تاند- وسله والو طالبانو غزني ښار ته نژدې یوه مهمه پوسته ونیوله او په هغې کې ځای پر ځای ۱۳ امنیتي ځواکونه یې ووژل.

طالبانو غزني ښار ته څېرمه دا پوسته یوه ورځ وروسته له دې ونیوله چې دې ډلې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو پوځي مرکز ونیوه او په هغه کې شاوخوا ۲۵ دېره ځواکونه یې ووژل.

غزني ښار ته نژدې پوسته، چې اوس طالبانو نیولې، د غزني ښار د امنیت د ټینګښت لپاره په وروستیو کې جوړه شوې وه.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وویل چې غزني ښار ته نژدې پر امنیتي پوستې د طالبانو په حمله کې ۱۳ سرتېري شهیدان شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

ده وویل چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې ۱۸ پولیس وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي او همداراز ډېره اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د سږ کال د اګست په نیمايي کې طالبانو پر غزني ښار پراخ خونړی او ویجاړوونکی یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او غزني د ارواوو په ښار بدل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *