اجمل درمان

هغه ورځ تیره شوه چې د دولت مخالفو وسلوالو یې د ګډوډولو او مختل کولو لپاره په خپل ځان شپه او ورځ یوه کړې وه او د ګډوډیو هر اړخیز پلانونه یې جوړول،

هغه ورځ تیره شوه چې په کور دننه د بهرنیو کړیو لاسپوڅو یې په اړه د خلکو ذهنونه مغشوش کول،

هغه ورځ تیره شوه چې د هیواد هر ملي سوداګر یې په ترسره کیدو او د یو مناسب شخص د زعیم په ټاکلو کې د خپل تجارت د پراخیدو خیالونه لیدل،

هغه ورځ تیره شوه چې د ټولنې ډیری وګړو او بااحساسه ځوانانو یې راتلو ته یوه یوه شیبه شمارله،

او بالاخره هغه ورځ هم تیره شوه چې هر یو نوماند یې د واک د ترلاسه کولو لپاره یوه اساسي لاره بلله.

دا هغه ورځ وه چې د بیلا بیلو امنیتي پيښو په پایله کې د ملي دفاع وزارت وياند د څرګندونو پر بنسټد 50 ملکي وګړیو، 29 امنيتي ځواکونه او 176د دولت مخالفو وسله والو په وژنه زمونږ هیوادوالو ته تمامه شوه.

د شنبې ورځ چې د 1393 کال د غبرګولې له 24 نیټې سره برابره وه، په ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې. د ټاکنو خپلواک کمیسون د ریس احمد یوسف نورستاني په وینا په دې ټاکنو کې 62 سلنه نارینه او 38 سلنه ښځینه ګډون کړی و.

کله چې د رایې اچونې بهیر پاي ته ورسید دواړو سیالو نوماندانو په خبرې کنفرانسونو کې، په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون او د امنیتي چارواکو له لوري د خلکو د امنیت د نیول کیدو له امله مننه وکړه او همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسون څخه په شفاف ډول د پایلو د اعلام غوښتونکي شول.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل چې ماسره خو د ملت رایه او د ملت ملاتړ دی نو زه تقلب او درغلیو ته ضرورت نه لرم او په پاکو رایو بریالی یم. همدارنګه ډاکټر عبدالله بیا وویل چې نه تقلب کوي او ورته د منلو وړ دی.

هغه د پښتو متل دی چې واېې : غل هم واې خداي یو دی او مل هم وایې خدای یو دی.

له دې نه وروسته ډاکټر عبدالله په یو بل خبري کنفرانس کې راښکاره شو او ویې ویل چې دا ځل د ټاکنو پروسه شفافه وه او د ټاکنو له کمیسونه یی بیا هم وغوښتل چې خپلې چارې په بې پري ډول ترسره کړي. نوموړي تاکید وکړ چې د ټاکنو پایله معلومه ده او هیله مند دی چې د ټاکنو کمیسون هغه څه اعلان کړي، څه چې حقیقت وي. د نوموړي اشاره دې ته وه چې په دویم پړاو کې هم ددې راې زیاتې دي او باید چې کمیسون یې ګټونکی اعلان کړي. همدارنګه زیاته یې کړه چې که د ټاکنو کمیسونونه دده په خبره شپه ورځ او ورځ شپه وښایي نو دا به هغه وخت خپل تصمیم ونیسي او لاس په کار به شي.

دلته خلکو ته دا پوښتنه راولاړیږي چې، که چیري دا په رښتیا هم د شفافو ټاکنو غوښتونکی وي نو ولې یې په لومړي پړاو ټاکنو کې هم دا ډول څرګندونې نه کولې؟

ولې یې په لومړي پړاو ټاکنو کې دا نه ویل چې که چیري کمیسونونه په شفاف ډول عمل و نه کړي نو دی به په هغه وخت خپل تصمیم ونیسي او په خپله به لاس په کار شي؟

یو ځواب یې ممکن دا هم وي چې:

په لومړي پړاو کې یې د سازمان شویو درغلیو پلان درلود او باوري و چې رایې به یې زیاتې وي. او همدارنګه یې په لومړي پړاو ټاکنو کې د خپل سیال نوماند ډاکټر اشرف غني رایې د نورو پښتنو نوماندانو سره ویشلې لیدلې وې، او د خپل ځان د بریالیتوب چانس یې زیات لیده.

او اوس دا چې په دویم پړاو ټاکنو کې يې، هم د ټاکنو خپلواکو کمیسونونو، هم نړیوالو او کورنیو ناظرینو، هم هیوادوالو او هم یې سیال نوماند ته د ټاکنیزو درغلیو اصلي تکتیکونه، اصلي عاملین او د درغلیو وختونه معلوم شوي و او نه یې شول کولاي چې د لومړې پړاو په څیر په پراخه کچه درغلۍ وکړي نو دا ځل یې په زړه کې د ناکامیدو ویره شته دی.

دا چې اوس خلکو ته ځان پاک ور وپیژني نو خپل د ناکامۍ دلیل د ټاکنیزو کمیسونو پر غاړه ور اچوي چې ګویا له دې سره ټاکنیزو کمیسونو بې انصافي کړي ده نو ځکه ناکام شو.

دا چې عبدالله د ګڼو مغرضو او د واک د تږو ملاتړ د خاصو څوکیو په مقابل کې ترلاسه کړ او همدارنګه د ټاکنو په دواړو پړاونو کې يې په میلونونو پیسې لګولي دي نو اوس به دا تر خپلې وسې هڅه کوي چې د ټاکنو پر خپلواک کمیسون او د ټاکنیزو شکایتونو پر کمیسون فشار راوړي چې کړې درغلۍ يې پټې او ناپاکې رایې یې پاکې حساب شي تر څو له یوې خوا يې یارانو سره په کړیو ژمنو وفا وکړي او له بلې خوا خپلې ټولې مصرف شوي پيسې تر لاسه کړي.

نو اوس د خلکو او ټولو هیوادوالو غوښتنه د ټاکنو له دواړو کمیسونو دا ده چې د هیچا فشار ته سر ټیټ نه کړي او د خپلې ایمانې او وجدانې دندې په ترسره کولو سره د ټاکنو پایله په شفاف ډول اعلام کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *