تاند، شنبه، د چنګاښ ۲۹ مه: غزه کې پر فلسطیني لاریونوالو د اسرایيلي پوځیانو په ډزو کې ۹۸ کسان وژل شوي دي.
غزه کې له یوې اوونۍ راهیسې لاریونونه روان دي چې د تازه پېښې په اړه یې روغتیايي چارواکي وایي، لاریونوالو نه یې ۴۹ کسان د اسراییلي پوځیانو په مرمیو لګېدلي دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، ټپيانو کې ۴ روغتیايي فعالان هم شامل دي.
فلسطین کې له تېرو ۳۰ کالو راهیسې د اسراییلو د استعمار ختمولو لپاره هره جمعه ورځ لاریونونه کېږي.
خو تېره مارچ میاشت کې ملګرو ملتونو ادعا وکړه چې اسراییلي پوځیان د لاریونوالو پر ضد اقداماتو کې د بشري حقونو له پولو څخه اوښتي دي چې دا په جنګي جرمونو کې هم شاملېدای شي.
د یادونې ده چې پر اسراييلي پوځیانو تور دی چې دوی په لوی لاس فلسطیني لاریونوالو کې انتشار پیدا کوي.
اسراییلو د غزې تړانګه له ۲۰۰۷ کال راهیسې محاصره کړې ده او خلک یې له سخت ژوند څخه شکایت کوي.