سپین ږیري ستړې ساه واخیسته په تکلیف یې دېوال ته ډډه ووهله دروازې ته مخامخ ولاړ ځوان ته یې په ستړي ږغ ووېل
ـ دډاګټر نوبت څه وخت رارسیږي؟
نرس ورغبرګه کړه.
ـ کاکا چي نوبت دي راشي زه خپله ږغ درباندي کوم.
مریض دروغتون په اوږده دهلیز کي پښې وغزولې دناروغانو او پای وازانو نارې پورته شوې چا ورته وېل داځای دپریوتو نه دی او چا بیا نصیحتونه ورته کول چي سپین ږیري سړی یې ته نه پوهیږې دا روغتون دي سل مریضان ایسته و دوري کیږي.
زما زړه وراندي وخوږیدی کاکا مي ترلاس ونیو څنګ ته مي دلرګي پر اوږده چوکۍ کښینوی. څوشیبې غلی و وروسته یې په لوړ ږغ راته ووېل.
ـ په دغه مخامخ خونه کي څه کیږي؟
ـ معاینات.
ـ ښه دبدن معاینات؟
ـ نه دویني معاینات.
سپین ږیری چوپه خوله شو حیران یې مخامخ په هنداره کي د دایکسرې ماشینونو او ډاکټرانوته کتل.
ما نرس ته ور ږغ کړه.
ـ څو مریضان لا پاته دي؟
هغه وېل
ـ یو مریض ترتا مخته دی ورپسې دي نمبر دي.
څنګ ته ناست کاکا خوله غوږ ته رانژدې کړه ورو یې راته ووېل
ـ څومره پیسې به ګټي دا ډاکټران!
په خندا مي ورته ووېل
حاجی بابکه! سپین ږیری یې، مریض یې لا دپیسو په فکر کښي یې!
کاکا په سپینو بریتو کي موسکی شو ورو یې ووېل
سپین ږیری چیرته یم لږ مریض یم چي ښه سم دریم واده ته مي نیت کړی.
شاوخوا ناستو ټولو ورباندي وخندل.
شیبه وروسته یوه په لوړ ږغ ووېل.
ـ غلام رسول!
سپین ږیری مریض نرس تر اوږه ونیوی دډاکټر خوني ته یې ننیست.
