سیاسي نقد:

بیګاه د خپلواکۍ د جشن په پلمه شمشاد او ژوندون تلویزون د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې لمانځ غونډې جوړي کړي وي. ګڼ دولتي او بیکاره خلک ورته را غونډ شوي و. د معمول مطابق په غونډه کې ګڼو چارواکو او بلواکوغورې ټرې وکړي، خدای شته چې د هر یو د خبرو په اوریدو ددې غونډو رنګ او خوند بدرنګه او بې خونده کیده. له بده مرغه، په دواړو غونډو کې مې ګډون کړي و، ډیري حیرانونکي خبرې مې واوریدي، چې پخپل وار به ورته اشاره وکړم، تر ټولو زورونکي راته د غلام فاروق وردګ وینا وه. په دې مانا چې وردګ صیب د خپلواکۍ دپاره په اړینو توکو وغږیده، داسې  ښکاریده چې پوره تیاری یې وینا ته نیولي و، خو سوچ یې نه وپرې کړی. په شمشاد کې چې د وخت مدیریت مهم و،د خپلواکۍ دري مهم شرایط یې په لنډو ټکو کې د پوهني، ټولنیز عدالت او سولي  په نامه بیان کړل. خو په ژوندون کې چې د ګڼو چارواکو په خوله یو فاشیست او پښتون پاله تلویزون دی، غلام فاروق صیب ښه اوږده قلقله وکړه، ټولنیز عدالت ته یې داسې ښکرونه ورکړل چې پخپلو ملګرو د ټلوالي په غړو او مشرانو یې کنایتا او اشارتا غږ وکړ چې نور نو بس ده چې دیرش کاله مو د پښتون حق وخوړ، هغه مو ترهګر په نوم په غرونو رغونو کې وساتل، د ښوونځې پر ځای مو بندیخانو ته ټیل وهل، نور نو وار او وخت را رسیدلي چې ددې ټولو ناکردو بدل در څخه واخلم، درز په دې کې بې وزله ناستو پښتنو چکچکې کړي،  خدای شته چې له خندا او ژړا مې ورته بډوډې وپړسیدل. زه نه پوهیږم چې یو څوک د ټولنیز عدالت پر اساس د قومي چوکیو د ویش له مخې د پښتون په چوکۍ له تیرو دیارلسو کلنو وزیر او لوړ پوړې چارواکی پاتې شوي، هغه ته به دا ښایې چې داسې خبرې په داسې ورځ وکړي کنه؟؟ چې نور یې د واک د تمامیدو او له ملت سره د حساب کتاب وخت را رسیدلی، هو ښایې اوس به د ځآن د سپینولو او د نورو تورولو مهم وخت وي.

غلام فاروق صیب په ټاکنو کې د زلمي رسول سخت ملاتړی و، خپل ټول وس او د معارف وزارت ټول امکانات یې په لاره واچول (هغه د زلمي رسول صیب غونډې به مو په یاد وي چې د ښوونځیو استاذان او معصوم ماشومان به یې په یخ او لمر ورته کینول) تر څو زلمي رسول د افغانستان ولسمشر شي او دی خپله یرغمل کړی چوکي وساتي،  ایا دا ټولنیز عدالت و چې یو ګونګ، تش په نامه پښتون دې د افغانستان ولسمشر شي؟؟

شهید داود خان ډیر باتدبیره مشر و، هغه د خپل هیواد په نیکمرغیو او بد مرغیو ښه پوهیده، هغه د یو فرمان له مخې هر ډول قومي او سلیقوي برخوردنو منع کړل، حکم یې وکړ چې هیڅوک نشي کولي قومي تخلصونه او نومونه پر ځان کیږدي، خو زه نه پوهیږم چې غلام فاروق اوس (وردګ) دی که (پښتون) ـ ځکه ټول پښتانه (وردګ) نه دي، که دی پښتون وي، نو بیا خو دې ځان تر وردګه نه محدودي وي ځکه دا کار د ټولنیز عدالت خلاف دی آو که بیا پښتون وي، نو بیا خو افغان نه دی، ځکه د اساسي قانون په اساس تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نور ټول افغانان دي،دلته بیا ټولنیز عدالت د هیواد په کچه تر پښو لاندې شو، له همدې ځایه ددوی د وینا او نیت تر منځ ټکر رامنځته کیږي، ټولنیز عدالت په دې مانا چې په ټولنه کې ټول برابر دي، هیڅوک په بل برتري نلري، نو بیا د (وردګ) تخلص د څه دپاره، ځه له دې مسلي به تیر شو، دا ډیره شخصي مسله ده، غلام فاروق صیب دفیصل اباد له وترنري څخه فارغ شوی، خو ډاکتر ورته ویل کیږي نه وترنر، ځکه ډاکتر په افغاني ټولنه کې جامع الکمالات شخص ته ویل کیږي، نو ښه دا ده چې هر چیرته دهمدې مختاړي په یادولو سره خلکو ته د خپلي پوهې او لیاقت لفافه وړاندې کړي، زه نه پوهیږم چې دی به څومره د توبرکلوز او بروسیلوز په درملنه پوهیږي؟

دلته ټولنیز عدالت تر پښو لاندې شوی چې د پښتون د چوکي پر سر داسې یو کس ناست دی، هغه هم په کلیدي وزارت کې چې د ځان ښودنې دپاره دمختاړو او ورستاړو محتاج دی، هغه مسلکي معارف پوه نه دی، هغه کوم ټولنپوه نه دی، هغه د سیاست له څنګه هم نه دی تیر شوي، حال دا چې په پښتنو کې داسې ډیر پیاوړي کسان شته چې د ټولنیز عدالت په شتون کې به دې چوکې ته ورسیږي نه په جوړ جاړیو او معاملو.

زما ګڼ ملګري وردګ دي، هغوی کله، کله په زور کله کله په عذر د ډاکتر صیب وردګ کورته د جمعي په ورځ د وردګو شورا ته غوښتل کیږي، ډیری یې اوس نه ورځي، ځکه خبري په کې یواځي وردګ صیب کوي، د انور یې اوریدونکي وي، ستونزي یواځې د وردګو ذکر کیږي، دا پاتې افغانان په کې نه یادیږي، د پښتون نوم اخیستل په کې فاشیزم ته لمن وهل دي، دیته وایې ټولنیز عدالت !!

زه نه پوهیږم چې مونږ ولي نور ملامتوو، کرزي صیب ته دې خدای عمر ورکړي، محقق یې هم وزیر کړ، قانوني ته یې هم چوکي ورکړه، بسم الله خان یې ستر جنرال کړ او بیا یې فاروق وردګ هم د کابنیې غړی کړ، قانوني په نره د خپل کلي ، ولسوالي، ولایت او بیا د خپل قوم حق ادا کړ، خو فاروق وردګ صیب د خوف او رجا په فکر یواځي تر ودرګو محدود پاتې شو، ځکه چې د ټولنیز عدالت په پلمه یې پاتې پنځوس سلنه بودیحه، دندې او د سرچینو ویش په تاجکو او پاتې نورو پرګنو وخوړ. تاسو د ټلوالي کوم تاجک مشر پیژني چې ځان یې تر خپل ټبره یا کلي محدود کړی، خو زمونږ د پوهنې وزیر بیا تش وردګ دی، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟

زه د پکتیکا یم، پکتیکا له تیرو پنځو کلنو راهیسي د څه د پاسه څلور زرو ( څلور زره شپږ سوه او شپږ څلویښت) استاذانو معاش د فاروق وردګ صیب له وزارته او ددوی په امضا اخلي، زه وردګ صیب او بیا ټول وزارت ته چلینج ورکوم چې ماته دې سل تنه استاذان په ټوله پکتیکا کې حاضر کړي، زه هر ډول جریمي ته حاضر یم، وزیر صیب پنجشیر، پروان، مزار او هرات ته د میاشتي دوه ځله چکر وهي، د هغوی له ماشومانو پوښتې چې درسې مواد، استاذان او نورې اسانتیاوي مو څنګه دي، خو تر اوسه یې د پکتیکا مخ نه دی لیدلي، نه پوهیږم چې ورته معلومه به وي او کنه چې پکتیکا د فغانستان په کوم لوري کې پروت دی، د زابل، ارزګان، نیمروز، کندهار، هلمند، فراه، پکتیا، خوست همداسې مثالونه دراخله، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟

مونږ لا هم په افغانستان کې په سلګونه مکتبونه لرو چې ودانې نلري حتی په کابل ولایت کې داسې ښوونځي لرو چې درسي خونې نلري، درسي مواد نلري، ګڼي نورې ستونزې لري، خو د فاروق وردګ صیب په ټوله دوره د وزارت کې یو کال هم دې وزارت خپله انکشافي بودیجه له شل سلنه څخه زیاته مصرف نه کړ، هغه راپورونه چې د انکشافي بودیجې د مصرف له دې وزارته تیریږي هغه د وزارت د ودانۍ د بیا بیا ځلي رنګولو، د فرنیچرو د اخیستلو، د موټرو د تبادلي او داسې نورو وسایلو په پیر او پلور کې وي چې هر کال په کې په سلګونه زره ډالره اختلاس کیږي په دا وروستیو کې سیګار، ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د فاسد ترینو وزارتونو نوملړ خپور کړ، د پوهنې وزارت یې په سر کې راځي، دیته وایی ټولنیز عدالت؟؟

یو تن د بهیر په نامه چې له نیکه مرغه وردګ دی، یو وخت کې به په زوړ باسیکل په کابل کې سرګردانه ګرځیده، خو له کله چې د پوهنې وزارت د وردګو په ولکه کې لویدلی اوس د بهیر پریس په نامه د افغانستان څه چې د سیمي تر ټولو ستره مطبعه لري، ځکه هر کال د پوهنې وزارت په لکونو کتابونه چاپوي چې د میلیونونو ډالرو په قرار داد یې (بهیر) تر لاسه کوي، او څومره چې بهیر صیب چاغیږي هومره زموږد نصاب کتابونه ډنګریږي، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟

ټولنیز عدالت وای د ټولنې، د ملت، د هیواد د ملي شتمنیو برابر ویش ته، د کرزي حکومت د پوهنې وزارت پښتنو ته خو د لوړو زده کړو وزارت چوکي بیا تاجکو او هزاره وروڼو ته پخپل وار ورکړي، د لوړو زده کړو وزیرانو صیب پخپلو نوبتي دورو کې په زرګونه خپل ټبري بهر ته د لوړو زدکړو د پاره په بورسونو واستول، یو ځل یې دایکندې او بامیان هزاره وروڼه ټول کابل پوهنتون طب، انجینری او حقوق ته په کانکور کې بریالي کړل، بل کال یې بیا د شمال ټول تاجک په کابل پوهنتون کې میشت کړل، زه چې د کابل پوهنتون څلورو ټولګیو ته تدریس کوم، په شاوخوا ۲۵۰ محصلینو کې یواځې لس یا دولس تنه پښتانه محصلین لرم، دیته وایې ټولنیز عدالت؟؟

خو د پوهنې وزیر بیا په کندهار، زابل، ارزګان، پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کنړ، هلمند او ګڼو نورو پښتنو میشتو سیمو کې په سلګونو ښوونځې تش د اختلاس د پاره تاسیس کړي، چې ښوونځي د کاغذ پر مخ شته ، استاذانو ته یې معاش ورکول کیږي، خو نه د ښوونځیو د تعمیر او شتون درک لږيږي او نه هم د پیریانو استاذانو، یو وخت د سړي جګړې  نوم د پیریانو جګړه یادیده، اوس د معارف استاذانو ته په نړیوالو رسنیو کې  Ghost Teachers (پیریان استاذان) ویل کیږي ، د یته وایې ټولنیز عدالت چې پیریان او انسانان سره یو شول؟؟

حنیف اتمر صیب د ګڼو مدني ټولنو، پښتني قومي شوراګانو او کورنیو تر فشار لاندې د مورنۍ ژبې د تدریس او ملاتړ دپاره یوه اداره رامنځته کړه، د ددې کمیټې غړو ته یې شاوخوا پنځوس زره افغاني معاش وضعه کړ اودوی به یې د وزارت په اداري مجلس کې د راپور او کار د پاره کینول، غلام فاروق صیب چې د وزارت واګې  تر لاسه کړي، وای مورني ژبه یې څه مانا، دا دومره لوړ معاش د څه دپاره، اول یې د کمیټي غړي له دریو یوه ته راکم کړل، بیا یې د هغه معاش دولس زره ته را کم کړ، بیا یې هغه داسې حلقه بګوش کړ، چې سلیمي صیب مجبوره شوه دنده یې پریښوده، هغه دوه لکه ماشومانو چې په کابل کې د خپلي مورنې ژبي زده کړي ترسره کولي، د څه په ترڅ کې چې په کابل ښار کې پښتون ته ځان افغان ښکاره شو، په هغوی یې درسونه، صنفونه، کتابونه او استاذان هر څه ودرول، چې اوس یې پوښتنه کوو وای پښتانه شاګردان وایې چې پښتو کتابونه سخت دي، پښتانه استاذان تنبل دي، دیته وایې ټولنیز عدالت؟

د وردګ صیب د وزارت په دوره کې تر ټولو زیات کتابونه چاپ شوي، تر هر بل چا زیات فرنیجر اخیستل شوی، تر ټولو زیاته د وزارت وداني رنګ شوی او تر ټولو زیات ښوونځي په پښتون میشتو سیمو کې بند شوي.. دا چې ولي ؟؟ کیدی شي د ټولنیز عدالت دپاره یې دا کار کړی وي؟؟

زه نه پوهیږم یو وزیر، د افغان حکومت یو لوړو پوړی چارواکی چې دیارلس کاله ددې فاسد، په بدي حکومتوالي ککړ، د پښتون وژنی، پښتون رټني، پښتون نیوني په پالیسۍ غوښن حکومت مقتدر غړی و، نن کومه ټکه پرې را لویدلي وه، نن کومه معجزه پیښه شوي وه چې له خپلي ژورې کوما څخه را ویښ شوی و؟ داسې خو به نه وي چې یو ځل بیا د چوکیو د ویش، د چور د ایتلاف، د څوکیو د قومي ویش، د قومي ټکیدارۍ د دعوي د پاره ځان تیاروي، داسې خو به نه وي چې یو ځل بیا د پښتون په نامه د حکومت ټول امتیازات په ځان، پخپلي کورني، پخپل ټبر خوري؟؟؟

زما دلیکني پایله دا نده جې خدای مه که زه د جلالتماب ډاکتر صیب شخصیت وژنه وکړم، دهغه په کړو خدمتونو سترګي پټي کړم، یا خدای مه که د ټولنیز عدالت په خلاف مبارزه وکړم، اصلي موخه مې دا ده چې د پښتنو حق تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن نه دی خوړلی، د پښتون حق تش په نامه مضراحتیاط کار، پردي پالو پښتنو خوړولی دی. خو اوس افغانان پوه شوي، اوس مونږ خپل خادمان او خاینان پیژنو، اوس مونږ پوهیږو چې ټولنیز عدالت څه مانا، څنګه تر لاسه کیږي او څنګه ساتل کیږي، زه غواړم چې ټول هغه چارواکي چې په تیرو دیارلسو کلنو کې یې د پښتون په نامه چوکي تر لاسه کړي، مزې چړچې یې کړي، په دې پوه کړم چې پښتانه به ورڅخه د خپل حق پوښتنه کوي، که په راتلونکي حکومت کې همداسې عدالت څوک تامینوي، د پښتون په نامه د پښتون ځپنې لار خپلوي، مونږ په مدني نافرماني لاس پورې کوو، د مدني حرکتونو له لارې به یې په وړاندې خنډونه را ولاړ کړو، او د څارنوالي او قانون لاره به ورته ونیسو.

چې نشه د استبداد لري په سر کې

ماته یو دی که مغل دی که افغان

13 thoughts on “غلام فاروق وردګ او ټولنیز عدالت/ ډاکټر ځلاند”
  1. ځلاند صایب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه!
    لیکنې مو ګڼ اړخونه لرل،‌ځینې نیوکې او مالومات مو سم خو ځینې نور ناسم وو. د تخلص اړوند نیوکه مو په عام ډول سمه خو په خاص ډول د فاروق وردګ په اړوند ډیره نا سمه ده،‌په ځانګړي ډول په کوم شکل چې تاسو هغه له انتقالي عدالت سره تړلې ده.

    د مالي او اداري فساد شتون په اړوند ستاسو سره همغږی یم خو په ټولیزه توګه د وردګو په نامه باندې دغه فساد تپل ناسم ګڼم، تاسو عالیجناب به د مالیې وزارت له خوږو کیسو نه یاست خبر،‌که خبر شی د پوهنې وزارت فساد د هغوی پر پرتله داسې دی لکه یو څاڅکی او سیندونه، خو ما تر اوسه یو نامتو لیکوال و نه موند چې پدغه اړوند د احدي او زاخلیوال صایب په خلاف په زغرده غږ پورته کړي.

    مونږ باید یو کس او یوه اداره په ګوته نه کړو،‌په ټولیز ډول باید ټول خاین پښتانه مشران د ذره بین تر لید لاندې راولو،‌ تر څو په ټولیزه توګه پښتو او پښتنو او بیا هم افغان ملت ته خدمت وکړو.

    دا در سره منم چې فاروق وردګ د خپلو ګټو او سیاسي موقف د ساتلو لپاره لکه د نورو په شان هرې ناروا ته لاس اچولی دی، لا تر اوسه د سید اباد په ولسوالی یو پخوانی حزبی ټوپکی واکمن دی،‌هره ناروا او هر خیانت په خلاص مټ د ښاغلي وزیر صایب د بشپړ ملاتړ په لرلو سره ترسره کوي.

    د پښتو ژبې خدمت لپاره چې کوم ابتکار ښاغلي اتمر صایب کړی وو د هغه درول یو لوی خیانت ګڼم،‌تر نورو ټولو ټکو چې تیر شو دغه یو ټکی هیڅکله هم د بښلو نه دی،‌د دغه خیانت پوښتنه باید ترې وشي او که خدای دغه اداره ترې خلاصه کړه نو باید راتلونکی وزیر د اتمر صایب په پله پل کیږدي او پخواني درول شوي فعالیتونه بیرته پیل کړي.

    په درنښت

  2. ډاکتر صاحب کورمو ودان چی مونږ ته مو د خپل قوم او ژبی یو لوی خایین راپيژندلی دی. څوک چی خپل قوم او ژبی ته خدمت ونشی کړی هغه به ټول هیواد ته هم خدمت ونشی کړی. که په ځینو ولایتونو کی نا امنی ده او زده کوونکی د زده کړی له نعمت نه محروم دی په کابل کی خو امنیت دی او همداراز په ځینو نورو ولایتونو او سیمو کی د دی زمینه مساعده وه چی ښوونځی جوړ ، درسی مواد تیار او تکړه استادان وروزل شی . زه اوس وینم چی مونږ له څومره لوی تخصصی کمبود سره مخ یو. که څوک برښنایی ویب پاڼی او فیس بوک وګوری ، زمونږ پښتانه بی له عکسونو بل شی نه شی خپرولی ، ځکه دوی لوستی نه دی او سیاسی ، اجتماعی شعور نه لری. د ښاغلی وردګ د کار د دوری ثمره به پنځه کاله وروسته جوته شی چی د ښوونځیو فارغان یی د پوهنتون د شمولیت سن ته ورسیږی. په دولتی ادارو کی به لوستی پښتانه کم او په نظامی بخش کی به د افسرانو کمبود احساس کړی.

  3. دوه پک هغه هم سره ورک

    ډاکټر صیب لیکنه دې له ښه پوره بغض کینې او حسادت ډکه وه، په دې کې هېڅ شک نشته چې کیدای شي په ټلویزیون د فاروق وردګ خبرو به دې زړه در خوړین کړی وي خو دا لیکنه دې د دومرې وړې پېښې څرګندوی نه کوي بلکې له پخوا ډک زړه دې تش کړی
    په دې کې هېڅ شک نشته چې فاروق وردک یو کمزوری وزیر دی، څنګه چې پرې حساب کېدو هغسې یې هېڅ هم ونکړل، خو بیا هم له بده مرغه چې د کرزي د کابینې په بریالیو وزیرانو کې شمېرل کېږي
    دی به په قوم مین وي که نه، له ډېرو نورو پښتنو منورینو ښه دی لږ تر لږه خپل اونخي وال او وردګ خو یې په ځان راټول کړي دي، خیر که هغوی د ده په غوړه مالی نه مړیږي او له ده هم ځان ورک وي، خو ستا لیکنه ډېرو بې مورده او بې ځایه شیانو ته اشاره کوي
    ځینې فکتونه دې را اخیستي چې بیخي غلط دي، بهیر یې یوه بېلګه ده د خپل ولایت پکتیکا د استادانو شمېره یې بله بېلګه ده، رښتیا هم چې د افغانستان نظام خوسا دی او پکې معلومېږي نه، خو دا همدا اوس درته وایم چې مجبور به شې لویه جریمه پرې کړي، ځکه په پکتیکا کې له سلو څه چې له زرو به هم ډېر استادان موجود وي
    فاروق وردک چې څومره کړي دا هم پرې زیات دي، لږ تر لږه د وردګ نوم خو پر ځان پورې لري او که یې نور هېڅ نه وي کړي ځینې خدای وهلي وردک خو یې په ځان راټول کړي، داسې پښتون وزیر دې راوښیه چې تر ده یې لږ ښه یا لږ زیات کار کړی وي؟

    ډاکټر صیب نور دې خوښه خپله، خو که اقلا د پښتون په هکله د ګټې څه لیکلای نه شي نو تخریب مه کوه، د لیکنې له دوه درې پاراګرافونو پرته دې نور ټول نقد و او هغه هم په ښه پوره غصه ولاړ نقد، د یوه ویښ او باتحصیله پښتون په توګه داسې څه مه وایه چې دا نور فاشیستان یې بیرته د همدغو نیمو ویښو پښتنو پر خلاف وکاروي
    مننه

  4. Excellent piece to explain that these people are of no use and benefit for public good, and they just serve their own village and family members… Just because he knows some English, it means nothing….

  5. Doctor sahib Awal zan Bayad aslah kree wrosta pa noro pasee khabare wakree. Ta khpala de gardez la PRT na de ghla pa khatar kharaj shwai . Tanha piaz de pa 1500 dallar pa amrikayano hesab karee woo. Lutfan zan aslah krai .

  6. ډیر د تأسف ځای دی چه ستاسې غوندې پښتانه لیکوالان په داسې خبرو هسې خپل وخت ضائع کوي تاسو هریو که دفاروق وردګ صاحب یا احدي صاحب یا زاخیلوال صاحب او یا کوم بل پښتون مشر یادونه کوۍ زما په نظر دا ستاسو د پښتو سره سر نه لګوي ستاسو وینا به لا ډیره مزه داره وه چه دعطا، دوستم، احمدضیأ مسعود او دشمال دنظار شورا د مافیایې غړو یادونه مو کړي وای ددوی د دیارلس کلن چور نتیجه ده چه دادی اوس د هرپښتون ډډه ورڅخه سوزي زه نه پوهیږم چه په پښتانو مشرانو هسې د غلا تور پورې کیږي او که له نیکه مرغه یو څه به یی جمع کړي وي، هسې خو هم په اصطلاح تالا ګازرې دي دشمال بدمعاشانو لمنې ته لویږي.

  7. Dear Zaland,

    Excellent task carried out against the disloyal imperialist stooges like; Farooq Wardak, and other traitors. They should be forced to be brought to the book for their committed crimes against have-not of Afghanistan under the supremacy and umbrella of major powers and their donations.
    We need to denude them to challenge by not obeying their self made laws and orders.

    Regards,

  8. داکترصاحب ځلاند داسی لیکنه کړی چی دیولیکوال او ډاکتر نه یی سمع نشی کیدای لومړی شاغلی داستقلال او ازادی غونډی ته دیوی بهانی ِغونډی نوم ورکړی دوهم داچی هغه با احساسه خلکو چی کډون پکی کړی هغی ته یی بی کاره او بی روزګاره خطاب کړی دریم داچی داکترصاحب ځلاند کوم بل درد لری دآکترصاحب فاروق وردګ خبری خو دټولنیز عدالت په اړه دستایلو وړ دی داچی دته یی خوند ندی ورکړی دی خپله مریض دی کله وایی چی داکتر فاروق ولی وردګ تخلص کوی ټول پشتانه خو وردګ ندی حقبقت دی چی ټول پشتانه وردګ ندی ولی حد اقل وردګ خو یو ولایت دی او یو پشتنی ټیر دی نو جناب کرزی صاحب خو په ځان کرزی ایشی دی چی کرز یو کلی دی نو بیا کندهاریان وایی چی کرزی زمونږ ندی هغه په یو کلی پوری تړلی دی او ټول کندهاریان خو دکرز ندی او افغانان به وایی چی موږ خو بلکل دکندهار نه یو پاتی خو دکرز کلی شو نو بنا دا دخند ا خبره ده او بل ته چی وایی بسم الله خان او قانونی په نره وزارتونه کوی رشتیا و ایی ولی تر اوسه دبدخشان کوم تاجک هغوی ته ندی وبلی چی دوی نه پوهیزی او دوی دولسم پاسان دی بلکه درناوی او غرت یی کوی ولی ته چی یوداکتر یی دجناب فاروق وردک مو حودیت نه شی زغملی پداسی حال کی چی ستا په ټوله کابینه کی دفاروق وردک په شان خدمتګار نشته ډير افسوس بیا هم افسوس چی دخپلو سخصی ګټو او دوشمنیو لپاره یو ملی اوصادق اوطن دوست شخص نه منواوعندویی.

  9. Dear Zaland,

    Excellent task carried out against the disloyal imperialist stooges like; Farooq Wardak, and other traitors. They should be forced to be brought to the book for their committed crimes against have-not of Afghanistan under the supremacy and umbrella of major powers and their donations.
    We need to denude them to challenge by not obeying their self made law and orders.

    Regards,

  10. ځلانده ! فکر د تیاره او له عقد و ډک دۍ هسې د د ځلا ند تخلص ځان ته غوره کړۍ دۍ دا ستا لمړۍ ځل نه دۍ چې د ډاکټر صا حب فاروق وردګ په آدرس داسې اوتې بوتې وایې،یو ځلي د دشمشاد په تلویزیون کي دوه کاله مخکې د نصا ب د کتا بونو د تخریب په خا طر یوه دسیسه جوړه کړې وه چې د پا کستان چا پ کتا بونو غلطۍ د د پوهنې په وزارت ور اچوله تر څو د فاروق وردګ تخریب کړۍ وي، ته د یو ځلې دا خپل سر په ګریوان کې کړه که رښتیا وجدان لرې چې تا دا مطا لب په ښاغلي وردګ پسې د وا قعیت پر بنا لیکلي دي که د د خپلو پلورل شو یو بادارانو لپاره خوش خدمتي کړې ده ، لعنت د په داسې پلورل شوي پښتون وي، ته د پښتو په نامه دو کانداري کوي ، کلونه کلونه تاسې د پښتو او پښتون په نامه دوکانداري کړې د پښتون ددښمنانو کرکجن کړه وړه مو توجه کړي دي، زه په زغرده وایم چا چې په مکتبونو کې د پښتو صنفونه جوړ کړي د پښتو سره یی ستر خیا نت کړۍ دۍ که ته رښتیا د پښتو او پښتون غمخور وې مکتبونه یې بیل کړه لکه رحمان با با، خوشحال خان ټولې تعلیمي حوزي سم نیمایي باید پښټو او دري شي خو تاسې اوس د پښتو ژبو صنفونوڅخه په مکتبونو کې یوه مسخره جوړه کړې ده زه دا حرکت دپښټو ژبې او پښتون له توهین پرته بل ځه نه بولم ، زه په دې یقین لرم چي تا به دا مضمون د ښا غلي وردګ په خلاف د پیسو مقابل کې لیکلۍ وي ځکه ستا دا لویدلۍ وجدان ماته معلوم دۍ نور نه غواړم ستا په اوتو بوتو خپل وخت ضا یع کړم والسلام علیکم علی منتبع الهدا.

  11. I do not understand why Afghans depend so much on an individual for everything. Mr. Farouq is in no way a special person, but just because he is loyal to Karzai, he is kept in power. Otherwise, what is the most special thing about him? He is just by product of political manoeuvres. English is NOT the only specialty!

    Take Farouq out, and I can assure you there are thousands others who can help to manage the ministry much more efficiently and effectively.

    Mr. Farouq has been so useless that he could NOT even use donated cash to fund schools properly. It is like that I give you cash, you develop projects, and spend it. If you cannot do this much, then I would call you the most useless individual in the organization.

    Instead, Mr. Farouq went to build one kalah for his family in wenkhi, and he has another house in Dehberi, and in addition another of his brother an alphabet (besawad) Sherwalli is also part of this gang. Then why we have say that he is better than others. Thief is a thief small or big.

    Dr. Zaland brought to our attention the uselessness, ineffectiveness and waste of time of those people like Mr. Farouq for the public good in the past 13 years. If anyone wants to criticize Mr. Zaland, they should focus on his arguments not personality.

    Mr. Farouq is no different from other crooks in stealing, wasting and mismanaging millions of public funds that is donated by International Community.

    At the end, people need to adjust to new needs and demands of time than praising these useless people like Farouq or Zakhilwal just because they are Pashtuns or they stole less than Atta, Fahim, Dostom or Mahmooud. I would like to pay my respect to Mr. Khuram and Mr. Hamdard who are also Wardaks…

  12. ګرانو دوستانو زمونږ سلامونه ومنی.
    په پښتو ژبی زده کړه یوقانونی حق دی او هغو زده کوونکو ته چی مورنۍ ژبه یی پښتو ده د افغانستان د اساسی قانون اود یونسکو له منشور سره مطابقت لری. دا زمونږ حق دی او زمونږ کلتور ، د اسلام له مقدس دین او نړیوالو قوانینو سره برابر کاردی. که کتاب په دری ژبه چاپیدلی شی په پښتو هم چاپ کولی شو. که په دری ژبه درس ورکول کیږی په پښتو هم ورکولی شو. دلته هیڅ ممانعت نشته.
    زما په نظر تر ټولو ښه لار داده چی ښوونځی بیل شی . هغوی چی غواړی په دری ژبه درس ووایی یاالله او هغوی که غواړی په پښتو درس ووایی بسم الله.
    که مونږ خپله ژبه په ښوونځی کی زده نکړو نو چیرته به یی زده کړو. که مونږ په خپله ژبه درس ونه وایو نو په پښتو به څوک یو مکتوب یا لیک ولیکی او څوک به د تلویزیون ویاند شی . څوک به لیکوال او خبریال شی؟ بنا پدی عرصه کی غفلت کول د بخښلو نه دی. البته دری او پښتودواړه زمونږ رسمی ژبی دی چی په دواړو باندی باید تر پوهنتون پوری زده کړی وشی. زه پدی عرصه کی هیڅ مشکل او ممانعت نه وینم. راځی له همدی کابل نه یی شروع کړو او په پښتو ژبی ښوونځی جوړکړو یوه علمی آزموینه وکړو چی په یوه ښوونځی کی یوګروپ پښتانه له لومړی ټولګی تر دولسم په پښتو زده کړی وکړی او په بل ښوونځی کی همداسی یو ګروپ پښتانه په دری ژبه زده کړی وکړی ، کوم یو به یی ښه نتیجه واخلی؟

  13. ځلاند صاحب واقعیت دی ویلی ټولینز عدالت دا دیارلس کاله چیرته وه چی وزیر صاحب یی اوس یادوی دا یی اینده کی دچوکی لپاره داخبری وکړی

  14. نن پردی افسوس کوم چی هر څوک خپل ځان د لیکنی وړ ګڼی ګرانه وروره لیکنه می د ولوستله دانه چی ستا لیکنی شوقی وم بلکی د تاند ویب پاڼی یو له مینوالو څخه یم او پکی نشر کیدونکی معلومات مطالعه کوم اول خو تاند ته نه ښایی چی داسی به مفهومه لیکنی نشر کړی زه د ډاکټر صاحب فاروق وردګ نه کوم دوست او نه کوم ستایونکی یم بلکی تر تا می هم د فاروق وردګ څخه بد راځی خو غواړم چی دلیکنی په باره کی د ووایم اول ستا مطالعه ډیره لږ ده د تخلص (کورنی نوم) تعریف زده کړه بیا د تخلص په باره کی يوڅه ولیکه او وروسته د خپل زړه ته وګوره زه قسم خورم چی ستا زړه د پښتنو د بی اتفاقی له اوره ډک دی ستا د په خپله عقیده او خپل پښتونوالی قسم وی یو ځل چی کله تنها شوی خپل زړه ته فکر وکړه چی ته د پښتنو د قومونو ترمنځ بی اتفاقی اور د ځان سره ګرځوی او ماته دپښتنو هر قوم قدر لری که څه هم هغه د نړی پر مخ خلک پری ملنډی ووهی خو بیا هم ماته د قدر وړ دی خو افسوس چی ستاسو غوندی کسانو له خاطره نن د پښتنو داسی حال دی او نن وروره پښتانه په ډیر حساس وخت کی دی نن مونږ اوبو اخیستی یو که ضرورت وی ځګ ته هم لاس اچوو نن یو بد پښتون هم ماته د قدر وړ دی ځکه ته څوک لری په هر کور کی یی درته اور جوړ کړی اوبیا یی هغه اور ته پښتانه پریښی چی بدبختانه نور پښتانه هغه اور دوی خپله تازه کوی اوآخر که څه به څه درته و وایم خو ډیر افسوس کوم چی نن به دنړی هغه غیرتی قوم د خپلی بی اتفاقی او بی سوادی په خاطر دمنځه ځی او نور قومونه به یی پر ژبه او خلکو خاندی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *