تاند، سه شنبه د چنګاښ ۲۵ مه: افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو د وسلو لوی ډیپو له منځه وړی دی.

امنیتي سرچینو نن سه شنبه تاند ته وویل، امنیتي ځواکونو ده یک ولسوالۍ کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو ماینونو یو ډیپو چې ۲۰ لوی بمونه په کې وو کشف او له منځه وړی دی.

چارواکي وايي دغو عملیاتو کې دوه پایې هاوان، یو ارپي جي سرګلوله، پنځه کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۴ لاسي بمونه، ۲۵۰ جوړه د محلي پولیسو لباس هم نیول شوی دی.

سرچینه دغه راز وايي، دغو عملیاتو کې په کوکنارو کرلې ۵ جیریبه ځمکه هم اړول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *