د ګل په بیخ کې یې لږ اوبه وڅڅولې. دوهم ګل ته یې وکتل، خاوره یې ورسسته کړه او لاس یې پرې تیر کړ، دریم او څلورم ګل ته یې اوبه ورکړې او بیا یې د پنځم ګل یوه وچه پاڼه په ګوتو کې ومروړله:
« ته هم زما غوندې غلې یې »
شمال ته ګلاب ببر شو. مزدور ګلاب له ډډه ونیو او چې پوزه یې ورنژدې کوله، ډډ غږ یې واوریده:
- فقیر محمده! ژر کوه ورځ دې په ګلانو ګوډه کړه
فقیر محمد د ګل ډډ په موټ کې ټینګ کړ، راپاڅیده، اخ یې کړل، په ګوته کې یې اغزی ولاړ. بادار ورته وکتل او ټک شو ور یې په ځان پسې پورې کړ.
فقیر محمد خپلې بټې ګوتې ته وکتل. وینه ترې بهیده، هغه یې وزبیښله.
پای