زوی ته د پلار، او شاګرد ته د استاد خبره بلکل غلطه نه ښکاري، نو دواړو ته پکار ده چې ريښتينې و اوسي. زه کله وخت له داسې خبرو سره مخ شوی يم چې يا مې له ملګرو اورېدلې او يا هم له خپلو استادانو خو دقيقې ندی.

يوه ملګري مې ويل چې ، جبران خليل جبران وايي: هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده، خو يوه ورځ مې چې د ويکتور هوګو ځينې ويناوې ژباړلې رامعلومه شوه چې دا وينا د جبران نه بلکې د هوګو ده او زما ملګری تېر وتلی وو.

دغه شان مې د پوهنتون په دوره کې له خپل يو عتمادي اوستاد د دروېش دوراني يو بيت د علي خان په نوم اورېدلی وو، چون چې بيت ښکلی، زړه راښکونکی… او د ژوند يو مهم درس پکې نغښتی وو، نو ماهم په لسګونو نورو کسانو ته د علي خان په نوم ور اورولی ، وايي چې د يوه له خولې سل نور هم دروغجن شي.

تېره ورځ مې د دوراني صيب په کاڼي کې هېنداره شعري ټولګه کتله چې په دې غزل ورپېښ شوم او هغه بيت چې زه يې يادوم هم پکې راغی، د لته غواړم نوموړی غزل چې د دروېش دوراني د دويمې شعري ټولګې ( په کاڼي کې هېنداره ) ۳۶ مخ کې راغلی ټول راواخلم او خپله تېر وتنه جبران کړم . خو لومړی هغه بيت چې زه ورباندې غولېدلی وم او بيا ټول غزل :

د يار پر زړه باندې به ستا اوښکې اثر ونکړي

پر د غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې

غزل

په مړو کتو مې په زړګي باندې باڼه تېروې

زما د کور پر کاڼي ما وته چاړه تېروې

د يار په زړه باندې به ستا اوښکې اثر ونکړي

پر دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې

لمر مخې ياره ستا خويونه هم د لمر غوندې شول

په راتګ هره ورځ راځې مګر شپه نه تېروې

نصيبه بيا د يار له شونډو يم بې برخې روان

ظالمه دا ځل مې هم تږی تر وياله تېروې

نورو خپل خوږ پر سر اخستي وي په سرو زخموکې

دروېشه ته يې پټ ساتې، ته يې پر زړه تېروې

۱۳۹۴-۴-۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *