همایون رسا

تاند- پولیس او دیپلوماتیکې سرچینې وايي، په هسپانیا کې د افغانستان له سفیر څخه غلا  شوې ده.

د پولیسو یوه ویندوی نن (دوشنبه) وویل، چې پر همایون رسا د یکشنبې په ورځ د بارسلونا ښار د مرکزي برخې په یوه کوڅه کې د غلو له لوري حمله وشوه او ویې واهه، چې له کبله یې نوموړی پر مځکه ولوېد.

په پلازمېنه مادرید کې د افغانستان سفارت وايي چې د سفیر همایون رسا پښه ژوبله شوې خو نور ښه دی.

پولیس وايي چې غلو له رسا څخه ساعت وړی دی.

ښاغلی رسا له رغېدو راوروسته په تېرو ۱۸ کلونو کې په بېلابېلو هیوادونو کې د سفیر په توګه کار کړی دی.

همایون رسا د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د لمانځلو لپاره بارسلونا ته تللی و.

په بارسلونا کې دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د اروپا په دې ښار کې جرمونه خورا زیات شوي او په وروستیو کې د دې ښار ځینې جنايي پېښې د نړۍ د خبرونو په سرټکو بدلې شوي دي.

د جولای له میاشتې څخه تراوسه پورې په دې ښار کې ۸ قتلونه شوي چې په اروپا او هسپانیا کې تر ټولو زیات شمېر دی.

بارسلونا د اروپا یو له هغو لومړی درجه ښارونو څخه دی چې ډېر سیلانیان ورځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *