تاند، شنبه، د حمل ۳۰ مه: په غزني کې د یو نیم زر ټنه کرنیزو توکو د خوندیتوب لپاره د یوې لويې سړې خونې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د غزني والي د  یادې لويې سړې خونې د کمپلکس د بنسټ ډیرې د ایښودلو پر مهال وویل، د دغه کمپلکس ودانۍ ۳۰۰۰ متر مربع مساحت لري چې پرې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د ولسمشرۍ د عملیاتي واحد لخوا رغول کیږي.

د ښاغلي کلیمزي په خبره دغه سړه خونه سره له ټولو معیاري اړینو ملحقاتو رغول کیږي چي په یوه وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه میوو او سبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري: ((د دې سړې خونې کمپلکس د رغولو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې پر مټ به يې سلګونه ټنه زراعتي محصولات وساتل شي او په مناسب وخت کې به بازار ته وړاندې شي چې په فعالیدو سره به يې ګڼ شمیر بزګرو ته ګټه ورسیږي.))

د والي په وینا د دغې سړې خونې د کمپلکس د رغولو په چارو کې به ۱۵۰ تنه کارګرو ته د کار زمینه د دوو کلونو لپاره برابره وي او تر فعالیدو وروسته به پکې ۳۰ کسه پرسونل کار کوي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ په دغه سړه خونه کې به د سبو او میوو د درجه بندۍ، بسته بندۍ، سوړ سالون، د واټر پمپ خونه، اداري اتاقونه، د لمریزي بریښنا سیسټم او د ساتونکو اتاق د یاد کمپلکس د احاطوي دیوال په ګډون چې ۶  جریبه ځمکه احاطه کوي، شامل وي.

غزني د افغانستان له غرنیو ولایتونو دی چې ډیر خلک یې پر زراعتي کارونو بوخت دي. څه وخت وړاندې د یاد ولایت چارواکو ویلي وو چې په دې ولایت کې د نورو سبزیو او میوو ترڅنګ د زعفران حاصل هم ښه دی او دلته یې ښه پایله ورکړې ده.

د یادونې ده چې د افغانستان د اوبو لګولو، کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *