په ټول هیواد کې په دندو ګمارنې تر رشوت او واسطې اړوند دي او بیا خو د ملي وحدت په نوي حکومت کې چې د امریکا په خوښه دوه سره شو قومي ، ژبنیز ، مذهبي او ګوندي عناصر پر دندو د مقررۍ برخه کې هغه اساسي عناصر شول؛ کوم چې په نه شتون کې یې ماسټران او کدري په لوړو زده کړو سمبال کسان بې دندو ګرځي. سر کار هم هر څه په خلاص سترګو ویني او له ناچارۍ یې زغمي، ځکه هغه څه چې په مغزو کې یې لري او هغه پخې تجربې چې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه یې د ناکامۍ له درشله بریالي او تر عصریتوبه رسولي دي د بهرنیو په تیره د امریکا لخوا د شته رامنځته شویو ستونزو او خنډونو له امله نه شي عملي کولای او اړ دی څو د ټولو ربړو او تیارو پر وړاندې چوپه خوله پاته شي.
د بهرنیانو شیطانتي پالیسیو سره چې حکومت وویشل شو ، نو اوس به له پیاده نیولې بیا تر رئیس او هان معین پورې د هر یو بست لپاره کاندید دواړه خواوې ګوري او تر وروستي حده به دا هڅه کوي څو لومړۍ په دواړو او که بیا نه وي یوې خوا د ثقل له مرکزه واسطه جوړه او خپل ځان بریالی کړي. خو که یوې خوا هم ونه شوه نو بیا یې ناکام بلل شوی وبوله او رشوت خو د دواړو خواوو واسطو په شتون کې لازم او ملزوم دی.
موده وړاندې په غزني کې د ناروې موسیسې لخوا یو بست اعلان ته سپارل شوی ؤ او یوازې اعلان یې د دوو یا دریو ادارو عمومي دروازو له څنګه راوځړید او له لسګونو پیژندل شویو کسانو څخه چې ځانونه یې ورته کاندید کړي وو یوه هم راته ونه ویل چې د مرکې لپاره یې ورغوښتی په داسې حال کې چې ډیرو یې لوړې زده کړې درلودې، خو چې واسطې یې نه درلودې او د مؤسیسې د رئیس خپلوان او یا په قومیت او ژبې کې ور شریک نه وو نو تر اوسه یې برخلیک ناڅرګند دی.
له دې وړاندې د کلیو پراختیا وزارت اړوند نیمه دولتي اداره چې د ملي پیوستون تر نوم لاندې کار کوي نږدې دیرش بستونه اعلان ته سپارلي وو او د لوړو زده کړو درلودوونکیو له ډلې څخه لسګونه پیژندګلو ځانونه ورته کاندید کړي وو او ځینو خو له پلازمېنې کابل څخه د یو شمیر مشرانو سفارشونه هم ورته راوړل، خو له دې سره سره د تیرې روژې په نمايي کې د یو ریاست رئیس له خولې خبر شوم چې ویل یې : د ملي پیستون ولایتي ادارې مشر او نور ډیری کارکوونکي د یو واحد ګوند منلي غړي دي او د نږدې دیرشو بستونو زرګونه او یا هم کیدای شي سلګونه زره کاندیدانو له ډلې څخه یوازې د هماغه ګوند مرکزي مشرانو په خوښه جوړ شوي لیست څخه چې یا یې ګوندي غړي ، یا سیمییزقومي تړاو او یا هم د خپلوۍ تار ورسره لري په دندو ګمارل کیږي او بستونه هم یوازې د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندلو او د مرکزي چارواکو غولونې په موخه اعلان ته سپارل شوي دي. هغه دا هم وویل چې د روژې په پیل کې د اجرائیه ریاست اړوند معاونیت د نږدې ګوندي فعال او یو شمیر نورو په خوښه لیست جوړ شوی او په غزنې کې د ملي پیستون اړوند رئیس او نورو اداري کارکوونکو ته چې د هماغه ګوند فعال غړي دي رالیږل شوی تر څو یې له مخې ټاکل شوي کسان پرته له کوم قید او شرط څخه په دندو وګمارل شي او د ګمارنې ټول پړاوونه یې په آسانۍ تیر شي.
دغه راز د غزني ولایت مقام ، اطلاعات او کلتور ، کار او ټولنیزو چارو ، حج او اوقافو ، ښاروالۍ ، کرنې او اوبو لګونې ، فواید عامې یا ټولګټو چارو ، کلیوپراختیا ، پوهنې او ګڼو نورو ادارو کې ګمارنې پر رشوت سربیره په ګوندي ، سیمییز قومي ، ژبنیز او مذهبي تار درلودلو تر سره کیږي او کوم بست ته نوماند باید تر ټولو مخکې په پورته تارونو سمبال وي تر څو د ځان نوماندۍ هڅه وکړي او د اړوند ادارې رئیس او نورو ټولو مهمو مسؤلینو د ګوندي ، قومي ، مذهبي او ژبنیزو خصوصیاتو څخه باید پوره خبر وي تر څو دندې ته د ځان کاندیدولو منډې ترړې يې بیځایه نه شي.
پر یادو ستونزو سره بیره په غزني کې د ملي امنیت ادارې لخوا له وسله والو سره د تړاو په تور د جوماتونو بې ګناه ملا امامان او په ښار کې اوسیدوونکي د قرآن حافظان د ژبنیز ، قومي او یا هم مذهبي تعصب له مخې نیول کیږي او د تحقیق لپاره چې کله بیول کیږي، نو د مرګ تر کچې وهل کیږي. موده وړاندې یې د قرآن کریم یو نوی ځوانه کی حافظ د وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نیولی ؤ او بیا یې د تحقیق پر مهال په وهلو ټکولو وژلی ؤ، چې انځورونه یې اوس هم د ګوګل له لارې موندل کیږي او وروسته له دې ناوړه عمل یې پر نوموړي زلمي دا تور هم ورپورې کړ، چې ویلي یې وو زلمي په توقیفخونه کې ځان وژنه کړې ده.
نو په پای کې د مرکزي دولت له چارواکو په کلکه دا غواړم چې نور دې د افغان کړیدلي ولس د درد دوا کولو لپاره په ادارو کې د سمون جدي ګامونه واخلي ، یووالی دې خپل کړي او په دندو د ګمارنې په برخه کې دې متعصب او تنګ نظري کسان د ریاستونو او نورو ادارو د مشرانو په توګه نه ګماري؛ تر څو خدای مه کړه دا ځل افغانستان د مذهبي شخړو کندې ته ورټیل نه وهل شي او لکه عراق د مذهبي شخړو قرباني نه شي ، ځکه ګوندي اختلافات د کابو کیدو وړ دي؛ خو له بده مرغه چې مذهبي اختلافاتو او تاوتریخوالو ته هیڅ حل لاره نه لیدل کیږي، ځکه دا ډول اختلافات تل پردي په تیره هغوي چې غواړي مسلمانان د نړۍ پر مخ بدنامه او بې اتفاقه کړي رامنځته کیږي. مرکزي چارواکي دې په غزني کې د یادو ستونزو حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي او غزنی دې له بدبختې ورځې وژغوري.
ستا لیکنه په زای او بالکل حقیقت لری زه دکابل په مرکز کی دیوه وزارت دگمارنی مدیر پاتی شوی یم دغزنی ولایت دکرنی داداری دری جلده دوسی دمقرری لپاره ومرکز ته رالیزلی وی په دری بستو کی دری نفره هزاره گان چه یو هم قانونی معیارونه نه وه پوره کزی دمنظوری غوشتنه کوله له یوی خوا ددی متقاضیانو مقرری دقانون خلاف کاروه او زیاته جالبه خو داوه چه دادری هزارگان دغزنی ولایت ونا امنو ولسوالیو ته باید لزیل شوای وای ددو تگ وهغو ولسوالیو ته ناشونی وه هدف داوه چه دامقرر شی بیابه دغزنی په مرکز کی خدمتی ونیول شی اودپشتنو سیمو کادرنه دی بیکاره وکرزی ماددی دوسیو دپروسیس مخالفت کاوه له یوی خوا مقرری خلاف دقانون وه اوبل ددی اشخاصو ورتگ ودی ولسوالیو ته امکان نه درلود دغزنی دهزاره گانو وکیلان وزیر ته زان راورساوه اوزه ی په تعصب تورن او له وظیفی لری کم خو دا چه زما موقف اصولی وه دوی ونه توانیدل چه دهغه کال تر اخیره داکسان وگماری ولی دملی وحدت په حکومت کی دغزنی هزاره توکمو وکیلانو وکولای شوای چه دا کسان مقررکی او دپشتنو کدرونو دمقری مخه ونیسی