمد همت بیا تاند ته وویل، دوی ته د پېښې له ځایه ۲۰ ټپيان محصلین ور وړل شوي دي.
بلخوا عیني شاهدان وايي، د چاودنې په نوعیت نه دي پوه شوي، خوغږ یې دروند و او لسګونه ټپيان روغتون ته ترې رسول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی اخیستی.