د جلال اباد د تروریستي حملې اصلي تنظیموونکي ونیول شول

یکشنبه ۲۹/۲/۱۳۹۸
غزني کې د ملي امنیت منسوبینو د بیلابیلو عملیاتونو په ترڅ کې څلور تنه د تروریستي کړنو او فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان هر یو همایون مشهور په مایک د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د سالار اوسیدونکی، لعل محمد د پکتیکا ولایت د شرني اړوند د ملکان کلي اوسیدونکی، سید حبیب الرحمن د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د
تاسنګ کلي اوسیدونکی او عبدالرؤف د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سلام ګوډل اوسیدونکی دی.
نیول شویو کسانو د غزني ولایت د مرکز په اړوندو کې تروریستي فعالیتونه لکه د ماینونو ښودل، د امنیتي منسوبینو ترور، وسله والو ته د ځینو دولتي کارکوونکو په تړاو د معلوماتو ورکول، د طالبانو په ګټه تبلیغ، د وسله
والو لیکو ته د کسانو جلب او جذب ترسره کاوه.
یاد کسان د غزني ښار له بیلابیلو سیمو څخه د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي چې ټول یې پر خپلو جرایمو اعتراف لري.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *