تاند، یکشنبه د قوس ۲۴ مه: په غزني کې د طالبانو د ماین چاودنې ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري تاند ته وایي، د طالبانو لخوا د ځای په ځای شوي ماین د ملکي وګړو پر فلاینکوچ موټر د جغتو – غزني د سړک په اوږدو کې چاودنه کړې چې د ۴ میرمنو او یو ماشوم په ګډون یې لس ملکیان یې وژلي او د ۳ میرمنو په ګډون ۶ نور یې ژوبل کړي دي.

ښاعلی نوري وایي، دا موټر له دایکندي ولایت څخه غزني ته روان و چې نن سهار مهال ماین پرې چاودلی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *