ثناءالله تسل –

په پاکستان کې د طالبانو وروستيو پرمختګونو او بريدونو د سیمې يو شمېر هېوادونه (چېن، ايران او هندوستان) د دغه هېواد د راتلونکي په اړه انديښمن کړي دي. داسې فکر کېږي چې پاکستاني طالبان دالقاعده په پراخه ملاتړ هڅه کوي چې پاکستانی حکومت له پښو و غورځوي او پرځای يې د طالبانو اسلامي امارات رامنځته کړي. پاکستاني طالبان او د دوی ملاتړي القاعده فکر کوي چې د پاکستان جغرافيوي موقعيت، اټوم بم او د پاکستان اسلامي پوځ او نظام به دوی سره مرسته وکړي چې په سیمه او نړۍ کې خپلو موخو ته ورسېږي.

پاکستاني طالبانو د القاعده او د سیمې نورو وسله والو ډلو په مرسته وکولای شول چې خپلې جګړې ته د غزوالهند (د هند جګړه) نوم ورکړي. غزوالهند چې ديني صبغه لري، په اړه يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسې نقل شوی چې که چا په دغه جګړه کې برخه واخيسته نو پر هغه د جهنم اور حرام دی. (عن ثوبان مولی رسول الله صلی الله علېه وسلم قال. قال رسول الله صلې الله علېه وسلم عصابتان من امتي احرزهما الله من النار: عصابه تغزو الهند، و عصابه تکون مع عېسی بن مريم عليهما السلام)  رواه النسائي و الام احمد).

پاکستاني طالبان او القاعده خپلو ملاتړو ته وايي چې؛ د پاکستان حکومت پر ضد جهاد کول تر ټولو غوره جهاد دی، ځکه پاکستان د هند اړوند سيمه ده او د دوی لپاره د ټول هند دروازه ده. په احاديثو کې خو د غزوالهند په اړه راغلي چې په دغه جګړه کې به مسلمانان بريالي کېږي، دا چې د حديث  وړاندوينې د کومې جګړې په اړه دي نظريات په کې شته خو يو حديث چې له هندوستان څخه د بريالۍ ډلې ستنېدل او په سوريه کې د عيسی عليه السلام سره مخ کېږل دي پاکستاني طالبان له همدې حديث څخه په ګټې اخستنې ددې دوه بېلا بېلو سيمو د نېږدې کېدلو هڅې کوي. په سوريه کې روانې شخړې او په پاکستان کې د طالبانو فعاليتونه سره يو ګڼي او په دې توګه د خپلو پلويانو شمېر چې په نړۍ کې خواره دي زيات کړي او پای کې نړيوالې جهادي ډلې د پاکستان او هند سيمو ته رامات کړي.

په ورته وخت کې د عراق په فلوجه ښار کې د القاعدې له خوا د عراق او شام ګډ اسلامي دولت د رامنځ ته کولو هڅې او همدارنګه له قبايلي سيمو څخه سوريې ته د طالب جنګيالو د لېږد ګنګوسې هم بايد عادي ونه ګڼل شي. دا ثابتوي چې طالبان له حديث سره سم غواړي په دواړو جګړو کې برخه ولري.

که څه هم په ښکاره ډول کومه مشخصه ډله د غزوالهند جنګياليو په نوم نه وه رامنځته شوې، خو له تېرو دوو کلونو راهېسې د پاکستاني طالبانو او القاعده لخوا داسې هڅې پیل شوې وې چې؛ د پاکستاني، ازبک، تاجک، يوغور اونورې وسله والې ډلې سره د غزوالهند لپاره يو ځای کړي.

پر اسلام اباد او پېښور د تېرې اونۍ بريدونو او د دغه بريدونو مسؤليت د احرارالهند (هند ازادي غوښتونکې) ډلې پر غاړه اخيستو څخه دا معلوميږي چې اوس دغه ډلې سره تنظيم شوې دي او عملاً يې د غزوالهند جګړه پيل کړې. همدارنګه طالبان او القاعده په دې هم توانيدلي دي چې د دغې جګړې لپاره په سلګونو ځانمرګي بريدګر او جنګيالي  استخدام کړي او وروزي، د غزوالهند پېچلتيا په دې کې هم ده چې د دغه جګړې زياتره جنګيالي پنجابيان او د سیمې نورو هېوادونو جنګيالي دي.

القاعده او پاکستاني طالبان په  دغه جګړه کې  ښه ستراتيژيک پر مخ تللي دي او لا هم روان دي او مخ ته پراته ټول خنډونه يې يو بل پسې له منځه وړي دي.

  • طالبانو او القاعده په تېرو پنځه کلونو کې  لومړی په سیمه کې د ولسونو زړونه را خپل کړل او هماغه تاکتيک يې و کاروه چې؛ په فلسطين کې حماس او په لبنان کې د حزب الله ډلې کارولی و، هم حماس او هم حزب الله په خپلو هېوادونو کې ډېر محبوبيت لري. پاکستاني طالبانو او القاعده اوس د نورو درې ايالتونو ترڅنګ په پنجاب کې ډېر خواخوږي  پيدا کړي دي.
  • د ولس زړه خپلولو پر وړاندې په سیمه کې ددې طالبانو مخ ته يو بل خنډ شيعه مذهبي او عيسوي لږه کي دي چې؛ دوی يې وخت په وخت په نښه کوي، چې په نېږدې تېر کې په پاکستان  د ورته بريدونو شاهدان يو.
  • دوی په ډېره اسانۍ سره وکولای شول چې کراچۍ ته چې د غزوالهندد جګړې لپاره تر ټولو مهمه ستراتيژيکه سېمه ده، ځانونه ورسوي او هلته خپل پلويان پيدا کړي. دغه ښار به په ډير نېږدې وخت کې د سوريې او عراق د ښارونو په شان په بشپړه توګه د وسله والو لاس ته ورشي، هلته وسله وال پياوړي شوي دي او طالبانو هم هلته خپل نفوذ پراخه کړی دی. د راپورنو له مخې طالبانو په کراچۍ ښار کې ګرځنده محکمې جوړې کړې چې د سیمې اوسيدونکې ورته خپلې شخړې د حل لپاره ور وړي.
  • پاکستاني طالبان په دې هم توانيدلي دي چې؛ د پاکستان په پوځ او سياسي ګوندونو کې نفوذ پيدا کړي، په خيبر پښتونخوا کې يې د عوامي نشنل ګوند مخه ونيوله او د عمران خان ګوند ته چې زيات غړي يې ځوانان دي او طالبانو سره خواخوږي لري لاره هواره کړه چې ټاکنې وګټي. دوی همدارنګه په دې هم وتوانېدل چې په ټول پاکستان کې د سياسي ګوندونو ترمنځ درځ واچوي، اوس په پاکستان کې سياسي ګوندونه د طالبانو په اړه په درې برخو وېشل شوي دي، يو شمېر يې د پاکستان اوسېدونکي ګڼي او خواخوږي يې دي او د هغوی پرضد د هر رنګه پوځي عملياتو سره مخالف دي. بله ډله يې بيا مخالفه ده او دريم برخه ګوندونه بيا د طالبانو لخوا ګواښل شوي چې که دوی سره يې ځانونه مخامخ کړل، نو په نښه به يې کړي.

د پاکستان مذهبي ګوندونو مشرانو لا وار دمخه د طالبانو پلوی دريځ نيولی و او ځینې په لومړي ځل دومره مخکې لاړل چې د پاکستان  هغه پوځي يې شهيد نه باله چې له طالبانو سره په جګړه کې و وژل شي. د مذهبي مشرانو دې دريځونو د پاکستان د پوځ په مورال او روحيه ډېر بد اغېز کړی دی.

پاکستاني طالبانو هڅې پيل کړې چې څرنګه يې په سياسي ګوندونو کې درځ رامنځته کړی پوځ کې هم خپل خواخوږي پيدا کړي. دوی د سولې لپاره د امادګۍ څخه هدف دادی چې پوځ د دوی پرضد قاطع پرېکړه ونشي کړلای. ځکه طالبانو د پاکستان حکومت ته هغه مهم شرایط چې د شرعيت نفاذ دی او د اساسي قانون تعديل دی وړاندی کړي او دغه دواړه هغه څه دي چې شاو خوا نيم نه زيات پاکستانی پوځ يې هم غواړي. طالبانو فکر وکړو که چېرې پوځ د دوی پرضد د پراخه عملياتو هڅه وکړي نو هغه پوځ چې دوی سره همدردي لري او ورته ايډيالوژي لري مخالفت به یې وکړي او په دې سره به پوځ هم پر دوو برخو ووېشل شي. د يو شمير ګنګوسو څخه داښکاري چې پوځ د طالبانو پرضد د عملياتو په برخه کې په يوه خوله نه دی.

يو بل پرمختګ چې د پام وړ دی هغه د پاکستان د  رسنيو دريځ دی، چې د پخوا په پرتله اوس پاکستاني رسنۍ  ټولې خبرې د پاکستان د پوځ او يا حکومت په خوښه نه خپروي. په دې وروستيو څو مياشتو کې په پاکستاني رسنيو کې د طالبانو په اړه ډېرې مثبتې خبرې وشوې چې دا هم په ولس کې د طالبانو د ملاتړ د زياتيدا لامل شوی او همدارنګه يې طالبانو ته هم روحيه لوړه کړه. اوس د پاکستان رسنۍ پرته  له کوم ځنډ او خنډ څخه د طالبانو ټولې ويناوې او خبرونه هماغه شان چې طالبان يې غواړي خپروي. اوس په رسنيو کې د تېر په شان په ټولو بريدونو کې طالبان نه غندل کېږي او ځینې وخت لا هم د بريدونو پړه پر پوځ اچول کېږي.

خو پاکستاني استخبارات او پوځ جلا فکر لري، پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو د ټولو پرمختګونو او ګواښونو سره، سره بيا هم نه غواړي چې د دوی پر وړاندې سخت دريځ ونيسي، د پاکستان پوځ ملکي حکومت ته دنده سپارلې چې له طالبانو سره خبرې وکړي او ملکي حکومت له تېرو نهو مياشو راهیسې په دې نه دی توانيدلی چې د خبرو لپاره کومه کره پاليسي جوړه کړي.

د پاکستان پوځ فکر کوي چې د طالبانو پر وړاندې يې هر رنګه پاليسي به له وخت ډېره مخکې وي او دا فکر يې درې لاملونه لري:

لومړی: پاکستان پوځ د طالبانو پرضد په جګړه کې خپل روحيه له لاسه ورکړې ده، زيات شمېر يې له طالبانو سره خواخوږي لري، نو ځکه خو د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال راحیل په ټوه مانا هڅه کوي چې لومړی د پوځ روحیه لوړه کړي او د طالبانايزيشن له ايډيالوژۍ يې را وباسي او طالبانو سره يې جګړې ته قانع کړي.

 دویم: د پاکستان پوځ او استخبارات لا اوس هم طالبانو ته اړتيا لري او لاهم انتظار باسي چې په سیمه کې د امريکا نوې ستراتيژي معلومه شي، پاکستان فکر کوي چې په سیمه کې پرمختګونه او د سیمې نا معلوم لید لوری ددې لامل کېږي چې دوی نه غواړي چې خپله بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ په داسې وخت کې بدله کړي. پاکستان فکر کوي چې غټه لاسته راوړنه به يې دا وي چې؛ پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او يا حد اقل تر يو وخت پورې وسره اوربند وکړي.

درېیم: پاکستان وېره لري چې داځل د طالبانو پرضد عمليات د پخوانيو عملياتو په شان نه دي، دوی فکر کوي چې پخوا به د طالبانو ساحه معلومه وه (لکه د سوات عمليات) او ټول هېواد کې نه و خپاره شوي. اوس طالبان تر پنجاب رسيدلي دي او د دوی پرضد عمليات کول به يواځې په ټول پاکستان کې د پوځ پرضد د جګړې له پراختيا بل هېڅ مانا ونه لري. پاکستان په دې هم پوهېږي چې د تېر په شان به يو ځل بيا القاعده او نور بهرني جنګيالي له طالبانو سره په لومړي خط کې د پاکستاني ځواکونو پرضد جګړه وکړي.

دوی فکر کوي که دا پورته ګواښونه راکم شول او يا  اړتيا پیدا شوه، نو بيا به د پاکستاني طالبانو پرضد پراخه عمليات وکړي او په دې هم پوهېږي چې هغه وخت به ورسره د سیمې نور هېوا دونه هم په دې عملياتو کې مرسته وکړي او طالبان به له منځه يوسي.

په پاکستان کې د طالبانو دغو ټولو پرمختګونو او د پاکستان د پوځ کمزوري دريځ د سیمې هېوادونه په تشويش کې اچولې دي، افغان حکومت هم په پاکستان کې د هر راز طالباني حکومت رامنځ ته کېدو سره مخالف دی. افغان حکومت په پاکستان کې د طالبانو جګړې سره د لنډې مودې لپاره البته په پټه کې موافق دی او  فکر کوي چې تر يو وخت پاکستان حکومت او پوځ بايد هغه درد احساس کړي چې نور يې دردولي دي.

خو د سیمې نور هېوادونه لکه چین او هندوستان بيا د پاکستان امنيتي حالات له ډېر نېږدې څخه څاري. ځکه په پاکستان کې د طالبانو هر رنګه پرمختګ به په سیمه کې چین ته تر ټولو غټ سر خوږی وي. چین په دې هم فکر کوي که چېرې د پاکستان پوځ د طالبانو سره د جګړې توان ندرلود، نو دوی به پاکستان ته خپل پوځيان د هغوی د ملاتړ لپاره واستوي. نوی ډيلي هم هڅه کوي چې پاکستان سره په دې برخه کې مرسته وکړې چې ځان خوندي کړي.

چین او هندوستان د پاکستان د پوځ لخوا د طالبانو پرضد د جګړې نه کولو اندېښمن کړي دي او فکر کوي چې ورځ تر بلې طالبان قوي کېږي، د نفوذ ساحه يې پراخېږي، ملاتړ يې زياتېږي او برعکس د پاکستان حکومت ورځ تر بلې کمزوری کېږي او له طالبانو سره د جګړې توان له لاسه ورکوي او دا احتمال زياتېږي چې طالبان پاکستان ترلاسه کړي.

د سیمې هېوادونه داسې فکر کوي چې په پاکستان کې جګړه څومره چې فکر کېږي له هغې ډيره پېچلې ده او حل لاره یې له افغاني طالبانو په پرتله ډېره کمه ښکاري. ځکه پاک��تاني طالبانو ايډيالوژي د القاعدې ايډيالوژي ده او دوی ځکه د سیمې لپاره خطر دی چې د افغاني طالبانو په پرتله دوی د عملياتو لپاره جغرافيه لري، بشري قوه لري، ولسي ملاتړ لري، مالي سرچینې يې د عربو او پاکستانيانو بې حده مرستې دي او په ټولو پريکړو کې خپلواک دي او د کوم بل هېواد د ګټو لپاره جګړه نه کوي. د دوی د جګړې لید لوری معلوم دی چې؛ د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول پوځ دی.

3 thoughts on “غزوالهند: ايډيالوژيکه جګړه پاکستان ته ورګرځي”
  1. سلامونه، تسل صاحب ډېره خوندوره، په تول پوره، او پر دقيق تحليل مشتمله څېړنيزه ليکنه دي کړې ده، خداى پاک دي تا غوندي ليکوالان نور هم زموږ په ټولنه کي را وټوکوي.

  2. Dear Sana sahib,

    Good article much appreciated and very good professional expression
    Our new generation needs such more articles to wake-up from their deep sleep.

    Thanks

  3. Waya tasala che sa waye.Khpala khula de da kho pa yawa khabara zan kha pohe krrai che da staso da arman ba kala hum poora nashee.Pakistan yao mazboot ao taqatwar mulk dy ao pa dy ke der pamakhtlalee ao mutamadan khalak ossegee.Da staso da arman che da mulk ba khudanakhwasta khatam shee hiss kala hum poora na shee.Taso da khpal watan gham wakrrai che da tajzia kedo pa durshal walarr dy.

  4. ماشاالله ، دومره ښایسته تحلیل مو کړی دی چی بالکل به همداسی شی، فکر کووم یو ډیر قوی او تجربه کار سیاست مدار هم نه شی کولی اوضاع داسی دقیقه پیشبینی کړی لکه تاسی محترم چی ارزولی ده ، کله چی ستاسی لیکلی تحلیل سړی لولی فکر کوی چی داوقعه عملا تیره شوی ده، او تاسی د ماضی بیان کوی، دلوی رب له دربار څخه د لازیات بریالیتوب هیله درته کوم ، فکر مو روښانه او قلم مو روان اوسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *