هر کال د نوي کال او اخترونو په رخصتیو کې د هیواد یو ولایت ته منظره یي سفر زما او د یو څو همفکره نږدې ملګرو عادت ګرځیدلی دی. له لوی اختر مخکې مو په دې سره هوکړه وکړه چې د اختر په دوهمه ورځ به د اسلامي هیوادونو کلتوري پلازمېنې غزني ولایت ته په سفر ځو تر څو هم ددې ولایت له نویو بیا رغونو څخه لیدنه وکړو او هم یې لرغوني ځایونه وګورو او زیارتونو ته یې ورشو، چې له پلان سره سم مو د اختر په دوهمه د سفر په موزې په پښو کړې او له پلازمېنې کابل څخه مخ پر غزني روان شوو. د میدان وردګو مرکز میدان ښار څخه چې لږ وړاندې ولاړو نو بیا د غزني تر ښاره په لارې کې د جنګ جګړو څرګندې نښې تر سترګو کیدې او له دوو څخه تر دریو کیلومټرو پوخ ډمبر سړک روغ نه ؤ پاتې، ځکه یا په بمونو الوزول شوی ؤ او یا د سوزول شویو موټرونو په لمبو او د درنو وسلو مرمیو زیانمن کړی ؤ. د میدان وردګو ولایت کې راتیر شوي لوی سړک دواړو غاړو اوسیدوونکو او په لویه کچه د ولسوالیو په اړه په کره شواهدو څرګنده شوې ده چې کلونه مخکې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروانونو باندې د مخالفینو بریدونو له ګټې وسله والو طالبانو ، ترانسپورتي شرکتونو ، د لویو موټرو چلوونکو ، خصوصي امنیتي شرکتونو ، د وسله والو مخالفینو په نوم سلګونه ډلو او د سړک غاړو اوسیدوونکو ته په میلیونونو ډالره ګټه رسیدلې، چې ددې موضوع وضاحت به بیا په دې تړاو یوې ځانګړې لیکنې کې څرګند کړم.
ماسپیښین مهال غزني ښار ته ورسیدو او په ښار کې د زیارتونو ، بالاحصار ، یو شمیر لرغونو سیمو ، د اسلامي ثقافت مرکز ودانیو د غزني ښار کوڅو او نویو رغول شویو ځایونو له لیدو وروسته د ښار په زړه کې د غزني اوسیدوونکي یو پخواني ملګري کور ته ولاړو او ورسره مو شپه کړه. د شپې تر ناوخته د غزني ښار امنیتي حالت خرابوالي ، په دولتي ادارو کې د فساد شتون او د چارواکو ناکارایۍ باندې وغږیدو خو تر ټولو پکې مهمه موږ ټولو ملګرو ته دا وه چې د اسلامي هیوادونو کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني ټاکل کیدو او د ګڼو رغنیزو پروژو پلي کیدو سربیره بیا هم د غزني ښار له کابله هم په خراب حالت کې دی او د خځلو لپاره د ځانګړيو ځایونو پراخ نه شتون له امله د غزني سیند د خځلو ډیران ګرځیدلی دی. ددې ښار سیند یو وخت د هیواد لویو سیندونو په څیر پاک ؤ او رڼې اوبو یې د هر لیدوونکي پام ځانته ور اړاوه ، خو اوس سره له دې چې یې په ښار کې دواړو غاړو ته شنه کوچني پارکونه جوړ شوي او څو پلونه پرې نوي جوړ شوي دي ، خو بیا هم د خځلو ډیران دی او د ښار اوسیدوونکي له ناچارۍ خځلې پکې اچوي، ځکه کله مو چې له ملګري کوربه پوښتنه وکړه، چې ښاریان لکه چې د ښار اوسیدو په دود یا فرهنګ نه دي بلد، چې خځلې په سیند او ویالو کې اچوي؟ خو هغه وویل چې د ښاروالۍ له بې غورۍ خلک خځلې سیند کې اچوي، چې بیا د سیند پر غاړو او پلو د تیریدوونکو لپاره یې بویناک حالت کړاو جوړوي.
د غزني ښار کې د ټولو کوڅو له ډمبر کیدو سره سره د دې ښار کانالیزاسیون سیستم د ځنګلي شا ته پاتې سیمو په څیر دی؛ځکه له کورونو څخه د تشنابونو او نورې ناپاکه اوبه د کوڅو په ویالو کې ځای پر ځای ډمنډ دریږي چې بیا خځلې او خاورې هم ورسره یو ځای کیږي، ویالې ډکیږي او له بوی څخه یې د کورونو اوسیدوونکي او هر تیریدوونکی لاروی په سخت کړاو کې وي. ددې ښار په زړه کې لس کاله وړاندې د رڼو اوبو کاریزونه وو او خلکو به د یو شمیر جوماتونو اودس خونو ته ترینه پخې ویالې تیرې کړې وې، چې تش په لیدو به یې د سړي ذهن تازه شو او د یوې طبیعې ښکلا انځور به یې په ذهن کې را ژوندی کاوه، خو اوس نه یوازې دا چې د کانالیزاسیون سیستم خرابوالي له امله یاد کاریزونه وچ شوي او اوبه یې د څښاک نه دي ؛ بلکې په ښار کې د ژورو څاګانو اوبه هم د کوڅو ویالیو کې د ولاړو مردارو اوبو او د سیفټیک ناسمو څاګانو او ذخیرو له امله ناپاکې او ناولې شوي دي، چې لږ تر لږه د کالیو او لوښو د مینځلو لپاره هم د کارونې وړ نه دي.
د ښار په هره کوڅه کې پلي او سپاره د خځلو او ویالو د اوبو بد بوي څخه سخت په کړاو کې دي او د غزني ښار لپاره د ښار د پاکونې ، د کانالیزاسیون سیستم سمونې او د ویالو ناپاکو اوبو په عامه اصطلاح د (او رونو) برابرولو برخه کې نه د ولایت مقام ، نه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ، نه د ښار جوړونې او نه هم ښاروالۍ کوم ګام پورته کړی دی، چې په دې توګه یادو ناولتیاوو غزنی د هیواد ناولو او ککړو ښارونو بیلګه ګرځولې ده او هر نوی لیدوونکی د ښار دې حالت په لیدو سره داسې انګیري چې ګویا دا یوه لرې شا ته پاتې ولسوالي ده.
د هیواد لوی او واړه لومړۍ ، دوهمه او دریمه درجه ولایتونه او د ولایتونو ښارونه د چاپیریال ککړتیا برخه کې د غزني ولایت په څیر ککړ نه دي او نه یې هم لارې او کوڅې د غزني په څیر بویناکې او په ناولو اوبو سمبال دي. د هیواد لویدیځ کې پروت د هرات ولایت د هیواد په کچه پاک او نظیف ښار لري اوسیدوونکي یې د ښار اوسیدو فرهنګ سره بشپړ بلدتیا لري او د تاریخي ارزښت سره سره د هر کورني او بهرني سیلاني پام ځانته ور اړوي. هلمند ، قندهار ، بلخ او ننګرهار نور هغه ولایتونه دي چې ښارونه یې نه یوازې دا چې پاک چاپیریال لري ، بلکې شنې ساحې او لوړ عصري کانالیزاسیون سیستم لري، چې د نفوسو له ډیروالي سره سره یې بیا هم چاپیریال د غزني ښار په څیر ککړ نه دی.
په غزني کې د ښاروالۍ ، د ولایت او ښار د چارو سمبالوونکو اړوند ادارو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اړه مې چې معلومات راټول کړل، نو راته څرګنده شوه چې غزنی د اداري فساد برخه کې تر هر بل ولایت ډیر پرمخ تللی دی او د زورواکو لخوا د مځکو غضب او په خپل سر د ښارګوټو جوړولو چاره پکې په تیرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت زیاته پرمخ تللې ده، نو ځکه خو په دې ولایت کې کارنده او د انصاف خاوند والي ، امنیه قوماندان او نور ریسان او آمرین تر ډیره په دندو نه پاتې کیږي او د ټول هیواد په کچه د مسؤلینو د آزمیښت لابراتوار ګرځیدلی دی او هغوی چې په خپلو دندو تر ډیره پاتې شوي دي د غزني ښار کې د مافیا پخوانیو جنګسالارو کړیو سره د معاملې او ځانګړې برخې لاس لري. د غزني اطلاعاتو او کلتور رئیس په کابل کې ژوند کوي او په کال کې یو یا دوه ځلې د سیاحت په ډول له غزني څخه لیدنه کوي په همدې ډول دې ولایت کې ګڼ شمیر ادارو ریاستونه په زور او یاغيتوب چلوول کیږي او په پلازمېنه کې د مافیايي جنګسالارو ډلو لخوا یې ملاتړ روان دی.
دا چې غزنی د چاپیریال ککړتیا برخه کې په ټول هیواد کې نمونه دی، نو د اسلامي هیوادونو کلتوري پلامېنې په توګه ددې ولایت ټاکل کیدل او د لومړۍ درجه ولایت ته لوړتیا به تر هغو ګټه ونه کړي، تر څو ددې ولایت لپاره کارنده مسؤلین په دندو ونه ګمارل شي او د مځکو غضب ، غلا ، شوکماریو، اداري فساد او مافیايي کړیو لړۍ پای ته ونه رسیږي نو هر ډول ادلون او بدلون به هیڅ ګټه ونه کړي او تر ټولو مهمه دا چې که د غزني چاپیریال ککړتیا ته ځانګړې پاملرنه ونه شي او له پلازمېنې لوړ چارواکي پر سیمییزو چارواکو فشار را نه وړي، نو غزنی به د ښار او ولسوالیو اوسیدوونکو لپاره تر ټولو ککړ او ناولی ځای وي او پر بهرنیو سیلانیانو سربیره به کورني سیلانیان هم ددې لرغوني ولایت لیدو ته زړه ښه نه کړي او نه به څوک دا ووايي چې غزنی یو وخت د ښارونو ناوې یادیده.