پنجشنبه 17/5/1398
د غزني ولايت د اندړو، ګيلان او ده يک ولسواليو په اړوندو کې بيګاه او پرون شپه د هوايې ځواکونو په عملياتو کې د دوو قومندانانو په ګډون (21) تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي او د هغوى اړوند پنځه عرادي موټر له منځه وړل شوي دي.

په لومړي اقدام کې بيګاه شپه افغان ځانګړو او هوايې ځواکونو د اندړو ولسوالۍ اړوند په يارو کلا کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې يو طالب قومندان ناصر مشهور په کش آخونزاده له خپلو پنځو(5) کسانو سره وژل شوى
دى.
په يادو عملياتو کې يو ټيلر موټر چې طالبانو غوښتل د تروريستي بريدونو لپاره پکي چاوديدونکي مواد ځاى پر ځاى کړي له منځه وړل شوى دى.

بلخوا د ګيلان ولسوالۍ اړوندو کې تيره ورځ ناوخته د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايې بريد کې شپاږ (6) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى اړوند دوه عرادي موټر سايکلونه له منځه تللي دي.

دغه راﺯ پرون شپه افغان ځواکونو د ده يک ولسوالۍ اړوند په سليمانزو سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې يو طالب قومندان منير وژل شوى، 8 تنه ټپيان شوي او د هغوى اړوند (4) عرادي موټر له منځه وړل شوي دي.
په يادو عملياتونو کې ولسي خلکو او امنيتي سرتيرو ته ﺯيان ندى اوښتى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *