تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: د غزني ولایت د عامې روغتیا چاروکي وايي د نننۍ چاودنې د ټپیانو شیمر ۲۷ تنو ته رسیدلی دی.

د ملکي روغتون رئیس ډاکټر باز محمد همت وایي، په ټپیانو کې پنځه نفره نارینه او پاتې ۲۲ تنه یې محصلینې دي.
دی زیاتوي: «په دوه ویشتو محصلینو کې څلورو یې روحي شوک لیدلی دی او پاتې اتلس یې ټپیانې دي، خو د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.»

دغه چاودنه د سه شنبې ورځ تر غرمې مخکې لس نیمې بجې د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو د پوهنځي په دریم صنف کې د درس پر مهال شوې وه.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د تیر وږي میاشتې په ۲۵ نېټه هم د دغه پوهنتون د تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو په یو کاسټر موټر کې بمي چاودنه شوې وه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان وو چې نجونې او هلکان زده کوونکي په کې شامل وو.
طالبانو د غزني په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي، مګر چارواکي وایي، په غزني کې تر دې دمه ټول بریدونه طالبانو کول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *