پر اوار ټغر ناستې زړې ښځې د خټو دېوال ته شا کړه.

د مخامخ ولاړ ځوان له پوښتنو ډکو سترګو ته يې وکتل.

– وای زويه مور يې داسي ښځه وه چې توبه! د داسي مور به څه لور وي؟

ځوان: ولې مورې؟ په مور يې څه شوي وو؟ ښه خلک نه وو؟ ژر وايه چې څنګه خلک وو؟

– زويه څه درته ووايم؟ زما خو يې مور خوښه نه شوه.

– ښه مور يې څه کوې زه خو يې د مور سره واده نه کوم، د لور سره يې واده کوم. هغه څنګه وه؟

– وايم د دې مور به څه لور وي چې هر څومره ښه شي د هغې مور لور به وي. پوهېږې مور يې څه کول؟ سګريټ يې څکوی، سګرېټ!

زړې ښځې په دواړو غوږو نيولو سره د لاسو چليپا جوړه کړه او لمسۍ ته يې ږغ کړ.

زويه ها چلم مې را سم کړه چې سر مې چيوي. توبه توبه!

One thought on “غلبېل او کوزه/ لیکواله: ملالۍ بشیر”
  1. د آغلي ملالۍ بشير څو ليکني مي لوستي دی، ډېره روانه او ساده ژبه کاروي او موضوعات يې هم په زړه پوري دي، خو له طنزي استعداد څخه يې نه وم خبر. په دې لنډه ليکنه کي يې د طنز يو ډېر بريالی تخنيک ( د اضدادو يو ځای کېدل ) کارولی دی، له همدې تخنيک څخه هم خندا رازېږېدلې او هم يو يو يو اجتماعي انتقاد ورسره ملګری کړی دی، پر دې سربېره جالبه دا ده چي د ليکني سرليک يې هم يوه ډېره په زړه پوري کنايه ده چي له متل څخه را ايستل سوې ده، متل داسي دی چي چغل و کوزې ته ويل چي سورۍ، ياني چغل خپل سل ځايه سوری و، خو کوزې ته يې پېغور ورکاوه چي ته دوه ځايه سورۍ يې، دا متل هغه وخت استعمالېږي چي يو څوک خپله له عيبونو او نيمګړتياوو ډک وي خو بل ته د عين عيبونو پېغور ورکوي، آغلي بشير ته هرکلی وايو چي د طنز ډګر ته راغلې ده، په دې ډګر کي برياليتوب ورته غواړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *