خبرپاڼه
د۱۳۹۴کال د سرطان ۱۴مه
د افغانستان د پوهنې وزارت لخوا د غزني په ښار کې د مرکز او خواجه عمري ولسوالۍ د ښوونکو لپاره ۲۰۱۹ نمرې ځمکه وویشل شوه.د ښوونکو دغه ښارګوټی په شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې دغزني په ښار کې پروت دی.د ښوونکو په دغه ښارګوټي کې دځمکې د ویش پرمهال د غزني سرپرست والي او د پوهنې د ریاست چارواکو برخه درلوده او دایې له ښوونکو سره د شوې ژمنې د پوره کیدولومړی ګام وباله. د غزني دپوهنې ریاست وايي ،چې ددغه ولایت د پاتې ولسوالیو د ښوونکو لپاره به ددوی د اوسیدوسیموته نژدې د کورونو لپاره ځمکه وویشل شي.

د غزني د پوهنې ریس ښوونکو د ټولنې مهم قشر وباله او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت به د ښوونکو د مادي او معنوي ژوند دښه والي لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.

دافغانستان د پوهنې وزارت ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې  به په بیلا بیلو ولایتونو کې ټولو هغو ښوونګو ته د کورونو په موخه ځمکې ورکوي، چې تردې مهاله یې نه دي ترلاسه کړي.دافغانستان د پوهنې وزارت تردې مهاله توانیدلی شاوخوا۸۳  زره نمرې ځمکه د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې درنو ښوونکو ته وویشي.


دپوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *