تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: په غزني کې د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي دي.
د غزني د والي له دفتره تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ کې په نظر خان کلي کې شوې ده.
خبرپاڼه کاږي چې د پېښې قربانیان یو ماشوم، دوه ښځې او دوه نارینه دي چې د لوګر د خروار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
د والي دفتر وايي، پر دغو ملکیانو هغه مهال چاودنه شوې چې دوی غوښتل په اندړو ولسوالۍ کې د خپلوانو کور ته ولاړ شي، چې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین پرې چاودلی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دغه ډله ډیره مهال د سړک غاړې په ماینونو د ملکي تلفاتو سبب ګرځي.
طالبانو او نورو وسله والو ډلو د سږني میلادي کال په لومړیو ۳ میاشتو کې هم ۵۳۱ ملکیان وژلي دي چې یوناما یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.