شنبه ۱۲/۵/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مرکز، اندړ، ده یک، ګیلان او آب بند ولسوالیو اړوندو کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسی دوه وسله والي نښتي او د ائتلاف ځواکونو لخوا پنځه (۵) هوایې بریدونه ترسره شوي چې پکي د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون
(۱۹) وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په لومړي اقدام کې تیره ورځ له غرمي وروسته شاوخوا (۲:۲۵) بجي د آب بند ولسوالۍ په بازګي، ګوډیان او تالان سیمو کې د ائتلاف هوایې ځواکونو په هوایې بریدونو کې شپاږ(۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی اړوند یو ډاټسن موټر، یو میل زیکویک او څلور عرادي موټر سایکلونه له منځه تللي دي.
دغه راز تیره ورځ له غرمي وروسته شاوخوا (۳:۳۰) بجي ائتلاف هوایې ځواکونو د ده یک ولسوالۍ په رباط او (۴:۳۰) بجي د یادي ولسوالۍ په کندر سیمو کې هوایې بریدونه ترسره کړي چې پکي شپاږ(۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او
د هغوی اړوند دوه عرادي سراچه موټر له منځه تللي دي.
بلخوا تیره شپه شاوخوا (۱۱:۴۰) بجي د ګیلان ولسوالۍ په جنډه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې دري(۳) وسله وال وژل شوي او دري (۳) نور ټپیان شوي دي.
هاخوا تیره شپه شاوخوا (۱:۰۰) بجه د اندړو ولسوالۍ په ټنګي سیمه کې پر یوه ځانمرګي بریدګر چې جمیل نومیده او د سپین بولدک اوسیدونکی وو او یو فولډر موټر کې نامعلوم لوري ته روان وو د ائتلاف ځواکونو لخوا هوایې برید
شوي چې ځانمرګی بریدګر له موټر سره یوځای له منځه تللي دي. تیره شپه دغه راز د مرکز غزنی په شهباز سیمه کی د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوي خو دواړو لورو ته پکي زیان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *