بشیر ساپی – ټکساس متحده ایالات
د امریکا پوځ په خپلو نظامي او ستراتیژیکو عملیاتو کې له هوايي بریدونو ډیر کار اخلي، ډیری وختونه دغه بریدونه غلط اهداف په نښه کوي، د هوايي بریدونو پروسه شپږ پړاوونه لري، بریالي عملیات د ځمکنۍ جنګي سناریو بڼه بدلولی شي.
پنټاګونه هوايي بریدونه څه ډول پر مخ وړي؟
په لنډ ډول د الوتکې له لارې د هوايي برید پریکړې په ورځو-ورځو موده نیسي خو داسې وختونه هم راځي چې په څو دقیقو کې باید پریکړه وشي.
د مثال په ډول که پنټاګون غواړي د په یوه هیواد کې د تروریستانو یو پټنځای په نښه کړي، د دې پټنځای د لمنځه ورلو لپاره په څو ورځو کې د هغې موقیعت کوردینات (نقطې) پیدا کوي، پلان ورته جوړوي، د برید وخت هم په نظر کې نیول کیږي، خو کله کله داسې وختونه راځي چې د مثال په ډول د تروریستانو کوم مشر په موټر کې سفر کوي، هلته یواځې د هدف د ترلاسه کولو لپاره د څو دقیقو په تیریدلو سره هوايي برید کوي، نو هر برید د د اولویت، د ځآی دوامداره تغیر او ارزښت په نظر کې نیولو سره وخت نیسي، په عمومي ډول دوه ډوله هوايي بریدونه لرو، ۱- د مخکې پلان شوي بریدونه او ۲- متحرک بریدونه یا په کم وخت کې ترسره کیدونکي بریدونه
اول – پلان شوي بریدونه او شپږ پړواوونه؛
لومړی – هدف، ارزښت او ورته د رسیدو لارې چارې، په لمړي پړاو کې فضايي کرښې تر مطالعې لاندې نیول کیږي، برید او هدف ته د رسیدلو لارې چارې په نظر کې نیول کیږي، او څومره ارزښت لري.
دویم – پرمختګ؛ کله چې د برید پلان تیاریږي، د هدف په څنګ کې د شاوخوا ممکنه تباهي، د ملکيانو وژل یا ټپي کیدل هم په نظر کې نیول کیږي، استخباراتي ټیمونه د مختلفو کانالونو له لورې معلومات راټولوي او هغه څیړي، بیا د جګړې یا ماموریت په سر کې جنرالان د برید د دریم پړاو ته تللو لپاره ارزیابي کوي، پلان منظوروي یا یې ردوي.
دریم- کوم ډول وسله باید استعمال شي؟ کله چې د برید لپاره جنرال منظوري ورکړي بیا د وسلې د استعمال استخباراتي ټیم د خپلو تجربو په نظر کې نیولو، د هدف اهمیت، سیمه تر څیړنې لاندې نیسي او پدې پریکړه کوي چې کوم ډول وسله باید استعمال شي. د مثال په ډول که د تروریستانو کوم پټنځای د کانکریټو څخه جوړ شوی وي نو هوايي ځواک د بي-ایل-یو ۱۰۹ توغندیو څخه ګټه اخلي، دغه توغندي کولای شي په اسانۍ د کانکریټي چتونو او پوښښونو لاندې هدف له منځ یوسي.
څلورم – په سیمه کې د موجوده ځواکونو شتون، او د دندو سپارل؛ پلان جوړوونکي د برید پلان د هوايي ترافیکو د کنټرول او په سیمه کې د نږدې ځواکونو سره شریکوي.
پنځم – د پلان عملي کول او غیر متوقع بدلونونه؛ کله چې هوايي ځواکونه، یا د بې پیلوټه الوتکو کنټرولوونکي برید وکړي، په ډیرو ساحو کې د پلان سره سم نه شي تللی، خو دا هر څه د عملیاتو د بڼې، د شته فرصت او د هدف ارزښت پورې اړه لري.
شپږم – بالاخره په اخري پړاو کې د برید وروسته دوی دا معلوموي چې ایا په نظر کې نیول شوی هدف کې له منځ وړی کنه، د مرګ ژوبلې، ممکنه ملکي تلفاتو په اړه هم څیړنې کوي.
دویم – متحرک بریدونه او شپږ پړاوونه:
۱- متحرک بریدونه ډیری وخت د سرویلانس کمرو یا جاسوسي الوتکو پر مټ خپل اهداف ټاکي.
۲- په الوتکو/ډرون کې د پریډاټور یا انساني/فزیکي استعشارونه تثبیتوي.
۳- د سنسر یا استعشارونو د تثبیت وروسته دغه ماشین خپل اهداف په دوام داره ډول تعقیبوي.
۴- هدف ګرځول، کله چې هدف تثبیت او تعقیب شي، دلته د بریدونو پلان جوړوونکي دا معلوموي چې د کوم ډول وسلو یا الوتکو څخه کار واخلي همدا ډول د ماموریتونو د مشرانو څخه هم په لنډ وخت کې د ژر پریکړې اجازه اخیستل کیږي.
۵- برید کول
۶- ارزیابي، بریدونه په وروستي پړاو کې ارزیابي کیږي چې ایا هدف مو له منځ وړی کنه، تر څنګ یې غیر هدف شوی وژنې ترسره کړي کنه، همدا رنګه که هدف نه وي ترلاسه شوی د دویم بریدو لپاره لارې چارې هم لټول کیږي.